د مهاجرینو راستـنېدنه

آصف بهاند

329

د مهاجرینو راستـنېدنه

د لوږې څونامي او نورو ستونزو لاگړندي کېدل

د بېکارانو او وږو دا سترې ډلې چې اکثریت یې ځوانان دي، د تندلارو گروپونو لپاره د جنگیالیو ډېره ښه ذخیره گڼل کېږي.

زموږ مسلمانو گاونډیانو، زموږ له هېوادوالو سره داسې دوښمنانه عمل کوي چې د هغوی په جبري اخراج سره په افغانستان کې د نورو ستونزو ترڅنگ د لوږې څونامي نوره هم مرگونې او گړندۍ کوي او تر پردې لاندې نورې رنگارنگ ستونزې هم د پړسوب وروستي برید ته رسوي.

له ایران او پاکستان څخه د افغان مهاجرو ناڅاپي او کتلوي جبرې اخراج زموږ په ټولنه کې رنگارنگ ستونزې نورې هم زیاتوي، د راستنېدونکو په ډله کې د پاملرنې وړ ځوانه انرژي شته، که دا خلک په سمه توگه مدریت نه شي، ښایی د لوږې، بېکارۍ او فقر په وجه له دوی نه د جنایت کونکو لویې ډلې جوړې کړاي شي چې نه یوازې پر افغانستان، بلکې د سیمې پر نورو هېوادونو باندې هم منفي اغیز لرلی شي.

په لومړي گام کې باید ترنورو ډېر پاکستان متضرر شي. په همدې گړندیتوب چې پاکستان دا مهاجرین راباسي؛ په همدې گړندیتوب کېدای شي په سیمه کې د پاکستان مسلح اپوزیشن په ډېره کمه بیه حتی د یوې مړۍ ډوډۍ په بدل او لږ معاش سره د بېکارانو دا سترې ډلې په خپلو جنگیالیو کې تنظیم کړي او دا خلک ځکه دې کار ته ژر چمتو کېدای شي چې د دې را ایستل کېدونکو مهاجرو ډېره سلنه ځوانان همالته زېږېدلي او رالوی شوي دي په ژبه یې بلد او د خلکو په دود دستور پوهېـږي او د پاکستان جغرافیه هم ورمعلومه ده.  د دې مهاجرو په داسې جبري او بیړني اخراجولو سره د پاکستان ناپوه سیاسیون او نظامیان خپلې پښې خپله په تبرونو وهي او په سیمه کې د یوې بلې جگړې اور ته سون‌توکي برابروي.

له پاکستان څخه د افغانانو ډلیز جبرې اخراج په برخه کې پاکستاني مقامات ادعا کوي چې په روان کال کې له ۲۴ ترسره شوو انتحاری حملو څخه ۱۴ افغانانو ترسره کړي دي…

خو د دوی دا هېره ده چې پاکستاني استخباراتو تر څلوېښتو کلونو ډېره موده کې په زرگونو انتحاریان د افغانستان خاورې ته لېـږلي او د نورو ورانیو ترڅنگ، د لکونو افغانانو د وژلو مسؤلیت هم دوی ته ورگرځي.

د افغانانو دا ډله‌ایزه اخراج چې پاکستاني مقاماتو راپیل کړی دی، د اکثره افغان کورنیو لپاره د خپل وطن تر بریده رسېدل، د قیامت او تدریجي مرگ بڼه لري یعنې د پاکستاني پولیسو له خوا دومره زورول کېـږي او تحقیرېـږي چې سل‌ځلې  مړینې سره برابره خبره ده. یوه چیز فهمه قلموال زموږ د خلکو او وطن د غمیزې دا څنډه په تورو او کلماتو سره داسې نقاشي کړې ده:

«په غزه کې د اسراییلي راکټ په اور کبابېدل تر دغه مرګي زرځلې اسانه مرګ دی

خو راکیټ به ډز ولگېږي په یوه دقیقه کې به هرڅه ختم شي

ټول ځنکدن به یوه دقیقه وي

د مرګ سختې شېبې خو دا دي

چې پر ناموس دې چت راونړېږي ناموس دې تر شنه اسمان لاندې نه پرسر څادر ولري او نه ترپښو لاندې ټغر

یوه رمه اولاد درسره وي له پېښوره تر تورخمه دې بار بار د عزت تار تار ګرېوان ته پنجابي خیرن بې ناموسه او سپک لاسونه ورغځېږي او ته به په یوه ساعت کې شپېته ځله د اعدام په رسۍ پورې ځړېږې او چې شا ته ګورې نو د مغرور وطن د واکدارانو کورونه دې د حیات‌اباد او اسلام‌ اباد په بنګلو کې ټالونه وهي

او د میډیا لوډسپیکرونه به درته وایی چې درو تنو افغانی وزیرانو په دې اونۍ کې پاسپورتونه تمدید کړل

اسمانه ګړز وهه رالوېږه

پرما قیامت دی چې پر ټولو قیامت شینه»

هغو خلکو چې له خولې نه به یې ځگونونه بادول او د تودو بیانیو په ترڅ کې به یې همدا گاونډیان چې اوس له سپکاوي سره مل د سوټي په زور افغانان له خپلو وطنونه څخه شړي، خپل ورونه گڼل او حتی تر دې بریده به یې په افراط سره ویل چې افغانستان او پاکستان سره ورونه ملتونه دي باید دواړه هېوادونه د اسلامستان په نامه ونومول شي؛ شته داسې څوک چې له هغوی نه پوښتنه وکړي چې اسلامي وروولي څه شوه؟ ولې یو مسلمان بل مجبور مسلمان له خپل هېواده شړي؟

زه فکر کوم چې حللاره به دا وي چې موږ هر یو، په تېره واکداران باید د مهاجرت د رامنځته کېدو پر دلایلو باندې ځان پوه کړو او هوښیارانو په څېر ټول هغه خنډونه  له مخې لرې کړو چې خلک مجبوروي چې د خپل کلي کور په پرېښدو سره پردیو ملکونو ته ځي او هلته د وررسېدو له شېبې، بیا تر مړینې او یا بېرته راوتلو پورې له رنگارنگ سپکاویو سره مخ کېـږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.