دولتي شرکتونه څرنګه راپورته او مدیریت کړو؟

لیکنه : استاد عبدالجبار وحدت

367

دولتي شرکتونه د هېوادونو په اقتصادي وده، په ځانګړي ډول د افغانستان په اقتصادي وده ، بشپړ استخدام ، خدماتو وړاندې کولو او د   ملي بودجې په تمویل کې رغنده رول لري، له نن څخه څو لسیزې وړاندې دولتي شرکتونو زموږ د  ملي بودجې لویه برخه تمویلوله ، مګر له بده مرغه چې دا سلنه په دا وروستیو کلنو کې د نه پاملرنې له امله خورا کمه او را ټیټه سوله، له ښه مرغه چې د افغانستان اسلامي امارت له حاکمیت سره سم د اقتصادي مجلسونو محوري موضوع دولتي شرکتونه شول، دولتي شرکتونو ته توجه تر بل هر وخته زیاته شوې ده،نهایت هڅه دا ده چې دولت باید نه یوازې انتظامي بلکې د دولتي شرکتونو پر مټ په تشبثاتي فعالیتونو کې ونډه واخلي او  له دې لارې د ولس د هوساینې، اقتصادي پرمختیا،اقتصادي ټیکاو، قېمتونو د کنټرول،  عوضي تولیدات او د داخلي تولیداتو د ملاتړ په موخه حمایوي سیاست وکاروي او د یادو چارو لپاره دولتي شرکتونو تر ټولو ښه بدیل کېدلی شي، د دې په پار چې پورته یادې شوې موخې مو په موثره او مثمره توګه لاسته راوړي وي، اړتیا ده چې دولتي شرکتونه په درست شکل مدیریت شي، د دولتي شرکتونو د وضعیت د ښه والې لپاره اړینه ده چې لاندې اړین او لومړي ګامونه واخیستل شي:

  • دولتي شرکتونه باید له سره پنځه کلن جامع ستراتیژیک پلانونه تدوین او ترتیب کړي: د ستراتیژیکو اهدافو ټاکلو، د هغوی تعقیب او لاسته راوړلو لپاره جدي اړتیا ده چې پنځه کلن ستراتیژیک پلانونه زر تر زره ورته جوړ شي، ستراتیژیک وضعیت تحلیل شي،پیاوړي او کمزوري، تهدیدات او راتلونکې فرصتونه یې تحلیل شي، وضعیت ته په کتو لازمي او منظمي ستراتیژۍ جوړې شي.
  • منظمې پالیسۍ جوړې کړي : د دې لپاره چې سمدستې یا په لنډ مهال کې د دولتي شرکتونو وضعیت مثبت لورې ته سوق شي، اړینه ده چې لنډ مهالې پالیسۍ ترتیب او تدوین شي.
  • داخلي ظرفیت لوړونه: دولتي شرکتونو کې څو لسېزې مخکې او نن هم جدي اړتیا ده چې د کارکوونکو ظرفیت یې لوړ شي ، په لوړو مدیریتي ، رهبري او تخنیکي مهارتونو یې باید کارکوونکي سمبال شي.
  • د برېښنا ټولې اسانتیاوې باید ورته برابرې سي: دولتي شرکتونه او ټولې تولیدي خونې بریښنا ته جدي اړ دي ، برېښنا د چارو د ترسراوي لپاره اړینه ده ، دا بیا امکاناتو ته په کتو که لمریزه وي او یا وارداتي وي ، خو باید د برېښنا اسانتیا ورته برابره شي.
  • په جامع او لویو طرحو باندې باید کار ورته وشي: په سوداګریزه ، عمراني ، مالي او نورو اړینو برخو کې اړتیا لیدل کېږي چې متخصص طراحان جامع او امکاناتو ته په کتو طرحې ترتیب کړي.
  • سیسټم جوړونه:زموږ د ډېرو دولتي شرکتونو سیستم اوس هم عنعنوي او پخوانی دی ، اړتیا ده چې نوي برېښنایي سیسټمونه پکې پلی شي، په ټوله کې یې د سیسټم جوړونې برخه ډېره مهمه ده ، یاده برخه جدي او څو چنده تېز کار غواړي.
  • د مثبتې سیالۍ فکر او انګېزه باید په کې راژوندۍ شي: د دې لپاره چې دولتي شرکتونه له فعلي رکودي حالت څخه راووځي، اړتیا لیدل کېږي چې سیالیزې ستراتیژۍ وکاروي او د نورو خصوصي شرکتونو په نسبت څو چنده چټک مزل وکړي.
  • نظام یې باید  له چارو اړین کنټرول تر سره کړي : د دولتي شرکتونو د چارو د منظم کنټرول په پار اړتیا ده چې دری ډوله ( لومړنی، منځنی ا و وروستی) کنټرول تر سره شي.
  • منظم سوداګریز پلانونه باید ورته جوړ شي: د سوداګریزو پلانونو شتون د شرکتونو د اوږدمهاله ژوند ، اهدافو د تحقق او لازمو انتفاعي اهدافو لپاره مبرمه اړتیا ده .
  • مارکیټینګ برخې ته یې باید کار وسي: زموږ د ډېری دولتي شرکتونو له خدماتو څخه یوازې کارکوونکي او نږدې اوسېدونکي مالومات لري، د دې لپاره چې خدماتو پوښښ یې زیات شي ، د بازار موندني جدي اړتیا محسوسېږي .
  • مالي راپورونه یې باید دقیق ترتیب شي:  ممکن اوس مهال ځينې شرکتونه دقیق مالي راپورونه ولري، خو د دې لپاره چې په بازار کې یې اوږدمهاله ژوند تضمین شي نو (Financial statements)یې باید دقیق او واقع بینانه  ترتیب شي، مالي نسبتونه یې باید دقیق وارزول شي ، تر څو یې په اړه تصمیم نیونه اسانه او بقاء یې تضمین شي.
  • په ځینو برخو کې باید بالاعوضه مرستې ورسره وشي: اړتیا لیدل کېږي چې اقتصادي وضعیت او امکاناتو ته په کتو  له سبسایډیو څخه ګټه پورته شي، تر څو زموږ دولتي شرکتونه د ګاونډیو هیوادونو له سترو شرکتونو سره د سیالۍ وړتیا او دمه پیدا کړي.
  • دولت باید ځینې حمایوي اقتصادي سیاستونه تطبیق کړي: د دې لپاره چې داخلي تولیداتو ته مو بازار موندلی وي او د عوضي اجناسو د ورود مخنیوی مو کړی وي ، اړتیا ده چې په ټولو عوضي اجناسو ګمرکي تعرفه لوړه شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.