ولې طب

عابد الله ګران

198

طب له هغو مسلکونو څخه دی، چې تربل هر مسلک ډېر خلک پکې د زده کړو لېوالتیا لري.
خو ولې طب؟
دلته به پکې د زده کړو مهم دلایل ولولو:

کاري فرصت
په طب کې د زده کړو یو لوی او مهم دلیل په دغه برخه کې د زیاتو او دوامداره کاري فرصتونو موجودیت دی.
په طب کې د زیاتو کاري فرصتونو یو لوی دلیل دا دی، چې انسانان له هر ډول استثنا پرته خامخا مریضیږي.
د طب فارغین سربېره پردې، چې د معالجې په برخه کې کار کولای شي؛ په خصوصي سکتور کې پانګونه کولای شي.
یانې روغتونونه جوړوی شي،د طبي څېړنو ادارې جوړوی شي او ورته نور فعالیتونه.

بل طب لویه غېږه لري. لکه:
د غاښونو طب
عمومي طب
د سترګو طب
د غوږونو او پوزې طب
درمل جوړونه
او ګڼې نورې برخې…

له نورو سره مرسته
طب په انساني لحاظ هم یو غوره مسلک دی. هغه ډاکټران، چې واقعاً د زړه له تله انسانیت ته د خدمت په نیت طب لولي او بیا په عمل کې دا نیت پالي،په وجداني لحاظ خورا آرامه دي.
دوی په مستقیم ډول د بشري ټولنې د خیرښیګڼې لپاره کارکوي.
د طب دا اړخ یو له ترټولو جالبو اړخونو څخه دی. په دې لحاظ طب نه یوازې دا چې انساني همدردي ده؛ بلکې آخروي ګټې او اجرونه هم لري.

د خلکو د خوښۍ سبب کیدل
دا او پورتنی عامل تقریباً سره ورته دي. ډاکټران له محدودو هغو خلکو څخه دي، چې په مستقیم ډول بشري ټولنه د دوی په مرسته او ابتکار ژغورل کیدای شي.
دا کار یې د خلکو د خوشالۍ سبب کیږي. ډاکټران بختور دي، چې خپه زړونه خوشالوي.

طب نړیوال مسلک دی
د طب یو بل لوی خاصیت دا دی، چې سراسري مسلک دی. په دې مانا چې محدودیت نه لري. یو ډاکټر په عین وخت کې د ټولو انسانانو ضرورت دی. دی کولای شي هم اسیایي، هم اروپایي، هم امریکایي او هم افریقایي ته خیر ورسوي.
دی مسلمان، کافر او د بل هر مذهب څښتن ته اخلاقاً د ډاکټریانې خیر رسولو دنده لري.

د ټيمي کار تجربه
ډاکټري لکه چې پوهیږئ د ځینو نورو کارونو برعکس فردي کار نه؛ بلکې ټیمي کار دی.
په دغه کار کې یو ډاکټر د مختلفو نورو برخو ډاکټرانو، نرسانو او نورو سره ګډ کار ته مجبور دی.
له دې كبله د طب د مسلک یوه عمده ښیګڼه دا ده، چې له ګډ او ټیمي کار سره د خپلو لارویو په اشنا کولو کې زیاته مرسته کوي.
د طب مسلک اړوند خلک د همدې ټیمي کار له کبله تر ډېره نرم مزاجه او با زغمه دي.

ورځ تربلې زیاتیدونکی اهمیت
طب له محدودو هغو مسلکونو څخه دی، چې ورځ تربلې یې ارزښت زیاتیږي او جدي کیږي.
په دې مانا، چې د بشري ټولنې تر ابده به ډاکټر ته اړتیا وي، ځکه انسان خامخا مریضیږي او ډاکټر دی، چې موجویت یې د دوی د درملنې لپاره ضرور دی.

کاري امنیت
د طب یوه بله ښیګڼه دا ده، چې د دغه مسلک خلک تر ډېره له کاري امنیت څخه برخمن دي.
دا خوندیتوب هم په مالي لحاظ او هم په فزیکي لحاظ د پام وړ دی. ډاکټران د نړۍ له ښه اقتصاد لرونکو خلکو څخه دي.
د دې ترڅنګ له دوی سره څوک زیات کار نه لري، یانې په نړیواله کچه قوانینو دوی ته د بې طرفو خلکو په سترګه کتلي او حتا جنګي لوري یې ورته په احترام لرلو مکلف کړي دي.

ټولنیز درناوی
ډاکټرانو ته په عام ډول ټولنې په لوړ احترام قایل دي او په درنه سترګه ورته ګوري.
ډاکټران د همدغه ټولنیز احترام له کبله هم پرخپل مسلک ویاړي او خپل اولادونه یا نور خلک هڅوي، چې دغه مسلک ته مخه کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.