ډبلیو‌اف‌پي: افغانستان کې مو فعالیتونه د درېدو له ګواښ سره مخ دي

611

د خوړو نړیوال سازمان وایي چې د بودجې د کموالي له امله یې په افغانستان کې د مرستې رسوونې عملیات د درېدو له ګواښ سره مخ دي. دا خبره ډبلیو‌اف‌پي تېره ورځ ناوخته پر خپل ټویټر کړې ده. دغې ادارې ویلي چې تر اوسه پورې یې د نړیوالو مرستندویانو په ملاتړ ۲۳ میلیونه اړمنو افغانانو ته مرستې رسولې دي. یاد سازمان تر دې وړاندې خبرداری ورکړی و چې د اوکراین ناورین به د افغانستان پر وضعیت هم ناوړه اغېز ولري او ممکن په دغه جګړه ځپلي هېواد کې د خوراکي توکو بیې لوړې کړي. د یادونې ده چې دغې ادارې یو ځل مخکې هم ویلي وو چې تر اوسه پورې یې په افغانستان کې اړمنو سره د مرستې په موخه یو میلیارد ډالر مصرف کړي دي او خپلې موخې ته د رسېدو لپاره ۱.۶ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.