یوویشتمه کلا

لیکنه: مومین خان سیال

341

ناول د ایټالوې ژبې د ناوله کلمې څخه جوړه کلمه ده چي د نوې تازه او عجیب په معنا ده. او په اصلاح کي د کیسې یو پرمختللی شکل دی. هغه فرضې کیسه ده، چی په نثر کي بیان شوي وې، او یو څو داسي خیالې پیښې پکې بیان شوي وي چي د ریښتیا توب ګومان ورباندي کیدای شي.

په نړیوال ادب کي ناول بیلا بیل ډولونه لري چي د هغوی له ډلي یو هم سیاسې ناول دی.

یووېشتمه کلا د سیاسې ناولونو له جملې څخه دی چي اسلم راهې په اردو ژبه لیکلی.

د اسلم راهي صاحب په ګوتو دي برکت وي چي د ناول په ژبه د ځوان کهول د روزنې لپاره یې د اسلامي  نړۍ د برم، ډیر ښکلی او ریښتینی انځور یې کښلی. اسلم راهې نږدې سل کتابونه لیکلې چي شپږدېرش يې د اسلامي نړۍ د غازیانو کارنامي ستایې. دغه کتاب د دي لپاره خپور شوی چي د مسلمانو ځوانانو په ذهنونو کي د تير برم

واقعې انځور وړاندې شي. کتاب د همدغه اتل په نوم یاد شوی. څرنګه چي دغه نومیالی فاتح د صلیبیانو په سرونو تر سلطات العادل عمادالدین زنګې اوسلطان صلاح الدین ایوبې څخه وروسته وروستی او اخرنی د توري ګوزار او ستر غازي دی.

 نوموړې شل کلاګاني فتحه کړي، یووېشتمه کلایې د جنګ له لاري نه بلکي د حکمت له لاري فتحه کړه، ځکه په دغه کتاب یوویشتمه کلا نوم ایښودل شوی دی.

کیسه: په داستان کې که نورڅه وي او که نه وي خو باید کیسه ولري، ځکه کوم داستانونه چي کیسه نه لري هغه وچ بي مالګي او بي خونده هنر دی چي لوستونکی ورڅخه خوند نشي اخیستلی.

د دغه کتاب کیسه د سلطان رکن الدین بېبرس کیسه ده چي سلطان رکن الدین بېبرس په ۱۲۲۳ز کال د منځنی اسیا په یوه مسلمانه کورنې کي زېږېدلی، مور او پلار یې د محمود نوم ورباندې کېښود. پلار یې د خوارزم شاهانو په دربار کي یوه ستره چوکۍ درلوده. خو له بده مرغه له پلار څخه یې شاهي دربار خفه او د  زندان تورو تمبو ته وسپارل شو. په د غه وخت کي مغلانو په اسلامي نړۍ حمله وکړه. د مسلمانانو زامن یې له ځان سره بیول او بیا به یې د غلام په حیث خرڅول. سلطان رکن الدین بېبرس یې هم د دمشق په بازار کي دغلامانو پلورنځي ته یووړ، هلته یو مصري امر په بیه واخیست.

د هغه نوم علي بن اورفه وه چي بل مصري ته یې د پور په بدل کي ورکړ هغه د خپل زوی د کرارولو دنده په غاړه ورکړه.

 څو بادارانو یو په بل پسې خرځ کړ، خو بلا اخره سلطان الملک صالح ته په لاس ورغی هغه ډیر ورباندي مهربانه وه چی ځینې علوم او فنون یې ورباندي زده کړل. کله چي فرانسویانو په مسلمانانو یرغل وکړ سلطان بېبرس د منصوره په میدان کې اتلوالي وښوده، او د مسلمانانو زړونه یې وګټل. کوم وخت چي الملک الاشرف د مصر پاچا او د لښکرو ستر سالار معزالدین شو په دغه وخت کې سلطان بېبرس د مصر د ستر سالار

قوماندان وټاکل شو.

کله چي مغولانو په منځني ختيځ او د اروپا په بیلابیلو سیمو د مسلمانانو په وړاندي سلیبې جنګونه شروع کړل، دنړۍ زیاتره مسلمانان یې شهیدان کړل. کورونه، کلتور اوبیلابیل

تاریخي ځایونه یې له منځه یوړل په دغه اساس وخت کي د اسلامي نړۍ یو ستر

فاتح سلطان رکن الدین بېبرس میدان ته راغی او هلاکوخان پوځیانو ته یې ماتې ورکړه

خو هلاکوخان د جنګ لپاره تیاری نیوه چي بېبرس یې د خپل کورنی یو غړی برقایې خان د هلاکو خان په وړاندي پورته کړ.

 کله چي هلاکوخان په سلطان بېبرس حمله کوله برقایې د هلاکو خان په ځواکونو د شا لخوا حمله وکړه له دې سره هلاکوخان ماتي وخوړه.

سلطان بېبرس په پرلپسي ډول یوویشت دسلبیانو کلاګانې فتحه کړي، خو یووشتمه کلا یې

په ډیر لوړ تدبير اوپوهه ترې ونیوه

تلوسه:

 تجسس هیجان د ناول یا د ټول داستاني ادب هغه اړخ دی چي لوستونکی د داستان لوستلو ته هڅوي. یا تلوسه د داستان هغه لیکنه ده چي لوستونکی له ذهني کشمکش او لانجي سره مخ کوي، چي لوستونکی ژر تر ژره د خپلو پوښتنو ځوابونه ترلاسه کړي.

تلوسه په درېو ځایونو کي راځې اول د داستان په سر کي دویم منځ دریم پای کي.

خو په یویشتمه کلا کي تلوسه تر ډیره حده په سر او منځ کي راغلې ده.

منظرکشې:

 هر داستان له صحنو ډک دی، که یو داستان له دیوال سره تشبیه کړو نو صحنې یې له خښتو سره تشبیه کولی شو چي همدا دیوال ورنه رغیدلی دی. په تیاتر کي د هر هغه عمل د ننداري ډرامې یوه صحنه یې بولو.

هر هغه عمل چي په واحد زمان او مکان کې پېښېږي او کرکټر پکي خپل رول ادا کوي.

ډیالوګ:

د دوو کسانو ترمنځ خبرو کولو ته وايې. یا به له ځان سره خبري کوي یا له بل کس سره.

خو په یویشتمه کلا ناول کي اسلم راهي کوم خاص ډ یالوګ نه دی تکرار کړی خو زیاتره خبري یې مکالمي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.