د شپې د بې خوبۍ زیانونه

عبدالرشید تسل

436

د شپې له خوا کار یا دنده کولی شي ستاسو روغتیا ته زیان ورسوي. یوه نوې څیړنه وړاندې کوي چې د شپې کار کول د یو چا روغتیا ته زیان رسولی شي. په ځانګړې توګه دا د ډیری سرطانونو، شکر ناروغۍ، رواني ناروغیو او د زړه د مختلفو ناروغیو خطر زیاتوي. د انګلستان په سوري پوهنتون کې د خوب د څیړنې مرکز څیړونکو وموندله چې په بدن کې ډیری جینونه د ۲۴ ساعتونو منظم دورې تعقیب ته اړتیا لري په کوم کې چې بدن د شپې ارام(خوب) کوي. که دا دوره ماته شي تر ۱۵۰۰ پورې جینونه به زیانمن شي، چې په پایله کې د احتمالي ژوند ګواښونکي ناروغیو سبب ګرځي. د انسان بدن شاوخوا ۲۴۰۰۰ جینونه لري. ډیری یې د خوب نه کولو له امله بندیږي که چیرې بدن د خوب کولو منظم طرز تعقیب نه کړي. دا کولی شي د معافیت سیسټم برخې لږ اغیزمن شي، او موږ د ناروغیو لپاره ډیر حساس کوي.” ډاکټر ډیجک وویل چې د څیړنې پایلو سره سره به د خلکو لپاره د خپل ژوند طرز بدلول ستونزمن وي. هغه څرګنده کړه چې د ټولنې لپاره دا ستونزمنه وه چې کار وکړي پرته له دې چې خلک د شپې په شفټ کې کار وکړي، مګر وویل چې خلک باید په خطرونو پوه شي او “اغیز کم کړي”
هغه ناورغۍ چې د شپې بې خوبۍ له امله رامنځته کیږي!
۱ غوصه: د بې خوبۍ یو ستر لامل دادی چې انسان د ورځې په اوږدو کې له هر څیز شکایت کوي او په کوچني نه کوچني څیز غوصه ورځي. دا د بې خوبۍ دا د بې خوبۍ ستر لامل کیدلی شي.
۲ سر دردي: د کم خوب دویم زیان دادی چې د ورځې لخوا به مو سر درد کوي. او هېڅ پلان به د ژوند مخته نشئ وړلی.
۳ د سترګو لید: د خوب کموالی د سترګو لید کموي.
۴ د زړه ناروغۍ: بې خوبي کولی شي چې انسان ته د زړه ناروغۍ شدید خطرات پیدا کړي.
۵ سست غبرګون: د بې خوبۍ بل زبان دادی چې انسان په غبرګون ښودلو کې سست او تمبل کوي. ځینو کسانو ته د یوې څېړنې له مخې د پوره ځینو ته د کم خوب کولو مشوره ورکړل شوه. پایله دا وه چې هغه کسان چې بشپړ خوب کوونکي وه نسبت هغو کسانو ته چې کم خوب کوونکي وه د هغوی کارګردګي چټکه وه.
۶ تمرکز: څېړنې ښيي چې په کم خوب سره انسان د تمرکز له مادې خلاصیږي. او ذهن له ستونزو سره مخ کیږي چې بیا ورته هر کار ستونزمن ښکاري.
۷ د واکسینو اثر کمېدل: واکسین عموماُ بدن د ځانګړو ویروسونو څخه د ساتلو لپاره کیږي. که چیرې خوب مو کم وي د واکسین اثر به د پوره خوب په پرتله کم وي. ځکه کم خوب د انسان د فاعي نظام کمزوری کوي.
۸ په خبرو کې ستونزې: د خوب کموالی د انسان پر خبرو هم اغېز کوي. انسان داسې معلومیږي چې کومه نشه یې کړې وي. که یو څوک تر ۳۶ ساعتونو ویښ پاتې شي نو معلومه به شي چې د خبرو انداز ترې غلطیږي او کومه خبره چې غواړي په بشپړ ډول نشي کولی.
۹ هر وخت د زکام او ټوخي ناروغي: ځیني وختونه زکام او ټوخی د کم خوب له امله رامنځته کیږي. یوه څېړنه ښيي چې هغه کسان چې له ۷ ساعتونو کم خوب کوي دغه ناروغي پکې د نورو په نسبت درې چنده موندل کیږي.
۱۰ خېټې ناروغۍ: په معده کې سوخت او قبض راتلل هم د کم خوبۍ له امله رامنځته کيږي. او پوره خوب مو د قبض او معدې له ناروغیو مخه نیسي.
۱۱ شکر: د یوې څېړنې له مخې د شکر د منځته راتلو لامل د خوب کموالی ده.
۱۲ سرطان
۱۳ یاداښت: د ځوانۍ پر مهال په خوب کې کموالی د ماغي توازن خرابوي. د یوې څېړنې له مخې کوم کسان چې په ټاکلې اندازه خوب کوي یاداښت یې قوي او له (الزائمر) ناروغۍ څخه هم ژغورل کیږي.
۱۴ پر اراده کنترول نه لرل: کله چې ذهن له ستومانتیا او ستړیا سره مخ وي نو بې له سوچ او فکره ګامونه پورته کیږي. چې دا په ژوند کې یوه لویه ستونزه ده.
۱۵ له وخت وړاندې زړېدل: دا هم د بې خوبۍ غټ لامل کیدلی شي.
۱۶ ډېفرېشن/خپګان: له یوې څېړنې څرګنده شوه چې کم خوب که څه هم د انسان مزاج ګډوډوي خو سربیره پر دې په انسانانو کې ډیپریشن او د خپګان ناروغي هم زیاتوي. د خوب کموالي له امله د میرمنې او خاوند ترمنځ تاوتریخوالی رامنځته کیږي.
۱۷ عضلات کمزوري کوي: د خوب کمښت بدن کې د هارمونونو نظام بدلوي چې بدن ته د عضلاتو جوړولو او کمزوري له منځه وړلو کې ستونزې رامنځته کیږي. همدغه لامل دی چې عضلاتو کې ستونزې رامنځته کیږي،همدغه لامل دی چې عضلاتو ته زیان رسیږي او ددې درملنه هم ستونزمنه شي. له یوې څېړنې څرګنده شوې چې د خوب په جریان کې بدن ته وده ورکوونکې او زیان له منځه وړونکې هارمونونه ویستل، چټکیږي. د فټنس <Fitness> روغتیا پوهان هم د عضلاتو قوي کولو لپاره پوره خوب اړین ګڼي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.