د مولانا فضل الرحمان د پاموړ

291

د مولانا فضل الرحمان د پاموړ :

د نوي کډ کميسيون له جوړولو تېر شه د پلار قاتل دې وپېژنه!

د پلار قاتل دې هېر کړی او لا زياتي دې د پلار د قاتل پرځای دې دښمني له موږ سره وکړه

په کار خو دا وه چې د خپل پښتني پار و غيرت له مخې دې له موږ سره ملا تړلی وای، خو له بده مرغه چې خپل لوری دې غلط او لا زياتي دې زموږ ښکاره دښمنۍ ته راودانګل او د خپل پلار له قاتل سره ملګری شوې

نوټ :

موږ له خپل تاريخي او ازلي دښمنه له کړووړو ګيله نه کوو ځکه دښمن له دښمن سره هغه څه کوي چې له توانه يې پوره وي، خو ګيله مو له تا ده چې ته زوړ شوې، خو د پلار قاتل دې ونه درک نه کړ. ښه به دا وي چې نور په دې خپل ګرېوان کې سر کښته کړې تر لږ تر لږه که غچ اخېستای نه شې، نو له دوستۍ خو يې لاس واخله او زموږ مخامخ دښمنۍ ته خو مه رادانګه او مه د جهاد فتواوې صادروه.

مولانا فضل الرحمانه،

نور له کميسيونونو جوړولو تېر شه او پنجاب ته نور دا وړانديزونه مه کوه. تا او ستا پنجاب دواړو په ګډه چې څه کولی شول هغه مو وکړل. افغانان نور وېښ دي او هغوی دوه مخی او د پنجاب لاسپوڅي نور ښه پېژني. تا او ستا امثالهم له اسلامي – ديني او له مذهبي پوښښه هغه څه وکړل څه چې  پنجاب او هندي الأصل تورکوني مهاجر غوښتل چې :

Zia had instructed his trusted aide and DG ISI Akhtar Abdul Rehman that he should keep the CIA at arms length and that “The water in Afghanistan must boil at the right temperature. Zia did not want the water to boil over.

General Akhter Abdur Rehman who was the head of ISI during Zia ul Haq era , once  said KABUL MUST BURN.

The Five EVILS Who Destroyed Afghanistan

مولانا صاحب،

ستا پنجابي واکمنانو خپله مخينه ((تاريخ)) هېر کړی دی او تاسې تش په نامه درېواړه اسلام يې هم له خپلې مخينې ((تاريخه)) بېلاري ((منحرف)) کړي ياست.

ستاسې مرحوم پلار مفتي محمود به ويل چې،

مفتي محمود :

شکر دی چې د پاکستان د جوړولو په ګناه کې ما ګډون نه دی کړی او په دغه ګناه کې زه ورسره شريک نه يمه.

باچا خان :

د پاکستان جوړول دا د انګرېزانو يوه دسيسه وه.

مولانا صاحب،

زه دېته حيران او سوچ وړی يم چې ستا پلار خو د پأکستان جوړول ګناه ګڼله او تاسې د خپل پلار پر ضد قدم واخېست، نو زوی خو د خپل تابع وي او د هغه نقش وقدم پلی کوي، نو تا څه وکړل؟

ته له ځان سره لږ سوچ وکړه چې د اردن د پاچا عبدالله هغه کرايه شوي قاتل خو به تېر ايستی نه يې؟

ارواښاد مولانا عبدالحق خو ستاسې د پلار  او د ارواښاد پاچا خان ملاتړی وو. د هغه زوی هم ستا په شان د پنجاب سورني او ببولالو ته غوږ نيولی وو او د خپل پلار تګلاره يې پرېښې وه.

Afghanistan and Pakistan’s oft-ignored history – 1947-1978

Afghanistan and the Indo-Pak Wars of 1965 and 1971

When the 1965 Indo-Pak War broke out, Afghanistan officially remained “neutral,” but in essence it assisted Pakistan. First, despite the Pashtunistan and Durand Line issues and a handful of ultra-nationalist Afghans’ wanting to open a second front against Pakistan, Afghanistan assured security on Pakistan’s western border. As a result, Pakistan was able to deploy the troops that it had stationed in the NWFP and Balochistan (and along the border with Afghanistan) to fend off India’s advance inside Pakistani territory.

Second, Afghanistan didn’t discourage tribal Pashtuns from wanting to join Pakistani forces to fight against India. Afghanistan’s stance pleased, and to an extent surprised, Pakistani officials. At a meeting, during the war, between President Ayub Khan and the Afghan ambassador to Pakistan Nur Ahmad Etemadi, Ayub appreciated Afghanistan’s position.[2] On January 1, 1966, at the invitation of Zahir Shah, Ayub Khan flew to Kabul to personally extend his gratitude to the Afghan King, who in turn acknowledged Pakistan’s position on the Kashmir issue.

Dawn’s December 30, 1965 issue read as follows. “The visit of President Ayub would be a part of his tour of the Muslim countries to thank the various Governments and Heads of State for their understanding and support to Pakistan during the 17-day conflict with India. President Ayub is expected to apprise the Afghan King and the Government of the situation arising out of the events which had culminated in the Indian aggressive attack on Pakistan. Afghanistan has always supported Pakistan on Kashmir and has repeatedly reiterated her support for the right of self-determination for the people of Jammu and Kashmir.”

Similarly, during the 1971 Indo-Pak War, Afghanistan once again assured security on Pakistan’s western border. Although Afghanistan allowed Bengalis, who feared persecution in West Pakistan, to enter Afghanistan and return to Bangladesh via Iran and India, Pakistan’s border with Afghanistan was tranquil and secured.[3] Shortly after the war was over, Pakistan’s new martial law administrator, Zulfiqar Ali Bhutto, flew to Kabul to personally thank Zahir Shah. According to one account, Bhutto told Zahir Shah that he was so humbled that he couldn’t look the king in the eye.[4]

The Afghan government’s apparently “neutral,” but practically pro-Pakistan positions in both Indo-Pak wars reflected the sentiments of the Afghan nation toward their fellow Muslim Pakistani brothers and sisters. An Afghan delegation visiting the Netherlands during the 1965 War told the Pakistani ambassador Qudrat Ullah Shahab that even if the Afghan government had wanted to adopt an anti-Pakistan position, the Afghan people would not have allowed it.[5]

مولانا صاحب،.

د دې انګليسي متن په ژيړ رنګ کې د دواړو په نښه شويو جملو کې لږ سوچ وکړه چې محمد ايوب خان او ذوالفقار علي بوټو څه ويلي دي؟

خير دی که د بوټو کورنۍ او لمسيان او د تورکوني هندي الأصل مهاجر کورنۍ او بچيان يې او د ((اور پر ليکه)) In The Line of Fire کتاب ليکوال کورنۍ چې د خپل کتاب په دويم څپرکي کې ليکلي چې مور به مې پاکستان ته د بهرنيو مېلمنو د خوشالۍ او ښه راغلاست لپاره نڅل او همداسې د کرنيل امام، حميدګل او د بابر بچيان  او همداسې د قادياني باجوه او د اوسني عاصم منير کورنۍ که نه پوهيږي، نو ته خو پوهېږې او له ډېر وخت راهيسې په دغه پنجابي دوه مخي سياست کې لوبېږې، نو تا ولې دا خپل تاريخ او مخينه هېره کړې او شا ورګرځولې؟

مولانا صاحب،

تاسې او ستا امثالهم نور په دې خپل ګرېوان کې لږ سر کښته کړه چې تاسې ټولو مشترکًا د چا لپاره زموږ وينې وبهولې او ولې مو وبهولې؟

دا پر ياد ولره چې يو وخت به دا ولس ((افغانان)) وېښ شي او له تاسې به د اسلامي او ديني ارزښتونو په رڼا کې وپوښتي چې ښه، که تورکوني هندي الأصل مهاجر، پنجاب او سند راباندې ستاسو د ټولو پر خولو مشترکًا د جهاد فتواوې صادرولې، نو تاسې خو آخر عقل لرلو او وجدان ((ضمير)) مو لرلو او همدا تاسې درېواړه پښتانه اسلامپال واست چې د چا فتواوې مو پر موږ صادرولې.

زه پر تاسې افسوس کوم چې تاسې له سوچ پرته د داسې چا پر نغوته فتواوې پر موږ صادرولې چې هغوی روژه نه پېژني او الهي حکم روژه پښتنو ته منسوبوي، نو تاسې درېواړه خو هم اخر پښتانه ياست، نو تاسې دېته سوچ نه کولو او پر وړندو سترګو مو د هغه پنجاب د الهي حکم نه منکر له دُښمنۍ ډکې عُقدي خبره مو له ديني او مذهبي پوښښه او هم د اسلامي د مبارک دين له انګله د جهاد په نوم صادروله. دا په ياد ولرئ چې يو وخت به له تاسې درېواړو اسلامپالو يا په نورو ټکو د پنجاب د هغه لعنتي نظامي او استخباراتي  بنسټ خدمتګارانو د دې خپلې استخباراتي فتوی او نااعلان شوې جګړې وپوښتل شي او تاسې ورته څه شرعي دک و دليل لرئ؟

مولانا فضل الرحمانه،

زه تاسې درېواړو اسلامپالو ته يم چې،

ستاسې فاسقان، له دين نه ناخبره لوبغاړي او بوډا زناکار او داسې بېلاري او د مظلومو فلسطينيانو قاتلين پرموږ د جهاد فتواوې صادروي. يو فاسق، له دين څخه ناخبره مشران مو چې ان پخپل پارلمان کې سورة الاخلاص ((قل هو الله)) تېرولی نه شي او مولانا حيدري ترې پوښتي او په مکرر ډول بنديږي. همداسې مو دا نوموتی لوبغاړی درواخله او همداسې د اردن د پاچا هغه کرايه شوی قاتل او بوډا زاني مو څه حق لري چې د جهاد فتواوې صادروي او دوی ته دا حق چا ورکړی دی؟

يو وخت به دا ولس وېښ شي او د دې ډول فتواو هغه حقوقي او د شرعي لاسوند دک و دليل له تاسې وپوښتي. ايا د رب العالمين له هغو پنځو بنسټيزو ارکانو له يو رکن نه منکر پنجاب پر داسې يو اسلامي ټاټوبي پر تبعه وو د جهاد فتوی ورکولی شي چې د اسلام د ستر خليفه حضرت عمر رضی الله په وخت کې رارسېدلی او د حضرت عثمان رضی الله عنه په وخت کې په مکمل ډول د اسلام په مبارک دين مشرف شوی او دا خاوره د سمرة بن جندب رضی الله عنه پر لاس فتحه شوې ده او دا له ستر الهي حکم نه منکر پنجاب بيا څوارلس سوه کاله وروسته د جهاد او د کفر فتوی صادروي؟

تاسې درېواړه تش په نامه اسلامپال د پنجاب چاکران څوک ياست چې پر موږ د جهاد فتوی صادروي؟ ايا د پنجاب يو لاسپوڅي د دې حق لري چې پر موږ د جهاد فتوی صادره کوي؟ ايا ټول پنجاب او دا ګرده اسلامي او نااسلامي نړۍ دا حق لري چې پر موږ دې خپلې استخباراتي فتواوې د جهاد په نوم صادرې کړي؟

موږ افغانانو ته اوس دا اړينه ده چې څومره ژر چې کيږي نور بايد له دغه بېرحمه ګاونډي ځان راټول او خپل کورني ټاټوبي ته راشي. موږ ته په کار ده چې د دغه ګاونډي دا کړی سلوک خپل تاريخ ته وسپارو او دا اوس د تاريخ يوه برخه شوه. دا ناانساني سلوک او کړه وړه به نور هېڅکله هېر نه شي او ښه به دا وي چې موږ نور خپل ځان وپېژنو او خپل ځان راټول او پرمخ وړاندې فکر وکړو. خپل غچ بايد له نورو معقولو او سنجولو ليارو واخلو او هغه دا چې د خپل هېواد بيا رغونې او پر ځان بسيا کونې ته مخه کړو. موږ خو جرمنيانو او جاپانيانو کم نه يو. له چا کم يو؟ او نور له دې خيراتونو ځانونه خلاص کړو او پر خپل مټ يې وګټو چې نورو ته يې هم بلاعوضه لله في الله د بشري او اسلامي خواخوږۍ ورکړو. بيا دې رب العالمين موږ چا ته محتاجوي او نه مو دې بيا الله تعالی هېڅکله د خپل ګران هېواد پرېښودو ته اړ باسي او همدا مو بس دی.

متل :

د پردی کټ د نيمو شپو وي.

خوشال خان :

ټيټ مې مه ګڼه له ځانه

زه په دې افتاده ګۍ کې لوی ګړنګ يم

د پنجاب لاسپوڅو پر خپل ايمان واسلام او ديني ارزښتونو مو له سره غور وکړئ او زموږ له دښمنۍ نور لاس واخله!

په درنښت

سيد حسين پاچا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.