د پاکستان د پوځ مشر له امریکا څخه څه غواړي؟

محمد اسمعیل یون

331

په دې وروستیو کې د پاکستان د پوځ مشر ( جنرال عاصم منیر) امریکا متحده ایالاتو ته سفر کړی دی ، هلته یې د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع پر وزیرانو سربېره له یو شمېر پوځي مسولینو او ملکي چارواکو سره هم کتلي دي ، دغه راز یې د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره هم لیده کاته کړي دي . د ځینو معلوماتو له مخې په دې کتنو کې دغه لاندې موضوعات مطرح شوي دي:
۱- د پاکستان له خوا له متحده ایالاتو څخه د مالي مرستونه غوښتنه.
۲- د پاکستان په نظر په سیمه کې د ترورستي ډلو فعالت او د هغو پر وړاندې د امریکا د پوځي او مالي مرستو جلب.
۳- د افغان مهاجرینو په پلمه له ملګرو ملتونو څخه د مالي مرستو غوښتنه.
۴- د افغانستان پر اوسنیو چارواکو د فشار راړولو په خاطر له امریکا څخه پر افغانستان باندې د امریکايي ډورن الوتکو د برید غوښتنه.
۵- د پاکستان په ګټه په امریکا کې د لابیګرۍ له یو شرکت سره تړون او ځینو نور مسایل.
ویل کېږي چې د پاکستان د پوځ مشر (جنرال منیر )امریکایانو ته ویلي ، چې په افغانستان کې همدا اوس د ( القاعدې او داعش ) په ګډون (۲۳) مختلفې ترورستي ډلې فعالت لري او دا ډلې یو ځل بیا امریکا او سیمې ته خطر پېښولی شي، نو په همدې خاطر جنرال منیر له امریکایانو څخه غوښتنه کړې چې په افغانستان کې پر ځینو اهدافو د ډورن الوتکو په واسطه د بمبارد لړۍ شروع کړي او پاکستان به د دې کار لپاره خپله خاوره او فضا د امریکایانو په واک کې ورکړي ، خو امریکا به یې په عوض کې له پاکستان سره مالي مرسته کوي.
کتونکي په دې نظر دي چې پاکستان په ډېر بد اقتصادي وضعیت کې دی او غواړي یو ځل بیا امریکا د افغانستان په مسایلو کې له پوځي پلوه ښکېل شي او دوی ترې خپلې مالي ګټې تر لاسه کړي.
څرنګه چې امریکا اوس پر پاکستان باندې د هغه د دوه مخي سیاست له امله هغه پخوانی باور نه لري او پاکستاني چارواکي هم پر دې خبره پوهېږي ، نو ځکه خو ویل کېږي چې د پوځ مشر د امریکا د باور خپلولو لپاره لابي ګروپونو ته مراجعه کړې ده . د پوځ مشر په امریکا کې خپلو افرادو ته دنده سپارلې ده چې د دې کار لپاره په امریکا کې قوي لابي ګروپ پیدا کړي ، هغوی د دې کار لپاره ( Capital Council ) په نامه یو لابیګر ګروپ سره د میلیونو ډالرو په قېمت یو تړون کړی چې په امریکا کې د پاکستان د ګټو د تامین لپاره کار وکړي ، ویل کېږي چې د لابي دا ګروپ په ( یهودو ) پورې اړه لري چې مخکې تر دې یې د یو بل ( اته لس میلیون ډالري ) تړون پر اساس د اسرایلو په ملاتړ او د فلسطین پر ضد لابيګري کړې او د غزې په اوسنۍ عاموژنه کې هم د اسرایلو ملاتړ کوي . دا په امریکا کې د لابي یو موثر ګروپ دی، د یادونې وړ ده چې په امریکا کې د یهودو شل بېلابېل لابي ګروپونه فعال دي ، چې یو هم په کې همدا ګروپ دی . پاکستان هم غواړي له همدې ګروپ ( Capital Council) سره تړون ولري او د ځان په ګټه ترې کار واخلي.
کتونکي په دې نظر دي چې پاکستان تر وروستي حده کوښښ کوي ، چې افغانستان له سیاسي پلوه منزوي کړي ، اقتصاد یې کمزوری او ورو ورو دلته نیابتي جګړه پیل او سیمه یو ځل بیا بې ثباته کړي .
که د افغانستان اوسني چارواکي غواړي افغانستان کې بیا جګړې پیل نه شي ، نو د پاکستان هر ګام او اقدام ته باید متوحه اوسي ، په کور دننه اصلاحات راولي ، د ښځو تعلیم ازاد کړي ، د نړۍ له مطرحو هېوادونو سره خپل مناسبات ښه کړي او په سیمه کې د پاکستان له رقیبو هېوادونو سره هم د خپل ګډ دښمن پر وړاندې یو مثبت تفاهم ته سره ورسېږي.کتونکي په دې نظر دي چې پاکستان هېڅکله هم په افغانستان کې امن او یو باثباته قوي مرکزي نظام نه غواړي ، که دا ډول نظام د هرې ډلې په وجود کې جوړ شي ، نو پاکستان به یې مخالفت کوي. تېرو تجربو دا حقیقت ښه روښانه کړی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.