روښان او روښانیان

عبدالباري جهاني

382

مقدمه: د نن څخه څه کم پنځوس کاله مخکي، د ۱۹۷۵ کال د جنوري په میاشت کي، د کابل پوهنتون په کتابخانه کي، د بایزید انصاري یا پیروروښان، د څلورسوم تلین په مناسبت، بین المللي سیمینارجوړ سوی وو او اته ورځي یې دوام وکړ. زه په هغه وخت کي د پښتو ټولني غړی وم؛ پنځه ویشت کلن ځلمی وم او د سیمینار تر ټولو ځوان ګډون کونکی  وم. د همدغه سیمینار له برکته مي، په افغانستان کي، د هغه وخت له ډیروزیاتو مشهورو استادانو او لیکوالانو سره وپېژندل.

په هغه وخت کي، د افغانستان  اکثر دري او پښتو ادبیات او علمي تحلیلونه د هغو چپی او انقلابي افکارو تر اغېزې لاندي وه چي زیاتره یې د ګاونډی هیواد شوروي اتحاد له تبلیغاتو څخه سرچینه اخیستله. د سیمینار په مقدماتي غونډو کي، چي د پښتو ټولني د رییس محمدصدیق روهي په دفتر کي جوړېدلې، د پیر روښان د حرکت په باب دغه راز تحلیلونه، چي زیاتره د شوروي پوهانو استاد اسلانوف، ریسنر، ګیرس، رامدین اوموسون، دوریانکوف او نورو افکار پکښي منعکس کېدل، رامنځته کېدل او هرچاچي د پیرروښان د شخصیت او انقلابي افکارو په باب زیاته مبالغه کوله په هغه اندازه یې استقبال زیات وو. ما تر دغه وخته یوازي د پیرروښان نوم اورېدلی وو؛ او د مکتب او پوهنتون له رسمي درسي کتابونو څخه مي سرسري پېژندګلوي ورسره درلوده. طبیعي خبره ده چي باید د دغو مقدماتي غونډو او په هغو کي د برخه والو مشرانو د انقلابي ویناوو او تحلیلونو تر اغېزې لاندي راغلی وای. که څه هم چي مضمون مي، تر یوې اندازې، مستند وو او په سیمینار کي استادانو، چي تر دغه وخته مي نه ورسره پېژندل، ښه استقبال کړم؛ مګر که نن بیا د پیرروښان سیمینار جوړ سي او زه یې غړیتوب ولرم ښايی تحلیل مي ډېر تغییر کړی وي.

پیر روښان او د هغه زامن او لمسیان، تقریبا اویاکاله، له مغولو واکمنانو سره جنګېدلي او زیاتره په دې جنګونو کي وژل سوي وه؛ مګر هغه انقلابي افکار او عملیات چي پیرورښان او د هغه کورنۍ او پیروانو ته منسوبېدل هغه د دوی نه وه. د پیرروښان په مقابل کي اخوند دروېزه، چي د خپل وخت یو مذهبي عالم او د اسلامي عقایدو مدافع وو او له پیروښان او روښانیانو سره یې د عقیدې ډېر سخت مخالفت درلودلی وو، د مغولو د دربار تنخوا خور او مزدور بلل کېدی. په داسي حال کي چي د دې خبري د ثبوتولو لپاره هم له هیچا سره هیڅ ډول دلیل موجود نه وو. زه ګومان کوم په هغه سیمینار کي به د پیرروښان دونه ستاینه نه وي سوې لکه پراخوند دروېزه چي لعنتونه وویل سول.

پیر روښان او روښانیان هم د پښتنو د تاریخ او هم د ادب قهرمانان ول. مګر کوم انقلابي افکار چي، په غه سیمینار کي، دوی ته منسوب سوي وه هغه په دوی اړه نه درلوده. پیرروښان نه له طبقاتي مبارزې او طبقاتي ایډیالوژۍ سره اړه درلوده او نه یې په خپل یوه کتاب کي طبقاتي امتیاز ته یا طبقاتي ستم ته اشاره کړې ده. لږ وخت وروسته په نوموړي سیمینارکي لوستل سوي مضامین د « روښان یاد » په نوم کتاب کي چاپ سول او دا کتاب تر اوسه پوري د یوه معتبر ماءخذ حیثیت لري. په سیمینار کي په لومړي لوستل سوي مضمون کي راغلي وه:

« د روښانیانو ایډیالوجي د شکل په لحاظ عرفاني او تصوفي بڼه لري، مګر د محتوی په لحاظ یو ملي آزادي بښونکی نهضت دی چي د خپل وخت د استبدادي قدرتونو او حاکمي طبقې پر ضد نه ستړې کېدونکې مبارزه پر مخ بیایی. څرنګه چي د روښانیانو په صف کي بې ځمکي بزګران او د متوسطي سویې بزګران داخل شوي وو نو د دې نهضت مخالفینو به ویل چي بایزید د خپلو افکارو د خپرولو دپاره ناپوهه عوام او ساده خلک انتخاب کړي دي» د روښان یاد ۹م مخ

بایزید روښان یو اصلاح غوښتونکی سړی وو او د فرد په اصلاح کي یې د ټولني اصلاح لیدله. هغه نه د انقلابي بدلون په فکر کي وو، نه ورسره آشنا وو او نه یې د انقلابي بدلون لپاره ږغ پورته کړی وو. هغه به د اجتماعي بې عدالتیو سره مخالف وو؛ ځکه چي له ده سره شخصا په خپل کورکي بې عدالتي سوې وه، مګر هیڅ وخت یې، په خپلو آثارو کي، د استبداد او په تېره بیا د کورګاني استبداد نوم پر خوله نه دی راوړی. نه د پیر روښان او نه د هغه پیروانو په کوم شعر او نثر کي، د پښتنو په ټولنه کي دننه، د خان یا کوم جاګیردار د ظلم او ناروا په باب څه ویل سوي دي. خو زموږ د سیمینار غړو له پیرروښان څخه د محکومو او مظلومو خلکو، چي هم د مغولي استبداد څخه په عذاب وه او هم د خانانو له ظلم اوستم څخه کړېدل، یو مدافع قهرمان جوړ کړی وو.

د ایران یو مشهور لیکوال او تاریخ پوه احمد کسروي په ایران کي د فردوسي په باره کي د یوه جوړ سوي سیمینار په باب تقریباً همدغه شکایت لري. کسروي لیکي: « په ایران کي یو ډېر بد عادت پیدا سوی دی او هغه دا چي کله د چا ستاینه او یا غندنه کوي نو په دواړو صورتونو کي خپل ځان غولوي. موږ ته دا خبره د فردوسي په داستان کي معلومه سوه، چي په ۱۳۱۳کال کي مو په تهران کي د هغه په یاد یوه کنګره دایره کړې وه او د فردوسي په نوم یوه لویه هلهله جوړه سوه. یوه له فردوسي څخه یو لوی سپه سالار جوړ کړاو ویل یې چي فردوسي د اوسني عصري نظامي فنونو څخه خبر وو او په دې باره کي یې د فردوسي لپاره جنګي افسانې جوړي کړې. یوه بل له فردوسي څخه طبیب جوړ کړ او یوه لویه بیانیه یې ورکړه. هغه بل د خپل مضمون عنوان د فردوسي پداګوژي ټاکلی وو او ښوونه او روزنه یې د فردوسي له نظره مطالعه کوله. یوه بل تن شاهنامه د فارسي قرآن وباله او وې ویل چي په شاهنامه کي هر شی پیدا کولای سو. دې خلکو نه یوازي دا چي دروغ یې جوړول بلکه له کمزوری څخه یې خپل روح هم غولاوه. دا یوه ناروغي ده چي په دې خلکو کي پیدا سوې ده » کسروي، حافظ چه میګوید ص ۲۱

ز موږ په  سیمینار کي خبره تر دغه کمه نه وه. د یوې ګډون کونکي په مضمون کي لولو:

 « د کورګاني حکومت ظلم او ناروا د بایزید په انقلابي څپاند طبیعت کي داسي څپې پیدا کړې چي بیله کورګاني دولت د غورځولو او په هغه کي د افغاني شوکت د بیا ژوندي کولو څخه پرته بل څه یې په خوب کي نه لیدل او نه په بیداري کي یې بې له دې مبارزې نه بل څه کول او دا مبارزه په داسی قاطع او نه شلېدونکي تصمیم بدله شوه چي د مرګ تر ورځي پوري هیڅ راز تزلزل او بدلون پکښي رانغی. نه یوازي ده بلکه د ده پاته کسانو هم دا نهضت پر مخ بېوه…» هغه کتاب ۲۶م مخ

جلال الدین اکبر ۱۵۵۵ـ ۱۶۰۵، چي، ویل کیږي ، پخپله هم له سواده محروم وو او د مذهب، سیاست او تاریخ په باره کي معلومات یې د اورېدلو او د مذهبي او علمي مشرانو ترمنځ له بحثونو څخه زده کول، یو وخت فیصله وکړه چي د دین الهي په نوم یو دین منځته راوړي. د هغه ځینو غوړه مالو درباریانو، د بل هر مستبد او ناپوه ټولواک د درباریانو په څېر، د ده خبره او عقیده ورسره تایید کړه؛ مګر دا فکر او عمل له لومړۍ ورځي ناکام وو او له دربار څخه بهر یې هیڅ پیرو پیدا نه کړ. څرنګه چي د اکبر دا فیصله او اقدام په هیڅ صورت د اسلام دین ته خطر نه متوجه کاوه او په هیڅ صورت یې یوه اجتماعي ستونزه منځته نه وه راوړې نو نه  د پیرروښان او نه د هغه د پیروانو په کتابونو کي دې ستونزي ته اشاره قدر سوې ده. خوهمدغه لیکواله وروسته لیکي« دریم عامل چي، زما په ګومان،  پیر روښان سخت تشویش ځنی درلود هغه دا دی چي اکبر د سیاسي حرکت په وجه د هندوانو او پښتنو او نورو اقوامو ترمنځ د ده په نظر د یووالي او ګډ ژوند د احساس پیدا کولو په خاطر یې  « دین الهي» منځ ته راووست چي بایزید هغه د عوامو د خطا ایستلو دپاره او د بې دینی د پیدا کېدو لوی عامل او خطرباله نو ځکه د دې درې ګونو علتونو په بنا او د اکبر د « دین الهي» د انتشار د مخنیوي لپاره یې خپل تحریک اول په مذهبي شکل عرضه کړ او خپلي دعوتنامې یې ځينو کورګاني حکمرانانو او مذهبي پیرانو ته واستولې او خلک یې د روحاني تحریک خواته بلل» هغه کتاب ۲۷م مخ

بل ځای لیکي« د پیروښان مبارزې ته بزګري او عوامي نهضت ویلای شو، ولي چي پیر روښان خپله مبارزه د عوامو او بزګرانو او محرومو او بېکاره ډلو په ملګرتیا شروع کړه او پر مخ یې بېوله او د لوړو طبقاتو سره یې هیڅ راز اړېکه نه درلوده» هغه کتاب ۳۰ مخ

په داسي حال کي چي دغه لیکواله، څو مخونه مخکي، پخپله ادعا کوي چي بایزید روښان کورګاني حکمرانانو او پیرانو ته دعوتنامې واستولې. یعني له لوړي او حاکمې طبقې څخه یې نه یوازي نفرت نه درلود بلکه د هغوی څخه یې د همکاری غوښتنه کوله.

سره له هغه چي روښاني تحریک زموږ له افتخاراتو څخه دی او پیر روښان د نورو مشرانو په څېر د افتخار وړ دی مګر نه د هغه تحریک د فیوډالیزم د مناسباتو ضد ماهیت درلود؛ نه د هغه په لیکنو او کتابونو کي د فیوډالزم پر ضد یوه کلمه سته او نه ده پخپله د فیوډالیزم پر ضد ګام پورته کړی دی؛ او نه یې په خپل ټول ژوند کي د خانانو او ملکانو، چي د فیودالی استبداد ښکارندوی دي، په باره کي یوه کلمه لیکلې ده. خو د سیمینار یوه ګډون کونکي لیکلي وه « هغه وخت چي روښاني تحریک منځته راغی نو دغه محروم بزګران د هغه تر بیرغ لاندي راټول شول او په ملی صبغه یې په مبارزه شروع وکړه. په دې کي شک نسته چي روښاني نهضت یو بزګري نهضت وو خو د هغه په اړخ کي دا خبره هم د هېرېدلو نه ده چي ملي خصوصیت یې هم درلود. روښاني نهضت دغه بزګران تنظیم کړل او دوی ته یې دا ور وفهموله چي تر کومه وخته د کورګاني استعمار څخه خلاص نه سي نو د نجات لاره به یې ټپه تړلې وي. په دې حقیقت سره نن ښه پوهیږو چي د روښانیانو نهضت ضد فیوډالي وو او ملی خصوصیت یې درلود » هغه کتاب ۱۲۸م مخ

 د سیمینار په شوروي مېلمنو کي، چي زما په عقیده د روښاني تحریک د طبقاتي خصلت نظریه د دوی له تبلیغاتو څخه سرچینه اخلي، مشهور شوروي ختیځ پوه نیکلای دوریانکوف وو، چي پخپله نه وو راغلی او خپل مضمون یې په پښتو ژبه لیکلی او را لېږلی وو. که څه هم چي د دې شوروي محقق د مضمون متن دومره ګډوډ وو چي په یوه پراګراف کي یې  ضد او نقیض خبري درلودلې خو عمومي هدف یې بیا هم د پیرروښان د تحریک پر طبقاتي ماهیت باندي ټینګار وو. هغه د  شوروي اتحاد د نورو استادانو او څېړونکو په څېر روښاني تحریک د پردیو پرضد یو پاڅون او طبقاتي نهضت وباله « په شوري اتحاد کي د بایزید پېژندني یو بل خصوصیت دا دی چي د دې مذهبي جریان عیني خصوصیات راڅرګندوي. دغه نهضت اولسي وو او د خلکو د اکثریت بزګرانو غوښتني یې څرګندولې. د روښاني نهضت د مبارزې ټول ماهیت په همدې کي وو. اګرچي مذهبي شکل یې درلود. که د هغه پېړۍ او جریان خصوصیات له نظره وغورځوو نو د مذهبي له نوم نه پرته بل نوم نه شو ورکولای. یعني بزګري، اولسي، ملي او داسي نور نومونه ورکول به درست نه وي. اما په هغه وخت کي اجتماعي جریانونو او مبارزو طبقاتي خصلت درلود او د دې جریان مطالعه هم له همدې اړخه امکان لري.» هغه کتاب  ص ص ۱۴۸-۱۴۹

په دې سیمینار کي دوو نورو شوروي پوهانو عبدالقادر مانیازوف او انور علي یف هم برخه درلوده. مانیازوف د سفارت له خوا موظف وو. علمي مضمون یې نه درلود او ښايي د سفارت په نمایندګي به یې د سیمینار وضع څارله؛ خو انورعلي یف خپل مضمون په فارسي ژبه ولووست او په یوه ځای کي یې لیکلي وه« د حیرانتیا خبره نه ده چي د روښانیانو نهضت هم مذهبي شکل واخیست، او د لوېدیځ د یوه مستشرق د عقیدې په خلاف چي هغه یې یوازي مذهبی تحریک بللی دی، موږ د کافي دلایلو او له هغې جملې د پیرروښان د خپلو مذهبي تعلیماتو په اساس په اسانی سره ثابتولای سو چي دغه نهضت اجتماعي او طبقاتي جنبه درلوده او د هغو ظلمونو د سختېدلو په مقابل کي د  زیارایستونکو او عوامو عکس العمل وو چي فیوډالیزم ته یې وده ورکوله او په نورو هیوادونوکي هم دغه علتونه دغه ته د ورته نهضتونو علت ګرځېدلي دي. هغه کتاب ۳۶۱ م مخ

البته علي یف دې ټکي ته هیڅ اشاره نه ده کړې چي د پیر روښان د کومو آثارو او تعلیماتو څخه د هغه د تحریک اجتماعي او طبقاتي ماهیت ثابتېدلای سي.

علي یف بل ځای لیکي« لکه څرنګه چي اشاره ورته وسوه، په شپاړسم قرن کي کورګاني اشغالګرانو، د بابر په رهبری کابلستان ونیوی او وروسته یې د شپاړسم قرن په لومړۍ نیمايي کي د کورګانیانو امپراطوري تاسیس کړه. دغو فتوحاتو د افغانانو د ټولني طبقاتي اختلافات سخت کړل او په ضمن کي یې د فیودالي کېدلو پروسه چټکه کړه. دغه ځای دی چي د روښانیانو په خلقي نهضت کي د افغاني فیوډالانو پر ضد طبقاتي مبارزې زور واخیست او دا مبارزه د هند د کورګاني پاچاهانو پر ضد چي د افغانانو او د هغوی د ګاونډیانو پراخي مځکي یې لاندي کړي وې، له ازادي غوښتونکي مبارزې سره یو ځای سوه. ۳۶۳م مخ

  د شوروي پوهانو دغه رازعقایدو او نظریاتو، چي حقیقتاً یې هیڅ ډول علمي او تاریخي استناد نه درلود او یوازي د مارکسیسټي ایډیالوژی تبلیغ وو،  پر سیمینار باندي داسي سیوری غوړولی وو چي د پیرروښان تحریک ته یې داسي چپی رنګ ورکاوه چي د پیر روښان د شخصیت، د هغه د عقایدو  او د هغه د مبارزې د هدف او لاري په باب یې له سړي څخه لاره ورکوله. دا داسي خبري وې چي نه د پیر روښان په کوم کتاب، نه د هغه د پیرو شاعرانو په افکارو او نه د روښانیانو په تاریخي کتاب حالنامه کي، چي باید تر ټولو معتبر ماءخذ وای، راغلي وې. ځکه چي نه د پیر روښان په کوم لیکلي اثر او نه یې په تاریخ کي طبقاتي مبارزې ته ورته مفاهیمو ځای درلود. د سیمینار یوه بل ګډون کونکي افغان عالم د همدغو افکارو او پر سیمینار باندي د مسلطي فضا له امله د خپل مضمون په یوه ځای کي لیکلي وه « د دې ټولو فداکاریو سبب هم داوو چي روښان پیر خپلو پیروانو ته دا ور ښوولي وه چي حاکمه ډله د دوی غلیمان او تالاکونکي او زبېښونکي دي، او د دوی له تېریو او چوروچپاوه ځان خلاصول هم یو مشروع او ضروري کار دی.

روښان دا په سترګو لیدل چي د وګړو مبارزې ډېر ځله په دې سبب بریالی نه سي چي له دوی څخه مرتجع او سازشکار عناصر د بډایانو او زبېښونکو مقتدرانو په بډو او غوړو ګولو اموخته سي، نو د مبارزې له میدانه ووزي او تالۍ څټ ځني جوړیږي. له دې جهته د روښان په طریقت او تلقین کي دا خبره په ټینګه داخله وه چي د کورګانیانو سره به دوستي او نزديکي نه کوی. له دوی څخه به ځان ژغوری او راشه درشه به نه ورسره کوی…» هغه کتاب ۲۸۷م مخ

لومړی خو د پیر روښان په هیڅ کتاب کي دا خبره نسته چي خلکو ته یې ویلي وي چي له کورګانیانو سره به دوستي نه کوی. دا یوازي هغه ته منسوبي خبري دي چي په دوهم لاس کتابونو کي راغلي دي. دغه راز بایزید روښان په خپل کتاب صراط التوحید کي تقریبا شل ځله یوازي  پاچاهان او امیران هدایت او د خپلو عقایدو منلو او په هغو باندي عمل کولو ته رابللي دي او په دې کي یې یوازي یو ځل د پاچاهانو او امیرانو ترڅنګ ، عالمانو، عاقلانو، خواجه ګانو، دروېشانو، ښځو او نارینه وو باندي د بایزید مسکین او د هغه د یارانو سلام ویلی او هغوی ته یې ویلي دي چي زه به تاسي ته ستاسي د دین او ایمان د ګټي لپاره نصیحت وکړم. په دې صورت کي نو له بډایانو او زبېښونکو سره د بایزید روښان مخالفت او له هغوی څخه نفرت درلودل یوه تشه افسانه ښکاري.

 د دې لیکنو او ادعاګانو لوی نقص په دې کي وو چي زیاتره استنادونه یې په دوهم لاس منابعو کول. په داسي حال کي چي اصلي ماءخذ او منبع باید د پیر روښان خپلي لیکني او کتابونه وای، چي ټول موجود او چاپ سوي وه خو  په یوه کي هم دا یادي سوي ادعاوي نه ثابتیږي. زما د لیکني اصلي منابع به د پیرروښان خپل لیکلي کتابونه، حالنامه( چي د پیر روښان د تحریک یوه مخلص او پیرو علي محمدمخلص لیکلی دی ) او د پیر روښان د رقیب او دښمن اخوند دروېزه کتابونه او د ضرورت په وخت کي ځیني نور داسي آثار وي چي زما په موضوع پوري اړه لري.

د بشر په تاریخ کي، د لویو جنرالانو، فاتحینو، سیاسی رهبرانو او مذهبي پېشوایانو د ژوند او کارنامو په باره کي افسانې څه غیر عادي خبره نه ده. کله کله خو دا افسانې دومره ډیري سي چي په نظر کي نیول سوي شخصیت اصلې څېره ورکه سي. له دې کُلیې څخه د پښتنو تاریخ هم مستثني کېدلای نه سي. د سلطان بهلول، سوري شېرشاه، میرویس نیکه او حتی احمدشاه بابا په باره کي، چي تاریخ یې د ده په خپل دربارکي لیکل سوی دی، کیسې او افسانې موجودي دي. د دې خبري اصلي علت دا دی چي دې مشرانو د خپل ژوند، کارنامو او عقایدو په باره کي هیڅ شی لیکلي نه دي. څېړونکي مجبور دي چي د هغوی د ژوند په باب لیکل سوي آثار سره کښیږدي، هغوی مقایسه او مقابله کړي او بیا یې نو، د تاریخي واقعیتونو په رڼا کي، د خپل عقل په ترازو کي تول کړي او یو څه ورباندي ولیکي.

خو د پیرروښان او خوشحال خان خټک د ژوند د حالاتو او عقایدو په باره کي موږ چنداني په دوهم لاس لیکنو استناد ته ډېر لږ ضرورت پیداکوو. هغوی د خپل ژوند په باره کي تقریبا هر څه لیکلي او روښانه کړي دي. موږ ته د پیر روښان خپل درې لیکلي کتابونه، « خیرالبیان» «صراط التوحید» او « مقصودالمومنین»  پراته دي. پیرروښان، په دې کتابونو کي، د خپل ژوند او عقایدو په باره کي تقریبا هرڅه لیکلي دي. موږ ته د هغه د کورنۍ د مخلص او پیرو علی محمدمخلص، چي د پیر روښان د لمسي احداد مبارزې او جګړې یې په سترګو لیدلي او پلار یې ابوبکر د دې کورنۍ مرید او د تورو د میدان ډېر لوی پهلوان تېر سوی دی، په قلم لیکلی کتاب « حالنامه » مخي ته پروت دی. که څه هم چي دا خبره مو باید په نظر کي وي چي حالنامه پخپله هم کله کله افسانوي رنګ اخلي او باید چي په احتیاط سره وکتله سي او دا د هغې زمانې د اکثرو کتابونو او آثارو سبک وو.

موږ د پیر روښان او روښاني تحریک د معاصر او سرسخت  دښمن اخوند دروېزه دوه مهم کتابونه، چي د روښان او روښاني تحریک په باب معلومات لري، «مخزن الاسلام» او «تذکرة الابرار و الاشرار» مخي ته پراته دي. په دې صورت کي موږ، د پیر روښان د عقایدو او ژوند په باب،  نورو منابعو ته ډېر لږ ضرورت پیدا کوو او که له نورو دوهم لاس او د پیر روښان او د هغه د زامنو  تحریک  ته نیژدې لیکل سویو آثارو او مطالبو څخه کار اخلو نو مطلب به مو یوازي د خپل نظر او بیان تقویه کول وي؛ او باید چي د پیرروښان له خپلو آثارو او حالنامې سره تضاد ونه لري. که موږ د دې آثارو د موجودیت په صورت کي، په لوی لاس پر دوهم او دریم لاس منابعو او داسي جوړوسویو افسانو باندي چي د منلو وړ نه وي تکیه کوو، نو خپل ځانونه او لوستونکي به په وچ زور له حقیقت څخه بلي خواته بیایو.

د پیر روښان د تحریک په باره کي یوه کیسه ډېره مشهوره ده، چي زما په شمول، چي په هغه وخت کي ډېر ځوان وم، هر چا به منله او ګوته به یې په غاښ ورته نیوله: وايي چي د تېراه د چورۍ په جګړه کي بایزید خپلو پیروانو ته امر وکړ چي د ګنیو د سوټیو سرونه تېره کړي او د نېزو په شان یې جوړ کړي. د روښان دغه ابتکار د دښمنو د لښکرو مورال ضعیف کړ څو یې ماته وخوړه او بری د روښانیانو په برخه سو. هغه کتاب ۱۲۶م مخ

اوس نو هیچا دا فکر نه دی کړی چي د مغول جلال الدین اکبر په څېر یوه امپراطور، چي له کشمیره، تر دکن، بنګال، کابل او پېښور پوري ښارونه او مځکي یې نیولي وې، له منظمو پوځونو سره یې توپونه، توپک، توري، نېزې، آسونه او پیلان ورسره وه، څرنګه د پیر روښان د یو څو تنو پیاده مریدانو د ګنیو له لرګیو څخه د جوړو سویو نېزو په مقابل کي ماته خوري. او آیا دا ممکنه ده چي د ګنیو له لرګیو څخه د وسلو کار واخیستل سي؟ او که چیري دا پېښه سوې وي نو څرنګه یې نه د پیر روښان په کتابونو او نه په حالنامه کي یادونه سوې ده؟  د مضمون لیکوال، د دې پرځای چي ځانته د پیر روښان د لیکنو او یا حالنامې د لوستلو تکلیف ورکړی وي ، د شوروي لیکوال استاد اسلانوف د ( روښانیانو ملي نهضت ) پر کتاب حواله ورکوي. او پخپله استاد اسلانوف، په خپل وار، د دې افسانې د تصدیقولو او تثبیتولو لپاره هیڅ تاریخي ماء خذ ته اشاره نه ده کړې.

دغه راز له مغولو او د هغوی له استبداد سره د پیر روښان د سختي دښمنۍ او مبارزې، چي تر مرګه یې ژوندۍ وساتله، په باره کي یوه افسانه دونه مشهوره وه چي، زما په څېر یوه ځوان او مبتدي څېړونکي په شمول، د سیمینار تقریبا ټولو غړو خوله پر خوله ګرځوله: ویل کیږي چي پیر روښان کندهار ته د سفر په ترڅ کي یوه ورځ ولیدل چي د مغولو عسکرو یوه پښتنه پېغله، د ژرندي له پله سره، په وېښتانو تړلې او هغه مظلومه د ژرندي له پله سره چورلېدله. پیر روښان د دې پیښی له لیدلو سره دونه متاءثر سو چي د کورګانیانو سره یې په خپل عمري جهاد لاس پوري کړ. هغه کتاب ۲۷۲م مخ

هیچا دا پوښتنه نه کوله چي دا کیسه یا افسانه د روښانیانو په کوم کتاب کي راغلې ده؟ ځکه چي دا دونه زړه دردوونکې کیسه ده چي نه پیرروښان او نه د هغه د ژوند او حالاتو د تاریخ لیکوال علي محمدمخلص، په حالنامه کي،  هېرولای  سوای. دا پوښتنه هم چا نه کوله چي که د مغولو عسکرو د پښتنو پر کوم کلي یا ښار باندي یرغل کړی، کورونه یې تباه کړي، مالونه یې چور کړي او سړي یې قتل عام کړي او ښځي یې يه زور بې عزته کړي وي؛ د دې اعمالو هم سابقه او هم احتمال موجود دی. مګر د مغولو عسکرو څه ضرورت درلود چي یوه مظلومه پېغله د ژرندي له پله سره وتړي او د هغې چیغو او نارو ته خوشالی وکړي. او ایا دا له تخنیکي پلوه امکان لري چي یوه ښځه د ژرندي له پله سره په وېښتانو وتړله سي او هغه دي ورسره وچورلي؟ پیرروښان په خپلو دریو کتابونو کي، په تیره بیا صراط التوحید کي، چي د خپل ژوند د یوې برخي تاریخ یې دی، د دې پیښي هیڅ یادونه نه ده کړې. کله چي پیر روښان، د کندهار په سفر کي، له پښتنو سوداګرو څخه د مغولو د ظالمانه مالیاتو د اخیستلو څخه شکایت کوي او وايي چي له نورو سوداګرو سره یو ځای د هغي سیمي د مغولي واکدار بیرم خان دربار ته د شکایت لپاره ورغلم؛ هغه هم انصاف ونه کړ نو باید چي د ژرندي له پله سره یې د تړلي سوي پښتنې ښځي یادونه هم کړې وای.

د پیر روښان تحریک یو عقیدوي اصلاحي تحریک وو. هغه، د هغه اولادونو او پیروانو یې یوازي د مغولو سره نه بلکه پخپله د پښتنو په تېره بیا له یوسفزیو سره ډېر سخت جنګونه کړي دي؛ مګر د طبقاتي ستم نظریه او د یوه لوی ملي دولت د جوړولو خبره، ډېر وروسته، لیکوالانو او څېړونکو ورپسي تړلې او رواج کړې ده. پخپله د پیرو روښان په آثارو، صراط التوحید، خیرالبیان او د روښانیانو په تاریخ حالنامه او وروسته د پیرو روښان د پیروانو په کتابونو کي د استبداد او اجتماعي ستم په باره کي تقریبا یوه کلمه هم نه میندله کیږي. په دوهم لاس کتابونو کي، تر ټولو معتبر کتاب دبستان مذاهب دی، چي، له مغولو سره،  د پیرروښان او د هغه د زامنو او لمسیانو د جنګونو او د پیر روښان د عقایدو په باب نسبتا مفصل معلومات ورکوي. خو په دې کتاب کي د مظلومانو نوم قدر نه دی یاد سوی.

 ما باید دا لیکنه ډېره پخوا کړې وای؛ البته اوس یې هم ناوخته نه بولم. تاریخي حقایق چي هر وخت، لکه څرنګه چي وه، هغسي ولیکل سي ګټه لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.