!احساسات

مقصد ستړی

849

سکاتلنډي مفکر ډيويډ هيوم په دې نظر دی چې عملونه د وېرې، غوښتنو او نفسي غريزو په واسطه هڅول کېږي. هغه وايي يوازې عقل او شعور نه شي کولای د خوښې يو عمل ته محرک يا هڅوونکی اوسي، ځکه چې عقل د نفسې غريزې غلام دی او هغه نه شي کولای د ارادې په لارښونه کې د نفسې غريزې مخه ونیسي. په داسې حال کې چې عقل د نفسې غريزې پلوی دی،‌ د احساساتو پر مهال کولای شي پرته له دې چې د ارادې مثبت او منفي اړخونو ته پام شوی وي نفسي عمل ترسره کړي‌‌.

 په دې اړه ډارن براون د لوبې ډګر ته په کتو سره وايي چې “‌ که په دې فکر وشي يوازې بریا هرڅه ده، د‌ بایللو په وخت به ځان درته ناکامه ښکاره شي او که چيرته په دې فکر وي چې نن باید ښه لوبه وکړم، د بايللو په مهال به يې اغېز تر دې کم اوسي.” یعني احساسات کولای شي د انسان فیزیولوژیکي حرکات زیات او یا هم کم کړي، ځکه چې د انسان په فکر او کړنو مستقيم اغېز لري.
د ډارن براون نظر ته په کتو سره که د لوبې ډګر بل اړخ ته پام وکړو چې هغه يې مينوال دي، اکثريت له لوبغاړو د بریا تمه لري او په دې فکر کې وي چې باید مخالفې لوبډلې ته ماتې ورکړي، لکه څرنګه چې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم مينوال د هرې لوبې په مهال له لوبغاړو د بریا تمه لري، د بایللو په مهال د لوبغاړو په وړاندې جدي مخالفت او غبرګون ښيي. په ورته حالت کې چې نفسې غريزه د احساساتو په شمول د انسان په نورو مهمو دماغي فعالیتونو منفي اغېزه کوي، هر کردار او عمل يې بدې پايلې لرلی شي.
د مثال په توګه د لوبې يو مينوال چې ټوله تمه يې بریا ده، د بايللو په وخت کې خپل احساسات د تلويزيون په ماتولو سره څرګندوي، خو وروسته له دې چې دا لنډمهاله احساسات پای ته ورسېږي، د تلويزيون په ماتولو پښېماني ښيي.
دغه راز ډېری کړنې او فعاليتونه چې موږ يې حقيقت ته تر رسېدو وړاندې د نفسې غريزې په اراده ترسره کوو، په پای کې مو د پېښماني سبب ګرځي.
په همدې اساس ويلی شو چې احساسات له حالت، مزاج، شخصيت، تجربې، چلند، بدلون او داسې نورو سره تړلي دي چې اکثريت په ناڅاپي، لنډمهاله یا ځينې وخت اوږدمهاله کېدلای شي.
 د دې لپاره چې يو انسان په احساساتو کنترول ولري، د ارادې په لارښونه کې د عقل او پوهې سربېره فکري ځواک ته اړ‌ دی او يو انسان چې فکري ځواک ونلري، د خپلو احساساتو په کنټرولولو کې پاتې راځي.
د احساس او عمل حقيقت ټولنيزو، سياسي، تاريخي او کلتوري اړخونو سره ژورې اړیکې لري‌، چې له همدې اړخونو سره د فکري تړاو په رامنځته کولو سره د انسان فکري ځواک پراختيا مومي او هغه ته دا توان ور په برخه کوي چې د امکاناتو او لېوالتیاوو ترمنځ د تعادل او توازن ساتنه وکړي.
همدارنګه فکري ځواک په خپل ځان باندې د باور‌ او د انسان په شخصي او اجتماعي اړيکو کې د همغږۍ‌ په رامنځته کولو سره د اخلاقي چلند‌‌، ګډو ارزښتونو ته د درناوي او له نورو خلکو سره د مرستې او همکارۍ سبب ګرځي‌.
فکري ځواک یا بیداري په شخصیت جوړونه، سیاسي شعور او وړتيا کې مهم رول لوبوي‌، دغه ځواک انسان ته د صبر او استقامت په ورکولو سره دا توان ور بښي چې په خپل عمل او کردار کې دقت او د مثبت او منفي اړخونو په سنجولو او درک کولو سره يې حقيقي بری ترلاسه کړي.
د دې‌ لپاره چې يو فرد د نفسې غريزې، شخصي ګټو، تعصب او قوم پرستي پر ځای؛ ګډو ټولنيزو ارزښتونو،‌ ملي ګټو‌،‌ له نورو خلکو سره د مرستې او همکارۍ په موخه عمل او کردار ته هڅوونکی اوسي؛ اړتيا لري چې د پېښو او حالاتو په ماهيت فکر وکړي او د هغوی له تاريخي، سیاسي او کلتوري اړخونو سره د تړاو په رامنځته کولو سره فکري ځواک ترلاسه کړي.
يعني، پرته له دې چې د انسان فکري ځواک د پېښې او حالت له تاريخي، سیاسي، کلتوري او ټولنيزو اړخونو سره تړاو ولري، په خپل احساساتي چلند سره هيڅ ډول ټولنيز تعهد او اجتماعي تړون ته قايل نه شي پاتې کیدای.
“Crafting a world where peace, dignity, and equality flourish in harmony with a healthy Earth”

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.