د درملو موضعي تطبیق

316

موضعي درمل دهغه درملو څخه عبارت دي چې په موضعي توګه دپوستکي سربیره تطبیقیږي. هغه درمل چې دپوستکي دپاسه ایښودل کیږي ممکن د ویني سیتمیک جریان ته په ورو توګه جذب سي. دغه طریقه په هغه حالتونو کې مثلآ هغه درمل چې دخوراکي تجویز څخه وروسته لنډ د اغیز دوا لري په خاصه توګه هغه درمل چې په تیزي سره دیني په واسطه متابولیز کیږي، ګټوره وي. همدا ډول موضعي درمل دپوستکي برسیره په مخاطي غشاء کې هم استعمالیدلي سي.
موضعي درمل مختلف شکلونه لري:
. مرهم (Ointment)
. کریم (Cream)
. سپری (spray)
. نمیه جامدات (Paste)
. انشاقي (Lnhalation)
. لوشن (Lotion)
. تیل (Oil)
. جیل (Gel)
. پلستر (Plaster)
. څاڅکي (Drops)
موضعي درمل په لاندي حالتونو کې استعمالیږي:
۱-دموضعي حالتونو او دپوست دانتان په درملنه کې
۲-دپوست دافرازتو دزیاتوالې او کموالي لپاره
۳-په پوست باندي دیو وقایوي آستر درامنځته کیدو لپاره
۴-دپوست دخارښت په کموالي کې
۵-دپوست په غوړولو او نرمولو کې
۶-دموضعي رګونو دتقبض او پراخیدو لپاره استعمالیږي.
دموضعي درملو دتطبیق طریقه:
دضرورت وسایل:
. دناروغ دوسیه
. موضعي درمل (کریم، لوشن، پوډر)
. دسکشي (Gloves)
. پنبه لرونکي (Applicator)
. دګرمو اوبو طشت،دوینځلو لپاره یوه ټوټه، دستمال او صابون
. دګاز ټوټي پارچي
. د دوا داستعمال لپاره کوچنی لوښۍ

عملیه:
.ناروغ مشخص کړي ( دناروغ نوم او دبستر نمبر چک کړي)
. د ډاکټر د دوا هدایت یا آرډر چک کړي. لاسونه پریمینځي، د دوا کراچي او پطنوس آماده، منظم او په انټي سپیتک یې پاک کړي.
. د دوا په تهیه کې داشتباه څخه دمخنیوي په موخه دوا،د دوا آرډر مطابق تهیه کړي، د دوا دوخت تیر تاریخ او د دوا په رنګ کې هر ډول تغیرات چک کړئ او د دوا مقدار محاسبه کړئ
. د درملو دمناسبي او سمي کاروني لپاره پینځه اقدامات او درملو درې ځلي چک تعقیب کړي
. د دوا کراچي دمشخص ناروغ بستر ته انتقال کړي
. د هرې دوا تطبیق ناروغ ته روښانه کړي
. پردي کش کړي یا هم داطاق دروازه وتړئ
. ناروغ ته آرام وضعیت ورکړي، دناروغ داغیزمن سوي ناحیې څخه چپن یا جامې لیري کړي غیري متاثري سوي برخي پټي کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.