د افغانستان هنګامه/ ۲

لیکوال: محمد علی- ژباړونکی : ع . رشید

436

د افغانستان هنګامه

د جنرال نادرخان صاحب راتګ

(۲)

همدرد ۲۴  فبروری ۱۹۲۹

لیکوال محمد علی  (په اردو ژبه )

ژباړونکی : ع . رشید

اخځ :  مضامین محمد علی رح  حصه دوم ص ۳۶۲-۳۸۰ مخونه  د چا پ کال ۱۹۴۰


لیکوال نامتو مبارز محمدعلي جوهر

 

د دویمې برخې په اړه یوه لنډه یادونه،

محمدعلی جوهر چې دعلي برادران  په نامه هم نامتودی په تیره برخه کې دشاه امان الله خان غازي د پاچاهي اود سقاود زوی پرډاګوګري باندې رڼا اچولې وه. په هندوستان کې دخلافت غورځنګ یوله هغوغورځنګونوڅخه وچې نه یوازې په آسیایی کچه دخپلوموخواواهدافوله امله مهم اونامتوو بلکې انګریزانوهم له دغه غورځنګ څخه چې پیاوړی اسلامي مرام او ملي آزادي غوښتونکې موخي یې درلودل دځانګړي خطراحساس کاوه، دغه غورځنګ دخپلومبارزو په لوړتیا کې په افغانستان کې د کورنۍ اړ دوړ اوسقاوي غوبل له حالاتوڅخه له اړتیا پرته ډیراغیزمن شو، ځکه دخلافت غورځنګ ډاډه هیله ، تکیه ځای اوبیلګه ییزمثال په آسیایي کچه افغانستان اوددغه هیواد د آزادۍ هنګامه وه چې زیاتره آسیایی ملتونوته یې د آزادۍ دلومړي لمرڅرک الهام ورکړ، په هندوستان کې هم  دخلافت هنګامه او مبارزه دهند دخپلواکۍ دیوې برخې په توګه دافغانستان له خپلواکۍ وروسته پیاوړې شوه، دافغانستان د آزادۍ پرمهال دهندوستان دنفوسوکچه د څلورو سوو میلیونوپه شاوخوا کې وه، ددغه هیواد آزادي غوښتونکو پرخپل دغه ځواک باندې هغه وخت زیات فشارواچاوه چې له اتو- ترلسومیلیونوافغانانو وکولای شول له انګریزانوځان آزاد کړي، دوی ته هم دغه ټکي دا الهام ورکړچې څلورسوه میلونوخلک خوپه آسانۍ سره کولای شي چې پاڅون وکړي اوخپل هیواد له انګریزی ښکیلاک څخه خپلواک کړي،همداوه چې دهندنامتومبارزسوبهاش چندرابوس په خپلو ویناوو کې دغه جمله په هرځآی کې تګراروله چې:« ای دهند څلورسوه میلونی ملته د آزادۍ درس له افغانانو یاد کړئ …»

محمد علی صاحب په دغه مقاله کې خپله ځانګړې خواخوږي د افغانستان، اسلام اوآزادي په وړاندې ښودلې ده، دلته یې د اعلیحضرت نادرشاه راتګ اودهغه څرنګوالی تشریح کړی دی، محمدعلی په دغه مقاله کې ترهرڅه دمخه پردغه ټکي باندې رڼا اچولې چې امان الله خان خوولاړ، افغانستان سقاوي ډارمارانوته پاتې شوی اوهرې خوا ته خپلسرۍ اوجهالت سرراپورته کړی دی، په دغه ترڅ یوه نومیالي له فرانس څخه په هرډول چې وه، ملا راتړلې اوغواړي چې خپل هیواد ته له اوسني بدمرغ حالت څخه نجات ورکړي، چې هغه سپه سالارغازي نادرخان دی، هغه څوک چې دافغانستان د خپلواکۍ اوداماني نظام دپیاوړتیا په ترڅ کې دده له ونډې اوبرخې اخیستنی څخه په هیڅ ډول انکارنه شي کیدای، محمدعلی صاحب همدغه مهم ټکي ته چې ګواکي اوس دافغانستان له پاره دهمداسې یوه چا چې دامان الله خان دارمانوله پاره کارکولای شي اړتیا ده چې باید ملاتړیې وشي.

 په دغه لړکې تا سې ګران لوستونکي پرهغه ټول بهیرباندې هم پوهیدای شئ چې سپه سالارڅنګه له اروپا څخه هندوستان ته راځي، داچې محمد علي ددغه راتګ عینی شاهد اودهند په دننه کې له نادرشاه سره همسفری و، ځکه خو یې داعلیحضرت غازي نادرشاه د راتګ ټول بهیر په دغوڅومقالوکې په جزیاتوسره دځان معتدل دریځ اوبې پلوۍ په پام کې نیولوسره ثبت کړی دی چې دهغوله مخې موږدنومیالي ټولواکمن نادرشاه په درایت، پوهې اوخواخوږۍ باندې په ډیره ښه توګه هم پوهیدای شواوهم قضاوت ورباندې کولای شو، ددې له پاره چې په دغه اړه موځانونه دیوې شیبي له پاره له هغو تبلیغاتي اواحساساتي بدبینیوچې دنادرخان په اړه یې غوږونه راکاڼه کړي  پریوه خوا کړي وي راځئ  دلته یولړداسې حقایق هم ولولوچې دهغوله مخې نادرشاه چې په فکري اوملي لحاظ داماني سکې دویم مخ دی لږښه اودقیق وپيژنواوسم قضاوت پرې وکړو. داهم تاسې اوداهم دمحمدعلي جوهر څرګندونې.  درناوی 

رشید

 

دویمه مقاله

          د «همدرد» د درنو لوستونکو په خدمت کې دهمدرد د ایدترپه واسطه له یوې مودې را هیسې داڅرګندونه وشوه چې نه د خلافت دټولنې کارکونکی اونه هم دهغوی مشرد افغانستان دهنګامې په اړه ناخبره اوناګاره دي، مانا دا چې د اوسنیو حالاتو په پام کې نیولوسره دا وړوبلل شوه چې باید په دغه اړه دم ګړۍ  سکوت ته ترجیح ورکړه شي، خو ترټولودمخه دسکوت دغه مُهر ما دبمبي دمسلمانان دیوې عامې جلسې په وړاندې مات کړاویوساده تجویز مې د مسلمانانو دیوې ټولنې په وړاندې کیښود.

 د دود له مخې ما له حاضرینودهرې وړې خبرې په اړه  پوښتنه کوله چې هغوی به زما له نظرسره یو والي ته تیاری ښود ما به ورته ویل زماخبره سمه ده اوکه  بیرته بیاځلي کارورباندې وکړو، ان تردې کچې چې له دغه تجویز سره به ټولوحاضرینو خپل یووالی وښود، ددغه تجویزپه څنګ کې هغو په عین وخت کې یوعالم توپیرونه هم په ډاګه کړل چې دغه توپیرونه بیا په اخبارونوکې هم خپاره شوي اوپه ډاګه شوي دي، ماناداچې ما ته یې دخپلې سختې ناروغۍ اودبمبي دفساداتوپه ترڅ کې ان روغتون ته د تګ وخت هم رانه کړاوما ونه شوای کولای چې دخپل دغه تجویزاوپریکړې ژباړه انګریزي اخباروته واستوم اویا هم خپلې ویناوې په اخباروکې خپرې کړم.

  د بمبي په اخبارونوکې د ویناوو رپوټونه دمدراس اوکلکتې تراخبارونوهم بدترخپریږي، سیاسي اوملي تعصبونوخود راپورورکونکوناقابلیت اونه وړتیا اوعملي عصبیت او (حمیت الجاهلیه) نورهم لوړکړی دی، پرهمدغې مسالې باندې د شوکت صاحب دڅوورځوپخوانی وینا ( ټایمزآف اندیا) له ځانګړې مسخ والي اورنګ آمیزۍ سره خپره کړې وه، داسې رپورټونه چې کله کله سړی ګوري، پردې راضي کیږي چې ګرد سره وینا ونه کړي، که وخت بیاهم پیدا کیږي باید چې دخپلې وینا لنډیزپه خپله سړی ولیکي اواخبارونوته دخپریدوپه موخه واستوي، خو له دې سره سره هم زیاتره اخبارونه نن سبا دعصبیت په فضا کې لیکنې اوخپرونې کوي، دخلافت جریدې چې څه خپاره کړي زه د هغوی منندوی یم، خوله دی سره سره بیا هم حقیقت دادی چې زیاتره رپورتران چې شارټ هیند(خلاصه لیکنه) نه پیژني (اوله سي آی ډي پرته داردو په لنډ لیکنه پوهیږي څوک دي) دوی ټوله وینا په کټ مټ بڼې سره چاپوي، دپیل څه الفاظ اوجملې خویی سمې وي، له هغه وروسته ټول مطلب د بې غورۍ له امله ګډوډاوغلط وي اوټول عبارتونه یې له سره بې ارتباطه اوګډوډ وي. په دغه اړه سمه خبره داده چې یوماهرراپورترهرڅه په غورسره واوري اوپه دقت اوښې حافظی سره یې درک اوخلاصه یی په معنی لرونکې توګه په مناسبوالفاظوکې په لنډیزاوځانګړې هڅې اوپاملرنې سره را ونغاړي،اوپه پای کې یې باید په داسې توګه چې د لوستونکو پرزړه اودماغ باندې هم خپل اغیزولري خپورکړي.

د(خلافت) مدیرصاحب زما دکلکتې دخلافت کنفرانس د صدارتي خطبې دټکي په ټکي خپرولوهڅه کړې وه، پرځان یې فشاراچولی واوهرڅه یې په خورا زیاراو زغم سره په جلسه ګاه کې ټکي  په ټکي نشراوخپاره کړی ول، په خواشینۍ سره باید ووایم چې بیاهم په خپل کاراوهڅه کې بریالی شوی نه و، همداسې یې په بمبي کې دعامې غونډې وینا اودهغې رپوټ په بالمعنی ډول خپورکړی و، چې په رښتیا هم که دیوه اخبارمدیرپه دغه شان دیوه خبریال دنده ترسره کوي، او ورسره دمدیرکارهم کوي، نوپه دغودواړو کاروکې به تریوې کچې پورې نیمګړی اوناکام خامخا وي .

زه دبدرجلالي صاحب له حده زیات منندوی یم چې هغه زما دغه مضمون په خپله ایدتري وړتیا سره خپورکړ، دمدیراومسول له پاره دااړینه ده چې باید دوخت په پام کې نیولوسره هم خپله وړتیا اوهم دلیکوال هیله په پام کې ولري، داسې به ګرانه وي چې یومضمون باید په هراړخیزه توګه دهغه اویا زما په خوښه خپورشي. دهمدغوستونزولامل وچې د (همدرد) کتنپاوي هم د جامع جومات وینا په وړاندې له ستونزې سره مخامخ شواودهغې خپرول یې ودرول، په داسې حال کې چې هغوی لیدل چې یوشمیر اوسنیوجاسوسو خپرونکو زما وینا مسخ کړه اوزما پرخلاف یې خلکوته په بل ډول وښوده اوځآنته یې پیسې پروګټلې.

د افغانستان د هنګامې په اړه ما بالاخره پریکړه وکړه چې خپل نظریات د« همدرد» له لارې څرګندکړم اوپه جامع جومات کې به له لمانځه وروسته یوڅه په دغه اړه ووایم، لکه چې د فبروری په ۱۵ نیټه مې یوه لنډه وینا وکړه او هغه مې د «همدرد» له لارې د فبروري پر۱۸ نیټه خپره کړه، دهغې له خپریدو وروسته له حاضرینوڅخه یوشمیرځوانانو چې دهغوی معلومات هم د پیښوردخبرونواو آوازو اویاهم ځینواردو اخبارود خپرونوپربنسټ ول، زما وینا د هغوله پاره کافي شافي نه وه، ځکه خودهرسړي ته قناعت ور کول په خپل وارڅه آسانه خبره نه ده، خودغلطه اخیستنې ( غلط فهمی) لرې کولو پرلامل زما لږترلږه نیم ساعت نورهم ولګید چې دهغې له امله زما داسمبلې څو ملګري غونډې ته هم ډیرناوخته ورسیدل ، هوم م مبرصاحب اوڅونورو مقررینوهم ویناوې وانه اوریدې، البته تیره جمعه دفبروری په ۲۲ ما بیا په جامع جومات کې وینا وکړه خوبیا هم دهغوټولوغلطواخیستنوپرلرې کولوباندې بریالی نه شوم، ظاهرآ خوټولو ګډون وال ځانونه قانع ښودل اوزما له نظریاتوسره یې هم نظري ښوده، زما نظریی ستایه اوزه یی په خپل خلوص اومینې سره منندوی هم کړم، کاشکي چې په ټوله نړۍ کې مسلمانان دهندوستاني مسلمانانو په یوه ټولنه کې سره یوځای شوي وای، دهغوی په وړاندې مې هم خپل نظریات  ویلي اوله هغوی سره مې شریک کړي وای څودهغوی قناعت اوتسلی پرشوې وای،دهغوی اوخپلووطنوالوپه وړاندې مې دهغوی په خوښه اوډول هغه څه چې رښتیا ول لږترلږه تردوی پورې رسولي وای. خواوس زما وس یوازې اویوازې پردغه کچه دی چې خپل نظریات د(همدرد) له لارې خپاره اودوی ته وړاندې کړم، له خپلوټولو لوستونکوڅخه هیله من چې زما وینا وې ولولي اوهم مې له وروڼواخبارلیکونکوڅخه هیله ده چې زما خبرې او لیکنې غلطې تعبیراوتفسیرنه کړي، اونه زما په وړاندې ذهني ناوړتیا اوشک رامنځ ته کړي، ځکه حقیقت خودادی چې د یو شمیر نظریاتو څرګندول هم په اوس وخت کې دمصلحت خلاف کاردی، زموږاخباري ورورولۍ ته کیدای شی تراوسه هم دغه مصلحت ددرک وړنه وي، اویاداچې کیدای شی زر او زور یې په مخ کې وسیله شوي وي، ځکه نوهغوی چې څه غواړي اویایې خوښه اودنده وي هغه لیکي، اوکه پرهغوهم شکرګذارنه شي نولږترلږه صابرخوباید پرې وي، سمه ده چې دخدای مخلوق زما په اړوند له بدظنی څخه کاراخیستلای شي خونه له بد وینې اووران وینې څخه، زما په اړه د بدظنۍ دغه چلند لومړنی چلن نه دی، بلکه څوڅوځلې هغوی په خپل وارخپلودغوتهمت تراشیو ته زما په اړه ددغې شریفې آیې یادونه کړې چې :« لولا اذا سمعتمودظن المومنون المومنت با نفسهم خیرا وقالوهذا افک مبین»

په هرډول زه نن له یوڅه زیاتوڅرګندونوسره دا په ډاګه کوم چې ما په دغه ترڅ کې څه کړي اویا څه کوم، اویادهغه چاپه باره کې چې نن سبادټولې نړۍ سترګې هغه ته وراوړي، زما نظراوتګلاره له څه دول ستاینې سره مخامخ کیږي، په دغه اړه زما څرګندونه داده چې که په دغه اړه له ماسره دپنجاب داخباري ورورولي توپیراواختلاف هم وي زه ناچاریم چې باید پیښې په خپله دهمدغوقیاسونود پریکړو پربنسټ ووایم. کله چې زه په کلکتې کې وم، نوبیا د صوبه سرحد مخالفوچارواکوهلته د خلافت د پلاوي د استولوپرخبره باندې ټینګارکاوه،ځکه چې زه هم له هغوی سره یوه خوله وم، ماهم د خلافت دپلاوي پراستولوباندې ټینګارکاوه ځکه خوداپریکړه اونظرومنل شو، البته زه خپله له یوې مودې وروسته بیرته وطن ته راستون شوم، زه خپله ناروغ وم  اوزما لوربیګم ماجدعلي ترما زیاته ناروغه وه، ما خپل نوم دهغه پلاوی له لیست څخه ویوست، اوس دهغه پلاوي په اړه افغان جنرال قنصل هم داخبره وکړه چې اعلیحضرت شاه امان الله له تاج اوتخت څخه د لاس پرسرکیدواعلان کړی دی، خپل ورورعنایت الله خان یې ځپل ځای ناستی ټاکلی اوخپله کندهارته تللی دی، د صوبه سرحد له پلاوي څخه غوښتنه وشوه ماهم شوکت صاحب ته تلیفون وکړچې د پاسپورت شونتیا څه ډول ده، هغه په ځواب کې را ته وویل چې په داسې حالت کې څنګه کولای شوکندهارته لاړشو، په رښتیاهم په داسې حالت کې دخلافت دپلاوي له پاره هم کاروایی ګرانه وه، خوکله چې اعلیحضرت شاه امان الله خان له کندهاره بیرته اعلان وکړچې د واکمنۍ ترلاسه کولوله پاره بیرته لاس په کارکیږي، زه ولاړم چې له افغانی قنصل جنرال څخه خبره معلومه کړم،څرګنده شوه چې هغه هم یواستازی د حالاتو د معلومولو په خاطر کندهار ته استوي، او کندهار ته تګ زموږ له پاره هم شونی و، ما سره له دې چې لورمې له سختې ناروغۍ سره مخ وه خپل نوم په دغه پلاوي کې ونیواود هندله حکومت څخه موپه لیکني ډول غوښتنه وکړه، ما په دغه اړه دتیلفون له لارې دخارجه چارو له مسوول سرډینس بری صاحب څخه دمرستې هیله وکړه، په هم هغه شپه مفتي کفایت الله خان صاحب ته هم خبرورکړشو، هغه لومړی کندهاراوبیا د کابل تګ ته تیارکړ شو، دویمه ورځ مې له سرډینس بری سره دکتنې غوښتنه وکړه خوهغه دکتنې پرځای لیکنې ته ترجیح ورکړه، هغه ته مو یو اوږد معلوماتي لیک ورولیږه، زه هم بمبي ته ولاړم، اوهلته مې له شوکت صاحب سره ټولې خبرې اومعلومات شریک کړل، له بمبي څخه مې د پرله پسې لیکونواوتماسونوله لارې دهندله حکومت څخه د پاسپورت غوښتې لړۍ ته دوام ورکړ،د مسلمانانود یوې پراخې عامې غونډې ترسره کیدو سره سره د سرډینس بری له خوا د انکار تلیفون راغی، خو زموږدویم تلیفونی تماس له هغه سره  داو او ورته موولیکل چې ستاسې دغه ځواب معقول ځواب نه دی.

په رښتیا هم چې افغانان په خپلوکې سره جنګیږي، که هغوی له جګړې څخه لاس نه اخلي، نودمصلحت له مخې هم دخلافت د پلاوي تګ هلته اړین اومهم دی، لاره په رښتیاهم ورانه ده، ویزه هم ضروري ده ، خودهنددحکومت لاره اوتګلاره نه صافوي، کله چې لارصافه شوه بیابه موږهم روان شو، داجازې ورکولوپه دغه ترڅ کې کوم غدردی ؟ دمال اوځان له خطره دبچ کولوپه اړه موږ ډیرې هڅې کړې دي :

دشمن اګر قویست نګهبان قوی تراست

په هرحال ،زموږ پردغه ټکي باوردی چې که موږ وهم مرو، موږ به بیاهم له یوه غیراسلامی ملک (هند) څخه نه دقصاص غوښتنه وکړو اونه هم دکوم تاوان، څوڅوځلې موږ ته د دښمنانوله خوا ستونزې اوخطرونه رامخته شوي دي، پریږدئ یوځل د خپلوهم مذهبووروڼوپه خاطرهم ځانونه دخطرمنګولوته واچاوو، په دې کې د دریغ له پاره ځای نشته، دهندحکومت په دغه برخه کې دبې طرفۍ اوناپلوي خبره رامنځ ته کړې ده خواوس ددغې بې طرفۍ له پاره څه ثبوت شته چې زموږغوندې خلک چې داستعمارڅرګند دښمنان یو، یواسلامي هیواد ولې دمصلحت اونا پلویتوب په نامه دخطرپه خوله کې پریږدو. خوپه دغه اړه دحکومت له خوا څرګند انکاروشو، زه له بمبي څخه بیرته راغلم اویوځل بیا مې دسرډینس بری دپوهولوهڅه وکړه، اوهغه مې په (همدرد) کې خپره هم کړه چې زه تراوسه هم په دغه برخه ګردسره خواشینی نه یم، زه نورهم هڅه کوم اودا په ډاګه وایم چې د استعمار د ګټوله پلوه هم دافغانستان اوسنی ستونزه ګټوره نه ده، هلته دیوه باثباته اوپیاوړي اسلامي حکومت شته والی که څه هم داستعمارله پاره به ګټورثابت نه شي خوزموږد ملک اودولت له پاره د افغانستان اوسني بې ثباتي اوهنګامه له شکه پرته ډیرمضره اوخطرناکه کیدای شي، سره له دې چې اوس موږدواړه له یوه بل سره دوستان نه یوخوبیاموګټې سره ګډې دي.

اوس دا خبره پریږدئ دابله کیسه واورئ،  له سردینس بری سره مې داسامبلې له کتنې وروسته ما ته یوې معتبرې سرچینې په ډاګه کړه چې جنرال نادرخان صاحب له فرانسې راوتلی اوهندوستان ته را روان دی، په دغه وخت کې اخبارونو د راجه مهندراپرتاپ اوهمایون صاحب نومونه اخیستل چې هغوی دده د بلنې په خاطرهلته تللي، خوداچې جنرال صاحب به له مسکوڅخه الوتنه کوي اوکندهارته به رسیږي، خوما تردې دمخه له فرانس څخه دنوموړي جنرال صاحب د روانیدوخبره تصدیق کړې وه، اوزه پردې پوهیدم چې له دغې شیبې وروسته هم دلته اوهلته خبرونو دچستان اومعما بڼه درلوده اود راتګ خبره هم لکه ترمځکه لاندې خزانه غوندې په اخبارواوخپرونوکې دآوازې او افوا په توګه بې سراوپایه خپریده، چې ګواګي هغه د اینډاوکمپنۍ په بیړۍ (قیصرهند) کې دفبروري په ۹ نیټه له فرانس څخه حرکت راکوي چې انشاالله د فبروری په ۲۲ به هغه بمبي ته را رسیږي چې لیدوته به یې یوشمیرافغان دوستان مخکې له مخکې هلته ځان رسوي.

ماته په دغه برخه کې دا معلومات ول چې هغه اودهغه کوچني ورورسرداراعلی شاه ولی خان صاحب چې ما له نوموړي جنرال صاحب سره د ناروغۍ پرمهال سویزرلنډ ته دتګ پرمهال دډیلي پرتم ځای لیدلي ول، اوماته یې یوعکس اویوقلم هم را ډالۍ کړي ول، له عدن څخه دیوه سمندری مسیج په ترڅ کې ما ته یومضمون را استولی وچې دهغه له امله زه ډیرخوشاله شوم چې په هغه کې یې دخپلې مهربانۍ له مخې یې ماته دا لیکلي وو چې کله ډیلی ته را رسیږي اودڅومره وخت له پاره به دلته پاتې کیږي، ماته په دویمه ورځ یوبل پیغام چې په خپل لاس یې لیکلی و چې کله بمبي ته را رسیږي دوی به ماته خبر راکوي. ما ددغه بحری پیغام د راتلوخبره له شوکت صاحب سره هم د تلیفون له لارې شریکه کړه، چې ماته  دجنرال صاحب اودهغه دورور سرداراعلی شاه ولي خان ځواب راغلی دی، ما شوکت صاحب ته داخبره هم وکړه چې د دریوواړو وروڼوپه خپل لاس لیکلی پیغام راغلی چې بایدپه ډیلی کې د خلافت دجمعت له خوا  بلنه ورکړه شي لکه چې همداسې وهم شول، دجمعې په شپه د سحري پرمهال ماته دشوکت صاحب تلیفون راغی اوویې ویل چې درنومیلمنو دخلافت دجمعت بلنه منلې چې په دارالخلافت کې به د خلافت په ماڼې کې چې یوه تاریخي ماڼۍ ده هلته به ددوی استوګنې په خاطرټول تیاري ترسره کیږي.

ما د وخت له غوښتنې سره سم دخپلودرنومیلمنوله پاره چې خدای مه کړه د کوم هجوم له امله چې دوی ونه ډارشی اویا کومه اندیښنه ورته پیدانه شي،دخلافت دماڼۍ پرځای په میدنس هوټل یوسوت اوڅود خوب کوټې ونیولې، د سحري پروخت ما شوکت صاحب ته تلیفون وکړاومې پوښته چې هغه په ډیلی کې ددوی د استوګنې په اړه څه پیغام ترلاسه کړی، خوهغه په دغه اړه په خپل ځواب کې وویل چې دی له ۷ بجو وروسته ګودی ته ورځي او درنومیلمنوته به هلته هرکلی ووایي بیا به خبرراکوي ، په سبا بیا زه له سحري وروسته دشوکت صاحب داطلاع اوتلیفون په انتظارکیناستم، کله چې دجمعې دلمانځه وخت را ورسید، زه اومولانا مفتی کفایت الله صاحب هلته روان وو ځکه خونا چارموبمبي ته زنګ وواهه، څرګنده شوه چې د سهارله اوووبجو را په دیخوا دتلیفون لین خراب دی:

جس مین نامه بندهاها دلبرکا

وهي پرګر پړا کبوتر کا

        له هغه وروسته ما تلیفون والاووته ووې چې که له بمبي څخه تلیفون راځي بند یې کړئ، کله چې زه له لمانځه او تقریرڅخه وروسته راځم ما له بمبي سره وصل کړئ، کله چې له لمانځه څخه کورته راغلم، له پوښتنې وروسته را معلومه شوه چې دتیلفون لین تراوسه هم جوړنه دی، ترماښامه پورې مې انتظاروکړ،له هغه وروسته د روژه ماتي په خاطریوه ځای ته ولاړم،هلته دیوه مقامی اخباردخاوند اومدیرڅخه معلومه شوه چې فري پریس د جنرال صاحب د راتګ خبررااستولی اودبمبي حکومت یواستازی دهغه دهرکلي په خاطربیړۍ ته ورغلی اوله افغان قنصل سره یوځای دتاج دهوټل پرلور تللي دي.

 دا چې د شوکت صاحب او نورو خلافت والا کومه یادونه نه وه شوې،یادغه نوی رپوټ چې دوی باید په تاج محل هوټل کې ځای اوځای شي زما له پاره دحیرانتیا وړشو،خوچې خبرشوم چې هغه (سپه سالارغازي)  دځان اویا هم د خپلې کورنۍ له پاره دتاج اوتخت ترلاسه کولوڅخه ګردسره انکارکړی دغې خبرې یې زه ډیرخوشاله کړم. همداوه چې ما په جومات کې دجنرال صاحب په اړه خبرې وکړې، چې هلته یوه صاحب داخبره هم وکړه چې هغه ولی د افغانستان پاچانه کیږي، مایې په ځواب کې وویل چې زه یوازې له خدایه پرته دبل چا پرپاچاهیت باندې قائل نه یم ، ما په دغه اړه ولی ګنکاروئ، دهغه له پاره، د مسلمانانوله پاره اودافغانستان له پاره داترټولوښه خبره اواړتیا ده چې د بیلابیلو فرقو په منځ کې ددریم ګړي یا ثالث بالخیرپه توګه پاتې شي اویوپیاوړی اسلامي حکومت هلته رامنځ ته کړي، که دی هلته ددغه کارپرځای ځان پاچا وبولي او دتاج وتخت دعوه وکړي، هلته خبره نوره هم سره خرابیږي او هنګامه نوره هم پراخیږي.

 زه کورته راغلم اویوبیړنی پیغام مې شوکت صاحب ته ورولیږه اوله هغه مې ډیلي ته دمیلمنود راتګ اودلته داستوګنې په باره کې معلومات وغوښتل، داچې په فري پریس کې لیکل شوي ول چې هغه به د فرنټیرمیل په واسطه د جمعې په ورځ سیده پیښورته ځي، ځکه خوما په خپل پیغام کې داهم ولیکل چې داخبره خود وعدې خلاف شوه، کیدای شي په لاره کې له هغه سره وګورو، دمولانا کفایت الله صاحب اوزما دواړوپه نظراواراده دامناسبه وبلل شوه چې موږاودخلافت پلاوی باید له هغه سره دلارې په اوږدوکې وګورو.

د سحري پرمهال ما ته دشوکت صاحب مفصل پیغام را ورسید هغه لیکلي ول چې دری واړه محترم وروڼه جنرال نادرخان صاحب، سردارمحمدهاشم خان صاحب اوسردارشاه ولی خان صاحب د (قیصرهند) بیړۍ په واسطه د جمعې په سهاررا ورسیدل، دخلافت اړوندان یې دهرکلي له پاره ګودي ته ورغلي ول، په بیړۍ کې هم دخلافت کارکنانو له هغوی سره کتنې اوښې دمزې خبرې کړې وې. دجنرال صاحب روغتیا یی حالت ښه نه و، دخپل پلار او نیکه دهیواد روانوحالاتوسخت دردولی و، هغه په ډیلې  کې له ما اونورولیوالواحبابوسره دکتنې لیوال وخوداچې هغوی په ډیلی کې نه پاتې کیږي اونیغ پیښورته ځي .

هغه دخلافت والودکوربه توب هرکلی وکړاوهیله یې کړې وه چې یوڅه آرامۍ ته زیات اړتیا لري ځکه یې یوه ورځ په تاج محل هوټل کې داستوګنې اوآرام له پاره وغوښته،هغه به مطبوعاتوته هم وینا وکړي څودا ټولودوستانوته په ډآګه کړي چې دی افغانستان ته یوازې داسلام اوخپل پلرني هیواد ته دخدمت په موخه بیرته روان دی، اوله ټولودوستانوڅخه د دومره باورهیله من دی چې هغه ته په خپلې طریقې سره داوسني فتنې دپای ته رسولووخت ورکړي، له دغې مهمې فقرې وروسته شوکت صاحب لیکي چې زه باورلرم چې دا (نادرخان) هغه څوک دی چې دی به وکولای شي چې امن امان په افغانستان کې ټینګ رامنځ ته کړي. ځکه چې له هغه سره دوطن له مینې داسلام مینه او درناوی هم په پام کې دی، هغه د خلافت له کارکونکو سره په خورا درناوي اومینې سره چلند وکړ، د خلافت والو او د هند د ټولو مسلمانانو د همدغې میلمه پالنې اوله هغه سره دیوځآی کیدواوهرکلي له امله مننې څرګندې کړې، هغه به سبا یا بل سبا له بمبي څخه روانیږي او په مناسب وخت کې به خبرراکړشي، ( اوس دشوکت بل پیغام راغی چې محترم اودرانه وروڼه نن د شنبي په ورځ د فرنټیرمیل په واسطه روانیږي، دهغه هیله ده چې زه باید له هغه سره څو سټیشنونه یو ځای سفروکړم، لکه څنګه چې ما اوغالبآ مولانا کفایت الله صاحب اومولانا شفیع الله داوودی صاحب اوسیدمرتضی صاحب به دهغه له ارشاد اوغوښتنې سره سم سفروکړو.) شوکت صاحب داهم لیکلي ول چې هغه (جنرال نادرخان)  له ناسازۍ سره سره دجمعې لمونځ په جامع جومات کې وکړاوهلته یې دبمبي دمسلمانانوله خوا دروند هرکلی وشو، په پای کې یې داهم لیکلي چې نادرخان داسلام اووطن دخدمت په لاره کې یوه داسې هستي ده چې لیدنه یې په درناوي برسیره دخلکودسترې خوشالۍ وړشو.

تردې هم زیاتې څرګندونې اوتفصیل له بمبي څخه دیوه مقامې اخبارله لارې نن سبا خپورشو،

د ایم.آر نادرپه نامه یې له مارسیلزڅخه سفررا پیل کړاوله خپلودوو وروڼوهاشم خان اوولي خان په نومونوسره هم سفردی، جنرال نادرخان دافغانستان په اوسنۍ شیبه کې ترټولوموزون اووړسړی نن سحربمبي ته د (قیصرهند) په نامه جهازکې را ورسید، دایوڅرګند اوعیان راز وچې افغان جنرال دافغانستان دخلکوپه بلنه له خپلودوو وروڼوسره چې یومهال یې په خپل هیواد کې پرلوړو مقاموکارکړی وتشریف راوړ، په تیرو دوو ورځو کې دټولواوله هرې له خوا لاسلیک شوې مبارکۍ اوهرکلي را روان دي اودهغومنندوی ځوابونه ورکول کیږي، دخلافت دمرکزی کمیټې له خوامولا شوکت علي صاحب د زړه له کومي ښه راغلاست اود هرکلي پیغام وراستولی اوپه بمبي کې یې دهغو درنو کوربه توب هیله کړې ده، د جهازله راتګه ډیرپخوا افغان قنصل اودهغه اړوندان اودمولانا شوکت علی په مشرۍ دخلافت والوپلاوی، اخباروالا اوخبریالان اویوزیات شمیرنورپه ګودي کې ورته انتظارول،پردوی برسیره د افغانستان یوشمیراوسیدونکي هم له شاوخواڅخه دلته رارسیدلي ول، دبمبي دحکومت په استازیتوب مستر سي.ایف. کریک په  ائی سی ایس جهازکې دنادرخان کمرې ته ورغئ اوله هغه سره ترډیروپورې خبرې اترې درلودې، په دغه حال کې دهغه دواړو وروڼوهاشم خان اوشاه ولي خان هم دخلافت له پلاوي سره  دجهازپه تم ځای کې په خورا لیوالتیا اوګرم جوشۍ سره کتنې وکړې اوپه روانه اردو کې یې وویل چې دوی دهندوستان اود هندوستان له مسلمانانوسره دزړه له کومي مینه لري، ځکه چې د دوی روزنه هم په دیره دون کې شوې ده، دوی دخپل وطن اواسلام خادمان دي، هغوی به خپل خدمت اوهڅې دخپلوخلکوپه وړاندې ترسره کړي. لږ وروسته جنرال نادرخان هم هغې ناسته ته را ننووت، اوږد قدی جګ نرې څوک دی چې عمریې د ۵۵کالودی، تور رنګي کالي لنډه کورتۍ والا درشي یي په ځان کې وه، دخپلووروڼوپه شان ده هم افغاني خولۍ پرسرکړې وه، په خورا مینې سره یې د خلافت له وفد سره روغبړوکړاومولانا شوکت علي صاحب یې په غیږکې ونیو،دهغه مخ یې په اسلامي طریقې سره ښکل کړ، له هغه وروسته له مولانا شوکت علي سره کیناست اودجمعت خلافت له دغې میلمه پالنې یې د زړه  له کومي هرکلي وکړ، خود آرام په خاطریې له هغوڅخه دهوټل اجازه واخیسته، داچې هغه له ذات الجنب ناروغۍ څخه ځوریږي ځکه یې د پیښورترتګ دمخه دیوڅه آرام اوسکون هیله وکړه. حاضرینوته یې د وینا په ترڅ کې غوښتل ووایي چې هغه پلرني هیواد ته پربلنې برسیره یوازې د یوه سوله ییز مصالحت الخیرپر نیت راغی اودهغه هیله ده چې دپاک الله په مرسته ددغه اورچې په افغانستان کې لګیدلی دی پروژلوباندې بریالی شي.

هغه حاضرینوته ډاډ ورکړچې دده په دغه سفرکې کوم ذاتي غرض اوکوم پټ پلان نشته، هغه داسلام اوخپل ملک دخدمت په خاطر هلته روان دی، مولانا شوکت علي صاحب له هغه څخه هیله وکړه چې، نن د جمعې په لمانځه کې ګډون وکړي ځکه چې په زرګونومسلمانان دده لیدنې ته منتظیردي،جنرل صاحب مولانا الوالمعارف محمد عرفان صاحب ته مخ ور واړاوه چې په دغه باره کې داسلامي شریعت څه حکم دی، مولانا عرفان صاحب په ځواب کې ورته وویل چې پرمساپراوناروغ باندې دجمعې لمونځ فرض نه دی، خوکه ستونزه نه وي نوچې زرګونه مسلمانان انتظاردي، دهغوی خاطراوهیله باید پوره کړه شي. له دغې خبرې سره سم دجنرال ورورهاشم خان وویل چې هو، دجمعې په لمانځه کې به خامخا برخه واخلو، جنرال صاحب وفد ته وویل چې دوی به په ډیلي کې دمحمدعلی بلنه چې هلته باید یوڅه تم شي، رد کړه، هغه افسوس وکړچې موږ ته په دغه وخت کې دهغه دغه بلنه سره کول شوني نه دي.

پردې برسیره یوپیغام  ایسوشی ټیډ پریس هم را لیږلی دی چې په هغه کې هم دغه لاندې کرښې دیادونې وړدي :

« کوم اورچې زما په وطن کې نن لګیدلی دی، پرهغه اوبه اچول زما موخه اومقصد دی، زه اسلام او وطن ته له مخلصانه ارادې او خدمته پرته بل څه نه یم راوستی، دځان اویا خاندان په اړه ډیرکوچنی خیال اوفکرهم په اوسني نازک وخت کې ناپایه خود غرضي ده، ما په هراړخیزډول دیوې صلح الخیرد بلنې پربنسټ دسفراحرام تړلی چې په هغه کې دهیڅ ډول ذاتي غرض اونیت ځای نشته، زه په تکرارسره عرض کول غواړم چې زما موخه اومطلب خپل ملک اومذهب ته خدمت کول دي، زه د دغې اوروژنې په خاطردمهربانه خدای دمرستې غوښتونکی یم، ما ته خورا زیات پیغامونه اوتشویقونه راغلي (هغه له لاهوره یوپیغام راوښود) چې زه باید کندهارته ولاړشم، زما خیال دی چې زما دوست به پرما باندې باوروکړي چې زه خپل وطن ډیرښه پیژنم، زه ددې وړیم چې پرماباندې باوروشي، چې زه به داسې یوه لاردځان له پاره غوره کړم چې هغه به ترټولوښه اوغوره وي، خوڅه چې اوس زموږله پاره ترهرڅه دمخه مهم دي هغه داوروژل دي چې په افغانستان کې دم ګړۍ لمبې کوي.»

کوم بل بیان چې نوموړي جنرال صاحب پریس یا مطبوعاتو ته ورکړی هغه دالاندې دی :

« په افغانستان کې کومې غلط فهمۍ چې اوسنی کورنی نفاق اوفساد رامنځ کړی دی، هغه خورا افسوسناکې دي، که چیرې دغه حالات ترزیاتې مودې پورې دوام وکړي، نه یوازې به د افغانستان آزادي اواستقلال خاورې شي بلکه په باندنۍ کچه به هم امن اوامان اودیوشمیرقومونولومړنی موخې اوهیلې هغوی که دجمعتونوغړي هم وي له خطرسره مخامخ شي. زه له دغه ناروغه بدن سره دملک دیوه وفاشعارافغان په توګه هلته ځم اوزما دواړه وروڼه هم خپل فرض بولي چې په دغه نازک وخت کې چې څه خدمت کولای شي باید هغه ونه سپموي، دا زما په خورا عاجزۍ سره له لوی خدای څخه هیله ده چې هغه افغانستان وژغوري اودتل له پاره یې دیوه داسې خپلواک ملک دحیثیت لرونکی په توګه وساتي چې خپل اړیکی له ټولوهیوادوسره په ښه توګه وساتلی شي، اوموږته داتوفیق را په برخه کړي چې  خپل هیوادته هغه په زړه پورې خدمت وکړوکوم چې دهغه له پاره اړتیا لري. زما اړوندان اوخپلوان پرافغانستان باندې دحکومت کولویوه ذره هیله نه لري اونه هم دهغه هیواد دتاج اوتخت دعوه وړاندې کوو، زموږ یوازنۍ هیله داده چې هلته زرترزره سوله رامنځ ته شي اوجګړه پای ته ورسیږي، موږ افغانستان ته یوازې دخدمت اومشورې نیت په پام کې لرو،ترڅودخلکوپه منځ کې ذاتي اختلافات اوتوپیرونه له منځه لاړشي اوموږټول په یوالی اوپیوستون سره خپل هیواد ته عزت، ترقي اودرناوی ورپه برخه کړو،له داخلی دښمنۍ اوعنادونویې وژغورواوهلته دیوه بابرکته اسلامي حکومت بنسټ کیږدو چې دافغانستان دامن اوامان اوآزادۍ ضامن واوسي.»

ما دهغوی پیغامونه په ننیوخبرونوکې نه دي نشرکړي بلکې هغه مې دهغوخپل نظریات بللی اوپه خپله دغه پیلنۍ مقاله کې مې خوندي کړي دي، چې دتیلفون له لارې هم داټول تصدیق شوي، داسې چې په دغه نازکه شیبه کې د لوی خدای دغه لوی اتل ته په خپل وطن کې داتوفیق ورپه برخه کړي، چې دافغانستان د هنګامې په اړه ټکی په ټکی کرښه په کرښه هغه نظریات اوخیالات چې موږ یې دزړه له کومی وایواوڅرګندوو، ولیکو.

زما رایه هم ددغه لوی اتل په اړه  داده چې ده په رښتیا هم دآزادۍ دجګړې پرمهال دملک یوه برخه  هغه وخت له پردیوڅخه ونیوله چې هغوی پرډکه باندې خپل برلاس ټینګ کړ،پرهغه مهال چې په کابل کې خلکود پردیودالوتکو له ډاره (ګم شو، ګم شو) چغې وهلې اوهرې خواته حیران اوپریشان په منډو وو، اوپرهغه ټل یې خپل واک ولګاوه هغه چې په افغانستان کې یې د اعلیحضرت  شاه امان الله خان دوره پیل اوافغانستان یې د آزادۍ اوخپلواکۍ په ویاړسره سرلوړی کړ، زما همدغه هیله ده چې دهندوستان پرکوم تاراوپیغام باندې پاملرنه ونه شي، هغه که د ډیلي وي ، یا لاهوراویاهم پیښور، زموږیوازنۍ دعا همداده چې هغه (نادرخان) دخپل ملت اوخپل مذهب له پاره په زړه پورې خدمتونه ترسره او د ښو کړو او بریو جوګه او د پاک الله په مرسته وکولای شي چې دخپلوتجربوپه رڼا کې دپرمختګ اوترقۍ پرلورګامونه پورته کړي اوپه عین حال کې دهغواخبارلیکونکوله شره هم بې غمه شي چې د ۲۲ کروړو هندوستانیانو له ډلې څخه دي اونه شي کولای خپل ملک ته آزادي ورپه برخه کړي، په داسې حال کې چې دلوی الله په مرسته یونیم کروړافغان ولس وکولای شول چې خپل وطن آزاد کړي، وګورئ اوس هم له سختوستونزو او مهاجرتو وروسته هم دوی دخپل وطن په فکرکې دي، داغیارو له اجازت سره سم ترموږ پورې را ورسیدل اوپرهغومتضادو آوازوباندې بند نه شول هغه چې د پنجاب اخبارو ډنډوره کړي وې، اوله دغې آیت شریف سره سم چې: ( فاصلحوبین اخویکم ) دعملی کیدوپه خاطریې د (بچه سقه)  دبې دینۍ دایسته غورځولوپه موخه یې دغې آیې ته ورمخه کړې چې:«  يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنْ جَاءَكُمْ فَاسِقٌ بِنَبَإٍ فَتَبَيَّنُوا أَنْ تُصِيبُوا قَوْمًا بِجَهَالَةٍ فَتُصْبِحُوا عَلَى مَا فَعَلْتُمْ نَادِمِينَ

نه شاه امان الله خان کافرو، نه دسقاو زوی ، دواړه مسلمان اوله یوه بل سره وروڼه، داکه یومهال دسقاو زوی دشاه امان الله په وړاندې نا جایزاوناروا و، نن سبا شاه امان الله دهغه په وړاندې جایزکه نا جایز دی خوزموږله پاره په دغه اړه یوازې یوحکم دی اوهغه دادی چې : « وَإِنْ طَائِفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ اقْتَتَلُوا فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا فَإِنْ بَغَتْ إِحْدَاهُمَا عَلَى الْأُخْرَى فَقَاتِلُوا الَّتِي تَبْغِي حَتَّى تَفِيءَ إِلَى أَمْرِ اللَّهِ فَإِنْ فَاءَتْ فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا بِالْعَدْلِ وَأَقْسِطُوا إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ * إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ

په رښتیاهم په افغانستان کې دوې ډلې په خپلوکې سره په جنګ دي، لیکن په هغوکې څوک ځان ثالث بالخیربولی اودهغودواړو ډلو ترمنځ دسولې بلنه ورکړې ده،اوس باید دا په نښه کړي چې له حق څخه کوم یوه غاړه غړولې ده، اوکومه ډله (یاغي فتنه) ده ، تراوسه خو هندوستان والو دفاسق ټول دارمدار پرنیک پیغمبرباندې اچاوه چې باید سزا ورکړه شي، اوس همداسې یووخت راغلی چې دمصلحت یوپلاوی  باید د رښتیا په باره کې څیړنه وکړي،څرګنده ده چې داکارباید جنرال نادرخان چې ثالث بالخیر دی ترسره کړي،په رښتیاهم چې جنرال نادرخان ترلاهوروالاوو دافغانستان لاره ښه پيژني، اوزموږ پردې باوردی چې هغه به له دغه اعلان څخه وروسته هغه لاره غوره کوي، چې هغه به دسولې اوامن لاره وي، اوپه افغانستان کې به یوپیاوړی حکومت اوآزادي رامنځ ته کړي،هغه دالله نوم اخلي اوپرهغه لاره به پرمخ ګام پورته کړي لکه چې شاعروایي :

عظمت بڑے بڑےہیں مزے راہ عشق میں

چل تو سہیءبڑھاتوقدمءدیکھ تو سہی

پاتې لري

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.