د لنډیو پر ټـټـر باندې د کډوالۍ انځور /۲

 آصف بهاند

243

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

دوه‌سوه‌‌یوویشمه برخه

د هجرت اور یم سوځولی

د وطن باد راباندې لگي، روغ به شمه

 سهو مې وکړه ورته راغلم

د پنجابي چل‌ول به بار پر اوږو وړمه

 په خپل وطن کې شهزاده وم

د پنجابي مزدورۍ، تورپنجابي کړمه

 زما خو رنگ داسې تور نه و

له ایراني سره مزدور وم، تک‌تور شومه

د دې خبرې یادول اړین گڼم چې په پښتو لنډیو کې پخوا تر دې هم داسې لنډۍ تخلیق شوې دي چې د پردیسۍ، مهاجرت، کډوالۍ او لرې وطنونو ته د مسافرت په باب دې. دا یې څو مثالونه دي:

پردی وطن دی، زړه مې تنگ دی

ما ته رخصت راکړه چې خپل وطن ته ځمه

پردی وطن پر هرچا غم وي

ما باندې شپې سبا کوي نه مې پرېـږدینه
پر زړه به لویه تیـږه کېـږدم
له کلي کوره به یې ورو ـ ورو راصبرومه

ایران له افغان کډوالو سره څه کړي دي؟

په دې ورستیو کې د ایران او افغانستان چارواکو په تهران کې سره لیدلي دي او د نورو موضوعاتو ترڅنگ یې په فرعي ډول د مهاجرینو پر موضوع هم خبرې کړې دي. «د دغو لیدنو پر مهال طالب لوري له ایران څخه د افغان کډوالو د هغه چلند له امله، چې دوی غوره بللی، مننه کړې ده»؟

د دې رسمي خبرونو ترڅنگ، له افغان کډوالو سره د ایراني امنیتي کسانو د چلن په باب د میډیا دې سرلیکونو ته یوازې د نمونې په ډول پام وکړئ:

تاند:

«په ۶ میاشتو کې افغانستان ته له ایرانه د ۵۰۰ کډوالو د جنازو لېږد»،

تاند:

«ایران تېره اوونۍ ۲۰ زره افغان کډوال له خپلې خاورې شړلي»،

بي‌بي‌سي پښتو:

«ایران کې د سوځېدلي افغان فریاد؛ “لږې اوبه راوړه، سوځېدلی یم”»،

بي‌بي‌سي فارسي:

«”آوارگان افغان”، از بی‌دفاع‌ترین اقشار اجتماعی در ایران»

تاند:

«ایراني ځواکونه افغان کډوال لوټي»

له دې ډلې به یوازې د هغه رپوټ یوه برخه راواخلم چې ایراني امنیتی ځواکونو د بېوسه افغانانو د سورلۍ پر موټر ډزې کړي، د څو تنو کډوالو د ټبي کېدو تر څنگ یو کډوال سوځېدلی دی او په چیغو، چیغو سره یې ویلي چې: «کمی_آب_بیار_که_سوختم یا لږې اوبه راوړه، وسوځېدم.»

دا هم د یاد رپوټ ځینې برخې:

«په ایران کې د افغانستان سفیر عبدالغفور لېوال چې په یزد ولایت کې د افغان کډوالو یوه ګاډي سوځېدو پېښې څېړنې لپاره دغې سیمې ته تللی و ، په یوه ویډیويي پیغام کې وايي، ایراني چارواکو منلې چې د کډوالو پر دغه ګاډي یې ډزې کړې…

کابل مېشتې د بشري حقونو فعالې فرحناز فروتن د ځينو نورو ټوېټر کاروونکو هغه ټوېټ بدرګه کړی چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف پکې مخاطب شوی او ورته لیکلي يې دي چې، ‘په دغه سوځېدوونکي ګاډي کې جارج فلوېډ لیدل شوی دی. ته څه پکې وایې؟’

دغه ټوېټ ظاهراً د جواد ظریف د هغه ټويټري پوسټ په ځواب کې کنایه ښکاري چې په امریکا کې د وروستیو لاريونونو په هکله یې لیکلي وو، “ځينې فکر کوي، د تورپوستو ژوند ارزښت نه لري. چا ته چې ارزښت لري، ټوله نړۍ لا ډېر وخت لري چې د توکمپالنې پر ضد ودرېږي.’

په برتانیا کې افغان فعالې پېمانې اسد هم د جواد ظریف هماغه ټوېټ بېرته خپور کړی او ورته لیکلي يې دي چې نورو ته د توکم‌پالنې یا رېسېزم په اړه د درس ورکولو پر ځای ځان په دې “هوښیار” کړه چې ایران کې څنګه لږکي وژل کېږي…

خو ځينو بیا د “افغان وژنې” په اړه د غږ اوچتولو خبره کړې او د #AfghanLivesMatter یا د افغان ژوند ارزښت لري، هش ټېګ کارولو سره يې په ایران کې له افغانانو سره کېدوونکی چلند غندلی دی. دا هش ټېګ هم اوس په امریکا کې د روانو لاریونونو له #BlackLivesMatter یا د تورپوستو ژوند ارزښت لري، سره یو ځای کارول شوی.

دا یوازېنۍ پېښه نه ده چې د افغانانو غصه يې پارولې، د شاوخوا یوې میاشتې په اوږدو کې دا دوېمه بوږنوونکې پېښه ده چې په ایران کې يې افغان کډوال ښکار کېږي. خو پر خواله رسنیو يې غبرګون توپير سره لري.»

دغه راز د پاکستان هغه پالیسي چې افغان کډوال باید په زور له پاکستان نه وایستل شي، د افغانانو او نړیوالو له انتقادونو سره ــ سره، په شدت د تطبیق په حال کې ده، چې ټول نړیوال یې ننداره کوي.

د دغو دوو مسلمان‌نما گاونډیاو د ظلمونو په وجه ښايي په زرگونو لنډۍ تخلق شوې وي او په هغو کې پر کډوالو باندې د شویو ظلمونو څرنگوالی په کې په هنري ډول انځور شوی وي، لږې لنډۍ به میدیايي شوې وي او نورې به لا د تخلق‌کوونکو د زړونو پر سرونو باندۍ لکه د درد پولۍ ولاړې وي. په دې لړ کې هغه لنډۍ چې ما اورېدلي دي او یا مې په میډیا کې له نظره تېرې شوې وي، را ټولې کړې مې دي چې ورو ورو به یې درنو لوستونکو ته وړاندې کوم؛ دغه یې څو بېلگې دي:

کاکړ، کاکړ نه دی ککړ دی

چې یې په لڼد مهال ککړ کړل وطنونه

 

سهو مې وکړه ورته راغلم

د پنجابي چل‌ول به بار پر اوږو وړمه

 

د نمرود حکم جاري شوی

خلک روان دي وږی نس وهي مزلونه

 

هرڅه د خپل وطن مزه کا

په بل وطن کې د چا نه شته دي عزتونه

 

د هجرت اور یم سوځولی

د وطن باد راباندې لگي، روغ به شمه

 

پردي وطن کې واک د بل وي

واک چې د بل وي، نو سکروټې بادوینه

 

پردو وي ځه، زه هم روان شوم

هلته مې پاتې شول د هرڅه یادگارونه

 

په خپل وطن کې شهزاده وم

د پنجابي مزدورۍ، تورپنجابي کړمه

 

زما خو رنگ داسې تور نه و

له ایراني سره مزدور وم، تک‌تور شومه

 

په خپل وطن کې مې واک خپل و

پردي وطن کې اوس پنډونه چلومه

 

د خپل وطن په قدر پوه شئ

پردی وطن پر زړه لمبې دربلوینه

 

د لېـږد رالېـږد په بدساعت کې

لارې دي ورکې لاس تر زنې ناسته یمه

 

د بېرته تگ ناره شوه گډه

سا مې بندېـږي، د خوښۍ احساس کومه

 

هلته بولدک باندې راواوړه

دا نورې لارې پنجابي نیولې دینه

 

د پردي ملک ژوندونه ناخوښ وي

خوښي به هلته وي چې بېرته کډه شوونه

 

گوره هجرت کې خوښي نه شته

وچه ډوډۍ دې وي، خو خپل وطن دې وینه

 

کډوالي ویر سره تل مل وي

چې څوک کډوال شي تمام عمر ویر کوینه

 

پردی مُلک خپل نه دی پردی دی

نیکمرغ هغه ده چې خپل وطن کې وینه

 

ځان غولوم چې وطن هېر کړم

چې راپه یاد یې کړمه زړه مې درزوینه

 

پر دیورند باندې مو شپه شوه

څومره اوږده شوه، سبا خپل وطن ته ځوونه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.