شين ټاغی ناول ته يوه لنډه کتنه

شننه: حبیب الرحمن احمدي

288

شين ټاغی ناول د تکړه داستان ليکونکي سعد الدين شپون يو له بهترينو ناولونو څخه ده. دغه ناول په ۱۳۷۷ش /۱۹۹۸م کال چاپ شوی، په لنډ ډول غواړم، د ناول په کېسه، پلاټ او منظرکشي باندي رڼا واچوم.

د ناول کېسه:

د ناول د کیسې په اړه يو ادبپوه وايي چي په ناول کي که نور څه وي  اوکنه خو کيسه بايد حتمن ولري، کيسه په ناول کي تر ټولو مهم ارزښت لري؛ همدا کيسه ده چي په لوستونکي څو سوه مخه لولي.

 شين ټاغی ناول يو جاسوسي ناول ده، دغه ناول کيسه په افغانستان باندي د روسانو او د مقاومت ملي په نامه دهغوئ په وړاندي د راپور ته شوي غورځنګ کيسه راته کوي، چي څنګه روسانو خپل روزل شوي جاسوسان، د مجاهدينو  په ډله کق د جهاد بدنامولو او وطن ړنګولو ته هڅول، څنګه یې په غربي هيوادونو امريکا، فرانسي او روسيه  کي عالمان او ملايان د خپل فن اوهنر په واسط په هلکانو او پيسو روږدي کول او بيا يي وطن ته راوستل؛ لکه: ملا شبخي، ځينې جاسوسان د سيلانيانو په نومونو افغانستان ته راوستل او د خپلې جاسوسي اوګټو لپاره يې کار ځينې اخسته د ناول مرکزي کرکټر ډاکټر محب الله نوميږي .

چي د کندز د خان اباد ولسوالی اوسيدونکی دی په روسیه کي يي لوړي زدکړي پای ته رسولې. د کابل په عالي اباد روغتون کي ډاکتر وو؛ فرانسي ته ځي هلته ديوه امريکايې سياحتي سيلاني سره مخ کېږي. هغه د سياحت په منظور دنړۍ، زیاتره هيوادونو ته سفرونه کړي وي، په پای کي امريکا ته د تللو لپاره  د موټر پلورلو ته اړ شي؛ ډاکټر محب الله موټر ترې واخلي وطن ته يې راولي، موټر يو څه نوی ماډل وي، دسیمې خلک ورسره نا اشنا وي، د شين ټاغي نوم پرې کېږدې. ډاکتر محب الله د تربګنيو د لاسه کابل ته ځي، په کابل کي د ډاکتر زړور سره چي د پوهنتون استاد وي مخ کېږي، هغه اصل کي دمجاهدينو ښاري مقاومت غړی وي، په دغه ډله کي اکثره تعليمي کسان چي په روسیه او نورو خارجي هيوادونو کي زده کړي کړي وي، شامل وي؛ په اصل کي د روسانو د استخباراتي ادارې K.G.B غړی وي، چي ډاکتر محب الله په يو څو ورځو کي د دغه ډلي په يو فعال غړي بدل شي. محب الله فکر کوي چي دی د ښاري مقاومت غړی دی، یوه ورځ ډاکټر زړور ورته د وسلو د راوړلو پته ورکوي؛ دی چي هلته ځې، ګوري چي د روسانو قرارګاه وي.نيژدي يو هوټل وي هلته ورځي، له يوه بل افغان سره په هوټل کي مخامخ کېږي؛ کوم شيفر چي ډاکتر محب الله ورته ويلي وي، هماغه شفر ورته وايي نوم يي بهادرخان وي. دهغه په مرسته له روسي قومندان سره مخامخ کېږي، له هغه ځایه وسلې اونقشه په شين ټاغي کي راباروي د زړور له طرفه ورکړل شوي ۲۰۰۰۰ ډالره روسي قومندان ته سپاري؛ پلان داسې وي چې، وسله اونقشه به کابل ته رسوي، اوهلته به يي مجاهدینو ته سپاري.

 د ژمي موسم وي، سالنګ ته په رسېدو سره د واوري د وریدو له امله لاربنده وي، موټران ولاړ وي، خو محب الله حرکت کوي؛ ديوڅه مزل وروسته د ده نه مخکي موټر دواورې وريدو له امله له سړک نه لاندې لولېږي، نور ټول سورلۍ ترې تم کېږي، يوازي يوه انجلۍ چي په واوره پوښلې وي د ډاکتر محب الله لخوا له واورې ژوندی را ایستل کيږي انجلۍ خپله د روسيې د استخباراتو د شبکې غړي وي.

 انجلۍ په محب الله شکمنه کېږي، هغه خپل ټول حال ورته وايي، د انجلی له محيب الله سره مينه پيدا کېږي دهغې په مرسته محب الله وسلي کابل ته نيژدې د ډاکتر زړور کسانو ته سپاري، محيب الله له کابل نه پيښور ته له شين ټاغي سره ځي، د پيښور او صوات ترمنځ موټرواني کوي.  له دوه کلونو وروسته يو ځل پرې دعصابو حمله راځي؛ ګاونډيان يي روغتون ته وړي، په روغتون کي د ليونيانو سره يوځای کوي؛ هلته تش په نوم ډاکتران چي خپله د طب محصلين وي؛ د عملي کار لپاره د دوی د درملنې په بهانه راولي، هغه خپله په هيڅ نپوهيږي، محيب الله له يو څه وخت وروسته له ټولو ناروغانو سره له روغتون نه رخصت کېږي.

يوه ورځ  له يوه فرانسوي او د هغه له ښځي سره مخ کېږي، چي د روسيي د استخباراتو غړی وي، دسيلانيانو په نامه په پاکستان کي  ژوند کوي هغه د ډاکتر زړور دژوند اوله بند څخه د هغه او د ملګرو د را ایستلو او د ترينه کيسه ورته کوي. شبخي زړور مجبور کړي چي کابل ته راشي په کابل کي د شبخي په ملتيا له ترينا سره ګورې؛ شبخي له تاتانيا سره خبره کړي وي الن ګيو او ډاکتر زړور د خوشي کولو او بریتانیا ته دالن ګيو دسپارلو او هغه ته به امريکا سياسي پناه ورکوي.

دلته دا مالوميږي چي څنګه غربيان د خپلو ګټو لپاره دښمنې پریږدي په دريمه ورځ ډاکتر زړور، شبخي، تاتيانيا او شاترینا د پلان مطابق  ډاکټر زړور اوفرانسوي الين ګيو له زندانه راباسي.

تر پاکستانه پورې دمجاهدينو د يو قوماندان په مرسته تر پيښوره پورې رسېږي پيښور ته په رسیدو ډاکتر زړور او تاتيانا فرانسي ته ځي، محيب الله اوشاترینا په پېښور کي پاته کيژي دصواتې اشنا په مرسته واد سره وکړي

د ناول پلاټ:

پلاټ دعلت اومعلول پر اساس د پېښونه شليدونکي تړاو ته وايي، دشين ټاغي ناول پلاټ ساده ده، ساده پلاټ هغه ده چي يوازې پکي يوه کېسه پر مخ روانه وي، او ټولي پيښې يوازي په يوه کرکټر را څرخي؛ لکه د شين ټاغي ناول چي مرکزي کرکټر يي محب الله ده. د شين ټاغي ناول کاميابي داده چي د ناول پيل په يوې ښکلي او په زړه پوري منظري شوي چي لوستونکی د ناول لوستلو ته هڅوي.

منظر کشي:

منظر کشي د ناول دکېسي پيښه يا پيښې چي په کوم زمان او مکان کي پيښيږي د هغه ځای او وخت تصوير وړاندي کولو ته منظر کشي وايي. هر داستان دصحنو ټولګه وي، که يو داستان له ديوال سره تشبيه کړو نو صحني له هغو خښتو سره تشبيه کولای شو چي همدا ديوال ورنه رغيدلي وي. دشين ټاغي ناول منظرې ښکلي اوطبيعي دي.

 د دغه ناول پيل هم د سالنګ د غره په يوې ښکلي منظرې شوي، بيلګه يي: د کړکی نه سالنګ رسا سپين ململ وه، چي تقریبا هوار غوړیدلی وه؛ د اوړي د وخت شپیليي اوس هواره سپينه ځمکه وه.

 کړنګونه او ژور خوړونه يې داسي له واورو ډک وه، چي د نابلده سړي به زړه غوښتل چي د سړک نه ورښکته شي او چکر پرې ووهي. د واوري ددې ارتي ورشو اهنګ ايله دوه ځايه مات شوی وه يو د تونل خوله وه، چي د کړکۍ نه داسي سره ورته وه چي بدن يې په سپين کفن پوښلی وي، بل هغه کمر وه چي څلور پینځه کيلو متره دسړک کيڼي خوا ته راکړوپ شوی وه؛ او په ديواله باندي يې د واوري د تم کېدو ځای نه وه، او چي به د واوري په شيبو کي وقفه راغله اولمر به شو، نو داسي سوربخوند به ښکاريده، لکه د پیغلي مخ چي چار چاپيره ترې سپن څادر تاو شوی وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.