د لنډیو پر ټـټـر باندې د کډوالۍ انځور-۲۸مه‌ برخه

آصف بهاند

241

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

۲۴۷مه برخه

 

پرزړه مې زرمن گیلې بار دي

پنجاب لگیا دی نور غمونه ټوکوینه

– 

د مشرف په څېر به مړشې

چې د کډوالو مو اخیستي ازارونه

 

پاکستاني مشران یې غواړي

چې پرکابل باندې بیا بل شي سره اورونه

 

خوښي د بل په وطن نه‌شته

که ارام غواړې خپل دې ښار او وطنونه

له پاکستان نه د افغان مهاجرو د راشړلو د پروسې له پیل نه پاکستاني مقامات د خپلو غیرعادلانه او غیرقانوني فیصلو د توجه کولو په غرض هلته دلته څرگندونې کوي او حتی د دې ادعا هم کوي چې گنې د پاکستان امنیت او اقتصاد د کډوالو له لاسه خراب دی او بیا ـ بیا پر دې باندې ټینگار کوي چې افغان کډوال دې خپل وطن ته ستانه شي.

نړیوالې اړونده مؤسسو بیا، بیا د دومره کډوالو په یو وار شړلو په وجه اندېښنې څرگندې کړې دي او د منفي پالو په باب یې گوتځنډنې هم کړې دي. د بي‌بي‌سي په یوه رپوټ کې په دې ساړه موسم کې د دومره کډوالو شړلو منفي پایلو ته داسې اشاره شوې ده:

«… د بښنې نړيوال سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، د پاکستان حکومت له زرګونو افغان کډوالو څخه د “سياسي الې” په توګه کار اخلي چې په وينا یې د طالبانو تر واکمنې لاندې افغانستان ته چې د بشري حقونو له سخت فشار او بشري ناورين سره مخ دی، د افغان کډوالو ژوند له ګواښ سره مخ کېدای شي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو لویې کمشنرۍ (یو اېن اېچ سي ار) هم په دې اړه اندېښنه ښوولې وه او ویلي یې و، د ژمي په رانژدې کېدو د لوی شمېر کډوالو ناڅاپي ستنېدل به افغانستان کې بشري کړکېچ چې له وړاندې د نړۍ په کچه له لویو بشري کړکېچونو بلل کېږي، لا پراخ او ژور کړي.

یو اېن اېچ سي ار ویلي و، د پاکستان له اعلانه را پدېخوا لکونه افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي. پاکستان ویلي تر راتلونکې جنوري میاشتې به ټول ناقانونه کډوال ایستل کېږي.

د طالبانو حکومت چارواکو پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو پر وړاندې له تاوتریخوالی ډک چلن غندلی او د مخنیوي غوښتنه یې کړې.

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت سرپرست وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد د پاکستان دا ډول پرېکړې “غیر عادلانه” او “بې انصافي” بللې وې او ویلي یې و، چې دا ډول کړنې د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې “ترینګلي” کوي. خو د پاکستان د لوی درستیز وروستیو څرګندونو په اړه یې څه نه دي ویلي.»

خو پاکستاني مقامات بیا، بیا ټینگار کوي چې کډوال دې د دوی له وطن څخه ووزی. د خلکو شکایتونه څوک نه‌اوري، دوی یې په خپله ژبه له ځان سره زمزمه کوي. دا یې د لنډیو په قالب کې څو بېلگې دي:

پرېـږده چې سرووینو کې رنگ شم

ټـوپک د بـل و، پـراږو مــا گــرځــاونــه

 

پښېماني دې گټه نه‌کړي

په نادانۍ دې اړولي تاوانونه

 

په بل وطن کراری نه شته

که ارامي وي نو دلې په وطنونه

 

تن مې زهیر شو له غمونو

امید یې شته دی چې به روغ په وطن شمه

 

خوښي د بل په وطن نه‌شته

که ارام غواړې خپل دې ښار او وطنونه

 

د پردیسانو زړه نری وي

د وطن نوم چې یادوي ژړا ورځینه

 

په دا یوه خبر خوشحال یم

سبا راون یم خپل مې خلک او کورونه

 

پردو د تللو راته ووې

خوشحال په دې یم چې مې خپل مُلک ته شړینه

 

تښتېدل ښه له داسې خلکو

چې د عزت سرمایه بالکُل نه لرینه

 

میډیا پوه کړم چې ځه‌وزه

که مې دوی باسي سپکاوی ورسره‌وینه

 

پر زړه به غټه تیگه کېـږدم

له کډوالۍ نه به یې ورو ـ ورو صبرومه

 

پرزړه مې زرمن گیلې بار دي

پنجاب لگیا دی نور غمونه ټوکوینه

 

ټول کلی‌کور دې ملنگان شه

اخونده ټول عمر دې دروغ ویلي دینه

 

د مشرف په څېر به مړشې

چې د کډوالو مو اخیستي ازارونه

 

د ضیاالحق په شان به دود شې

چې د کابل د سوځیدو گورې خوبونه

 

پاکستاني مشران یې غواړي

چې پرکابل باندې بیا بل شي سره اورونه

 

کابل ژوندی دی، کابل خوځي

پر رقیبانو باندې بل دي سره اورونه

 

په زیارتو په دُعا نه شي

مټې رابډوهئ وطن ابادونه

 

چې څنگ ځواني شوه، مزدوري شوه

عرب ظالم دی مزدوري نه راکوینه

 

پاس په هوا تېرشه جانانه

لارې کوڅې له ملیشه‌وو ډکې دینه

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.