ولې باید د انټي بیوټیکونو له خپلسر خوړلو څخه ډډه وشي

292

انټي بیوټیکونه هغه درمل دي چې د ساري ناروغیو درملنې لپاره کارول کیږي، خو د هغو ناروغېو لپاره بیا ګټور نه دي چی لامل یې ویروسونه وي‌.

انټي بیوټیکونه باید یوازې د اړتیا په وخت او د ډاکټر په مشورې او لارښونې واخیستل شي او همدارنګه باید په خپلسر د هغې له خوړلو څخه په کلکه ډډه وشي.

انټي بیوټیکونه د باکټریایي ناروغیو د درملنې لپاره اغیزمن دي، خو د زکام، ریزش او نورو ناروغیو لپاره چې لاملو یې ویروس وي، کارول یې هیڅ ګټه نلري.

ټولې باکټریاوې مضرې نه دي او ځینې دا مایکروسکوپي ارګانیزمونه د ژوند په بقا او د انسان د روغتیا په ساتنې کې مهم رول لوبوي، خو ځینې باکتریاوې بیا د جدي او ژوند ګواښونکي ناروغیو لامل ګرځي.

انټي بیوټیکونه په بیلابیلو شکلونو نه یوازې د باکټریاو د ودې او تکثر مخه نیسي، بلکې د ساري ناروغیو د ودې مخه هم نیسي.

د انټي بيوټیک پر وړاندې د میکروبي مقاومت د مخنیوي لپاره، ډاکټران وړاندیز کوي چې ان د ځینو خفیف او لږ جدي ساري ناروغیو پرمهال د انټي بیوټیکونو اخیستل اړین نه دي.

د انټي بیوټیکونو غیر ضروري کارول نه یوازې دا چې ناروغ ته ګټه نه رسوي، بلکې د هغې جانبي عوارضو بدن ته جدي زیان رسوي، نو ځکه دا باید ډاکټر ووايي چې ایا ناروغ انټي بیوټیک ته اړتیا لري که نه.

د دې ټکې په پام کې نیولو سره، روغتیا پوهان پدې اند دي چې انټي بیوټیکونه باید یوازې هغه وخت تجویز شي کله چې ګټه یې د جانبي عوارضو څخه زیاته وي.

همدارنګه، بیلابیل انټي بیوټیکونه د بیلابیلو ناروغیو درملنې لپاره کارول کیږي، خو دا پدې مانا نه دي چې یو انټي بیوټیک کولی شي د‌ ټولو ناروغیو د درملنې لپاره ګټور ثابت شي. دا توپیر یوازې ډاکتر د لابراتوار ازموینې او د ناروغ معاینې پر بنسټ کولای شي.

که چیرې یو ناروغ ته انټي بیوټیک ورکول کیږي، نو هغه باید دا درمل په بشپړ ډول او په هماغه ترتیب چې ډاکټر ورته لارښونه کړي، وخوري. همدارنګه دا درمل باید هیڅکله د نورو سره شریک نشي او یا هم د بلې ورځې لپاره ونه ساتل شي. دا په ډاکټر پوري اړه لري‌ چې یو ناروغ باید څو ورځې او څو ځله انټي بیوټیک واخلي.

د بیلابیلو ناروغیو لپاره بیلا بیل انتي بیوټیکونه په مختلفو شکلونو، لکه د پیچکارۍ، ګولۍ او یا د ملهم په بڼه چمتو شوي دی او باید د ټاکل شوي میتود سره سم وکارول شي. پدې مانا چې د جلدي ناروغې لپاره تجویز شوي انټي بیوټیکونه باید د سترګو، پوزې او یا خولې انتاناتو لپاره ونه کارول شي.

ځینې انټي بیوټیکونه د حساسیت لامل کیږي، پداسې حالت کې ناروغ باید ژر تر ژره د ډاکټر سره اړیکه ونیسي. پدغسې پيښو کې ډاکټران ناروغ ته د بل انټي بیوټیک وړاندیز کوي. د انټي بیوټیکونو ترټولو عام حساسیت د پوستکي خارښت، کانګې او نس ناستې دی.

ځینې انټي بیوټیکونه، لکه پنسلین، چې د نړۍ په ډیرو هیوادونو کې نه کارول کیږي، کولی شي د شدید حساسیت لامل شي لکه د انافایلکتیک شاک او ان د مړینې لامل شي.

په ټولیزه توګه انټي بیوټیکونه باید په خپلسر او د ډاکټر له مشورې پرته ونه اخیستل شي، ځکه چې د دې درملو ناسم کارول د درملو پر وړاندې د میکروبونو د مقاومت لامل کیږي، په دې مانا چې میکروب له منځه نه ځي او لا پسې وده کوي.

د انټي بیوټیک پر وړاندې د میکروبونو مقاومت په نړۍ کې د عامې روغتیا لپاره یو ډیر جدي او عاجل ګواښ دی او د امریکا د متحدو ایالتونو د ناروغیو کنټرول او مخنیوي مرکز د احصایې له مخې دا وضعیت په ۲۰۱۹م کال کې په نړۍ کې د نږدې پنځه ملیون خلکو د مړینې لامل شوی دی.‌

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.