غازي امان الله خان د انگریزي ښکیلاک غرور ھغه مھال ور مات کړ چې په پولو یې لمر نه ډوبید، خو بیا ھمدا امان الله د شمال د یو څو قطاع الطریقو له لاسه اروپا ته وتښتید!
د کمونستانو رژیم چې پر ملاتړ یې د وارسا ټول پکټ ولاړ و، د مجاھدینو غلچکیو گوزارونو ته ټینگ نه شو. نه یواځې دا چې پخپله مات شو بلکې د روسیې ھویت یې ھم ور بدل کړ.
په ۱۹۷۱ م کال کې، د پاکستان او ھند په جگړہ کې د پاکستان فوځ داسې تاریخي ذلیله ماتې وخوړہ چې څه کم سل زرہ فوځیان یې ھندي فوځونو ته ژوندي تسلیم شول.
په افغانستان کې د ناټو لخوا د نصب شوي جمھوریت فوځي ځواک تر طا ل بانو څو چندہ زیات و. خو د خارجیانو د وتلو سرہ سم را وپرځید او مشران یې په چپلکو کې وتښتیدل.
د پورته ذکر شوېو حادثو د پیښیدو مختلف لاملونه دي چې باید د تاریخي شواھدو، ځمکنیو واقعیتونو او علمي تحقیق په رڼا کې و څیړل شي.
خو که د دې نظامونو، حکومتونو او فوځونو زوال ته ځیر شو، یو تر ټولو ستر او بارز لامل به چې د دوی تر منځ مشترک دی، خامخا ووینو:
او ھغه دا دی چې:
دا ټول ھغه مھال را پرځیدلي کله یې چې ولسي ملاتړ له لاسه ورکړی او یا کله یې چې ولس په مقابل کې ودریدلی!
زدہ کړی درس:
د یوہ نظام/حکومت د بقا لپارہ د خپل ولس ملاتړ د آکسیجن پڅیر دی چې که نه وي ژوندی نه پاته کیږي او که کمزوری وي، د سترو پریکړو، د عملي کولو جوگه نه پاته کیږي!
ھغه حکومتونه چې ولسي ملاتړ و نه لري، بیا، یا به د شمالي کوریا پڅیر، یواځې د خپلو استخباراتي او امنیتي ارگانونو په مصنوعي آکسیجن خپلې بقا ته ادامه ورکوي او یا به ھم
د سعودي د آل سعود کورنۍ او نورو خلیجي شیخانو په رنگ د خپل اقتدار د ادامې لپارہ د کوم ستر قدرت گوډاگي توب مني!
غربي استعمار تر ھر بل چا دا حقیقت ښه درک کړی نو ځکه د کومې سیمې/ھیواد تر نیونې مخکې ھلته په عامه ذھنیت پانگونه کوي. خپلو موخو ته د بي بي سي، امریکا غږ،
سي ان ان او نورو په زرھاو غربي او غرب پلوہ رسنیو له لارې د ولسي ملاتړ را جلبولو لپارہ تبلیغات کوي.
نو ځکه خو به مرحوم غني خان ویل:
واورہ له لندن نه د انصاف خوږې خبرې
واورہ مږې واورہ د پیشو بي بي میاو میاو
پایله
اا د خپل راتگ پر مھال قاطع ولسي ملاتړ له ځان سرہ درلود، نو ځکه بریالی شو، خو په تیر دوہ کلن یون کې ځینې داسې کارونه وشول چې په پایله کې یې عامه ذھنیت
سخت متضرر او ولسي ملاتړ و ځپل شو.
ښې بیلگې یې ښایي د جینکو پر تعلیم پابندي، د امر بالمعروف او نھی عن المنکر غیر حکیمانه تعامل، په اداري واحدونو کې انډیوالیزم او نور وي.
رښتینی مشروعیت کورنی مشروعیت دی چې په ولسي ملاتړ لاسته راځي.
د شرعي نظام د نفاذ په منطق کې ھم د ولس دنیوي او اخروي ښیرازي نغښتې نو یې ځکه خلک مني.
رښتینی شرعي نظام په اختلافي مسائلو کې سوادِ اعظم ( ولسي ملاتړ ) ته رجوع کوي ځکه چې پیغمبر علیه السلام فرمایلي، امت یې ھیڅکله پر
خطا نه را یو ځای کیږي.
که د ااا غواړي نظام یې د امان الله، کمونستانو، پاکستاني فوځیانو، د ناټوخیلو جمھوریت او نورو پر سرنوشت اخته نشي نو پخپلو مټو باید دومرہ
مغرور نشي چې ولسي ملاتړ له لاسه ورکړي!
جانان زما په سر جانان دی
که لاس ترې واخلم د دوھۍ ملنگ به شینه
___________________________
حفیظ الدین پیرزادہ
د دسمبر ۲۰/ ۲۰۲۳ م
لندن
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.