د خوړو نړیوال سازمان: پاکستان مهاجرین تش لاس را شړلي

189

د خوړو نړیوال پروګرام یا ‘ډبلیو ایف پي’ وایي، له پاکستانه راستنېدونکو کسانو کې زرګونه هغه یې تش لاس هېواد ته را شړل شوي دي.

دغه سازمان پرون ورځ پر خپله ایکسپاڼه په دې اړه د هغه افغان ویډیویي خبرې خپرې کړي، چې پاکستان کې د کډوالۍ له ۱۴ کاله تېرولو وروسته اخراج شوی دی.

د دغه را شړل شوي کس نوم نه دی یاد شوی، خو په وینا یې توانېدلی چې یوازې دوه کمپلې له پاکستانه راوړي او اوس حیران دی چې څه وکړي.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ وایي، چې دا مهال شاوخوا ۸ میلیونه افغانان د کډوالۍ او په کور دننه د بې ځایه کېدنې شپې ورځې تېروي.

د یادونې ده، چې د خوړو نړیوال پروګرام په ګډون بېلابېل بشري بنسټونه او افغان حکومت له پاکستانه راستنېدونکو کډوالو ته مرستې رسوي، خو د کډوالو اړتیا ډېره او شوې مرستې ورته بسنه نه کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.