د لنډیو پر ټـټـر باندې د کډوالۍ انځور/۲۶مه برخه

آصف بهاند

211

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

۲۴۵مه برخه

اب‌ودانه هسې بانه ده

د ایراني زړه راته ډک دی ما شړینه

 

خدای دې جزا درته درنه کړي

چې له کډوالو سره کړې داسې ظلمونه

 

خدای مې دې خپل وطن اباد کړي

نور مې توبه ده بیا ایران ته نه ورځمه

 

سپېره به پاتې پاکستان شي

مسافر کډې باروي وطن ته ځینه

تازه په ایران کې پر افغانانو باندې نوي بندیزونه لگېدلي دي. راپورونه وايي چې د ایران د امنیت شورا مقامانو ځانگړو اړوندو ادارو ته حکم کړی دی چې: د ایران په ۱۶ ولایتونو کې د افغانانو اوسېدل او کار منع اعلان شوی دی. مانا دا چې په ایران کې شته افغانان یې په یوه تنگ قوتي کې زنداني کړل.

په ایران کې پر افغانانو باندې د دې نویو بندیزونو په باب د بي‌بي‌سي په یوه رپوټ کې داسې راغلي دي:

«د ایران د کرمانشاه ایالت د بهرنیو وګړو د کنترول عمومي مسول ویلي، “د ملي امنیت شورا لخوا نوې داسې تګلاره ورکړل شوې چې له مخې یې د دغه ولایت په ګډون د ایران په ۱۶ ولایتونو کې د افغانانو هستوګنه او کار روزګار منع اعلان شوی دی.”

د بهرنیو وګړو اړوند چارو دغه مسول حمزه سلیماني د ایران ایسنا خبري اژانس ته ویلي “په دې هکله د سږ کال له پیله د بهرنیو وګړو د کنترول او څار اړوند اته بېلابېلې اجرایوي کړنلارې عملي شوي دي.”

د ایران شرق نومې ورځپاڼې د هغو ولایتونو نومونه هم خپاره کړې چې پکې د افغانانو تګ راتګ او هستوګنه بنده شوې ده.

د یادې ورځپاڼې په حواله، د ایران په شرقي آذربایجان،غربي آذربایجان، اردبیل، زنجان، کردستان، کرمانشاه، ایلام، لرستان، چهارمحال‌ وبختیاري، کهګیلویه‌ وبویراحمد، ګیلان، مازندران، سیستان‌وبلوچستان، هرمزګان او همدان هغه سیمې دي چې پکې د افغانانو هستوګنه او ګرځېدل منع شوې دي.

له دې وړاندې د ایران ملي شورا د کورني امنیت کمیسیون یوه غړي چې د ایران کورنۍ چارې هم څاري، ویلي “که د بهرنیو وګړو اړوند تګلاره اعلان شي، دا به ایرانیانو ته هم نوي مسوولیتونه ورکړي.”

دغه کس ویلي، د دې طرحې له مخې به هغه ایرانیان هم د مجازات وړ وي چې بهرنیو وګړو له ډلې یې افغانانو ته کورونه یا کار ورکړی وي.

په دې وروستیو کې په پرلپسې ډول ایران او پاکستان کې پر افغان کډوالو محدودیتونه ډېر شوي او تر څنګ یې په زور خپل هېواد ته د ستنولو لړۍ هم چټکه شوې…»

دې ته باید د یویشتمې پېړۍ ترټولو ظالمانه دیکتاتوري وویل شي چې له هېڅ ډول نړیوالو قوانینو سره اړخ نه لگوي. د لنډیو لاندې څو بېلگې د مجبورو کډوالو د ژوند ځینې اړخونه انځور کړي دي:

خوشې عبث عمر مې تېر کړ

درس مې شو پاتې اوس وطن ته مې شړینه

 

خاونده دا به دې رضا وي

چې د ځوانۍ وخت کډوالۍ کې تېـررومه

 

زما جانان ترکوچو سپین دی

له پنجابي سره نوکر دی تور به شینه

 

زما جانان ترکوچو سپین دی

له ایراني سره نوکر دی تور به شینه

 

اب‌ودانه هسې بانه ده

د ایراني زړه راته ډک دی ما شړینه

 

الله دې تا هم مهاجر کړي

په شلوکالو څوک درنه‌کړي اسنادونه

 

خدای خو دې تا هم بې‌وطن کړي

چې درپه زړه شي دا زموږ مجبوریتونه

 

څه چې کوي هغه سم نه دي

ناسم کارونه دې پرزړه ږدي سره داغونه

 

اب‌ودانه نه ده تمامه

گاونډ انصاف نه پېژني، ژر مې شړینه

 

خدای دې جزا درته درنه کړي

چې له کډوالو سره کړې داسې ظلمونه

 

کاکړه خدای دې دوزخي کړه

چې پرکډوالو دې بل کړي دي اورونه

 

خدای مې دې خپل وطن اباد کړي

نور مې توبه ده بیا ایران ته نه ورځمه

 

د مجبوریت ورځې ترخې دي

گاونډه رادې‌شي پرتا مجبوریتونه

 

اخر به لاړشم خپل وطن ته

نور خو به‌ناورم د پنجاب تور پېغورونه

 

ایران شو پاتې زه ترې لاړم

خوشحال په دې یم چې اوس خپل وطن کې یمه

 

سپېره به پاتې پاکستان شي

مسافر کډې باروي وطن ته ځینه

 

اخر مې ځای پر خپل وطن دی

که هره خوا پروطنو وگرځېدمه

 

بېرته راستون شوم خپل وطن ته

ارام مې نه موند په پردیو وطنونه

 

اخر به وران شې پاکستانه

د کابل جان نجونې ښېرا درته کوینه

 

نن زما وار، سبا به ستا وي

پنجابه وکره بیا اخله خپل فصلونه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.