!چاه بهار مو له اقتصادي بحرانونو ژغورلی شي

347

چاه بهار د ایران یوازینی اقیانوسي بندر دی، چې د دې هېواد په جنوب کې موقعیت لري او د امریکا او نورو هېوادونو له تحریمونو خوندي دی، دا بندر د ایران عدن خلیج او عرب بحېره د هند اقیانوس سره وصلوي.

 په (۱۳۹۵ هـ.ش) کال کې د افغانستان، ایران او هند ترمنځ د دې بندر د پراختیا او ترې د درې ګونې ګټې اخیستنې درې اړخیزه موافقه لاسلیک شوېده.

له یاد تړون وروسته افغانستان هم دغه بندر ته لاره پیدا کړه او له دې لارې د پوره ګټې اخیستنې لپاره یې د یوې لارې په جوړېدو کار پیل کړ، یاده لاره چې له نېمروز تېرېږي د (۱۴۰کيلومتره) په اندازه کار یې بشپړ شوی او پر پاتې برخو یې کار روان دی.

دا چې افغانستان په وچه کې راګېر هېواد دی او ډېر کله یې ټوله سوداګري په ګاونډیو هېوادونو ورټوله وي. پاکستان د افغانستان هغه ګاونډی هېواد دی، چې تل یې د تورخم او سپین بولدک سوداګریزې لارې د خپلو شومو او سیاسي موخو لپاره کارولي دي، د چاه بهار بندر له لارې د سوداګرۍ چاره کولی شي، افغانستان نور له اقتصادي بحرانونو څخه وژغوري.

څو ورځې وړاندې افغان چارواکو ایران ته سفر وکړ او تر راتګ وروسته یې ویلي، چې له ایران سره یې د ټرانزیټ، سوداګرۍ، کانونو، ګازو، روغتیا، ټرانسپورټ، سرحدي مسایلو او په یو شمېر نورو برخو کې یې ایراني چارواکو سره بېلابېل تړونونه لاسلیک کړي دي.

د معلوماتو پربنسټ د ایران او افغانستان ترمنځ هرکال د شاوخوا دوو میلیاردو ډالرو په ارزښت سوداګري کېږي او د چاه بهار بندر په پرانېستل کېدو سره به د سوداګرۍ کچه نوره هم ډېره شي، چې ورسره به افغانستان له اقتصادي بحرانونو خوندیتوب پیداکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.