۴/د لنډیو پر ټـټـر باندې د کډوالۍ انځور

 آصف بهاند

216

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

دوه‌سوه‌‌درویشتمه برخه

پر تورو غرو راشه وطن ته

دا نورې لارې پنجابي نیولې دینه

 

په بل وطن مې پېرزو نه یې

خدای دې د کور په څنگ کې درکړي دولتونه

 

د ایران هرځای ته چې لاړ شې

یا به دې سوځي، یا اوبو ته غورځوینه

 

څنگه ویده شوې بېغمباشه

د برید پرکرښه دې پراته دي خویندې ورونه

د دې برخې له‌پاره مې دا لنډۍ راټولې کړې دي:

جیب یې خالي اسناد یې نه شته

پاکستانی پولیس یې هرخوا کشوینه

 

زما په زړه تڼاکې وشوې

له خپل محل مې د کډوال په نوم شړینه

 

پنجاب چې هرڅه وايي، زړه یې

د دوی خولگۍ به تورې خاورې بندوینه

 

د بل میدان گټل څه کړمه

د سیاست مېچ مې چې بایلود، ماته شومه

 

د بل چا مات گټل به څه کړو

اوس خو مات موږ یو چې له مُلک نه مو شړینه

 

خدای به مو خپل وطن ته بوزي

زموږه کډې پر باډر ولاړې دینه

 

پنجاب ایران دواړه یهود دي

د ظلم اور یې را کباب کړل زموږ زړونه

 

گاونډیان نه دي، کافران دي

نه دې زارۍ مني، نه عذر قرانونه

 

ټگي دې وکړه گاونډیه !
ستا دې ټگي وي زموږ دې صبر پر خدای وینه

 

پردی وطن، پردۍ کوڅې دي
د بیلتون شپې دي، په سلگو یې تېرومه

 

د ایران هرځای ته چې لاړ شې

یا به دې سوځي، یا اوبو ته غورځوینه

 

کډې دې يـــوسـي خفه نه يم

په شا دې نه ګوري چې زړه مې پسې چوينه

 

په بل وطن مې پېرزو نه یې

خدای دې د کور په څنگ کې درکړي دولتونه

 

پر تورو غرو راشه وطن ته

دا نورې لارې پنجابي نیولې دینه

 

ژوند دې په خپل وطن کې خوږ شه

پېرزو مې نشي په تا دومره کړاوونه

 

وطنه زیری مې درباندې

چې مسافر بجیان دې غېـږې ته راځینه

 

څنگه ویده شوې بېغمباشه

د برید پرکرښه دې پراته دي خویندې ورونه

 

د مهاجر راتلل خوښي ده

ستونزې به وي، خو خلاص به شو له کړاوونه

 

د پنجابي قاضي تصمیم دی

بس د کډوال په نوم دې هم له مُلک شړینه

 

شکایت چا ته وکړو خدایه

د پاکستان ملیشې لار کې لوټ کوینه

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.