افغانستان کې ۴ میلیونه ماشومان او میندې په خوارځواکۍ اخته دي

248
شکیلا ابراهیم خیل | شبنم الکوزۍ/ دویچه ویله
24 ساعتونه مخکې

د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی چې په افغانستان کې څلور میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي. دغه سازمان ویلي، چې فرانسې د خوارځواکۍ د درملنې لپاره ۲،۷ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.

د خوړو نړیوال پروګرام « ډبلیو اف پي» د نومبر پر لسمه پر خپل اکس پاڼه لیکلي چې په افغانستان کې څلور میلیونه ښځې او ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي.

ياد سازمان دغه احصايه په داسې حال کې اعلان کړې، چې فرانسه په دغه هېواد کې له خوارځواکيو سره مرسته کوي.

د خوړو نړیوال پروګرام کاږي چې د فرانسې ۲،۷ میلیونه ډالره مرسته د خوړو نړیوال پروګرام سره په ګډه په افغانستان کې د خوارځواکۍ د مخنیوي او درملنې په برخه کې کوي.

وروسته له هغه چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې واک تر لاسه کړ، ډېری بهرنۍ مرستې سمدلاسه ودرول شوې او میلیونونه خلک له فقر او لوږې سره مخ شول.

مرستندویه ادارو به اړو افغانانو ته خوراکي، تعلیمي او روغتیايي اسانتیاوې او د جامو نغدې پیسې چمتو کولې، خو وروسته له هغې چې د ښځو پر زدکړو او کار د طالبانو له خوا بندیز ولګیده دغه مرستي په بې ساري ډول کمې شوې.

له دې ګام سره په افغانستان کې خوارځواکي په بې ساري ډول زیاته شوې او د دغه هېواد نیمايي وګړي په دې دوو کلونو کې له لوږې سره مخ دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.