د (خوشحال و اقبال) کتاب پېژندنه

معرفي کوونکې: محموده تقوا میلاد

228


_______________________________________
هیڅکله دوې څیرې او د دوو کسانو نظرونه سره کټ مټ ورته نه وي خو بیا هم په ځینو مواردو او ټکو کې د ډیرو انسانانو د څیرو، نظرونو او فکرونو مزي سره غوټه شوي وي همداسې د ځینو انسانانو هدفونه او موخې سره ورته وي خو هر کس به له بیلا بیلو زاویو یادو موخو ته کتلي وي.
د (خوشحال و اقبال ) اثر لیکوال میر عبد الصمد دوه پیاوړي وطنپال شاعر او لیکوال شخصیتونه ( ستر خوشحال خټک او علامه اقبال لاهوري) په خپل یاد اثر کې په بیلا بیلو مواردو او برخو کې سره پرتله کړي دي.
(خوشحال و اقبال) کتاب میر عبد الصمد په اردو ژبه لیکلی دی چې لومړی چاپ یې په ۱۹۷۶م کې او دوهم یې په ۱۹۸۲ م کال کې د فهیم عظیم په اهتمام د پیښور ښار په عظیم پبلشنګ هاوس کې په اخباري ورستو یا ټیټ کیفیت پاڼو کې چاپ ته رسیدلی دی.
دغه اثر په ۳۸۴ مخونو کې پرته د څپرکو له ویش څخه په یو مخیز ډول په بیلا بیلو سرلیکونو کې لیکل شوی دی او په ۳۶ بیلا بیلو موضوعاتو پکې بحث شوی چې ۳۲ د موضوع اړوند او ۴ نور د تعارف، پیش لفظ ( وړاندوینې ) تقریظ او دیباچه سرلیکونه دي. پر دې سربېره د ماخذ و استفاده موضوع خپله لیکوال، د تعارف برخه ایس. آی رحمن، او تقریظ پرې مولانا وقار انبالوی لیکلی دی. د کتاب له دوهمې نرمې کایې وروسته د کتاب پیل د دواړو په دغه بیتونو شوی دی.
نګاه عِشق دل، زنده کې تلاش مې هې
شکارِمرده سزاوار شاهباز نهي
” اقبال”
لکه باز په لوی لوی ښکار ځما نظر دی
نه چې ګرځي، ګونګټ نیسي باد خورک یم
“خوشحال”
د دې کتاب ۲۲ اصلي سرلیکونه د موضوع اړوند هم په لاندې ډول دي

خوشحال خان اقبال کې نظر مې.
مختصر حالات.
ادبي پس منظر.
خوشحال خان خټک کې شاعري.
خوشحال خان بحیثیت شاعر اپنې نظر مې.
خوشحال خان کې فارسي شاعري.
خوشحال و اقبال .
حق بین و حق اندیش.
خوشحال و اقبال کا دور.
پختون اور اسلام.
خوشحال اور اقبال کا تصور قائد.
ازادي و محکومي.
خوشحال و اقبال کې تصور کا انسان.
زر پرستي و کائنات.
صبر و توکل.
ماده پرستي .
تحصیل علم کا مقصد.
قوم پرستي کا مخالف.
جدو جهد کې تعلیم.
حسن عمل کې تعلیم.
شیرو شاهین.
بازنامه.
درویش ، فقیر، قلندر.
صوفي ملا.
حب رسول ، حب اهل بیت، اور حب اصحاب رسول.
عقل و عشق.
فلسفه غم.
جمهوریت.
معیشیت.
حقیقی قومیت .
خوشحال خان کې متفرق اثار.

د ماخذ په برخه کې لیکوال لیکي چې د خوشحال په هکله چې څومره کتابونه لیکل شوي وو ما په دغه اثر کې استفاده کړي دي او همدا رنګه لیکي چې د رضا همداني، قاضي عبد الحکیم اثر، میر حمزه شینواري، ډاکتر سید انور الحق له تحریرونو څخه چې د خوشحال په هکله یې لیکلي دي هم استفاده کړې ده او د علامه اقبال لاهوري په هکله مې د نوموړي د شعري مجموعې تر څنګ د سید عابد علي عابدي د شعر اقبال، د خلیفه عبد الحکیم مرحوم د تشبهات رومي، د ډاکتر سید عبد الله مقامات اقبال څخه هم اشتفاده کړې ده.
په دې کتاب کې خوشحال او اقبال په داسې بڼه پرتله شوي دي چې کله کله په یوه مسیر سره روان ښودل شوي، مفکوره یې سره ورته او هدف یې سره نږدې ښودل شوی خو کله کله بیا یو پر بل ورته ځینې ځینې برترۍ هم ور کړل شوې دي او یو پر بل یې وړاندې وروسته کړي.
د دوی تر منځ اصلاً زماني واټن لږ او ډیر ۲۰۰ کاله دی نو ځکه په فکري لحاظ یو څه سره د پرتلې وړ دي. سره له دې چې د دې کتاب په تعارف برخه کې ایس. آی رحمن لیکي چې د اقبال د فکر او نظر حلقه په لازمي ډول د خوشحال نه پراخه ده او د جدید و علومو او نوي ماحول او د پیچلو حالاتو له امله دده د نثر او نظم دواړه برخې ښې ځلیدلې دي.
د دې کتاب په وړاندویینه کې مولانا محمد جعفر شاه پهلواري لیکي چې د خوشحال په شاعرۍ او لیکنو کې ډیره مهمه برخه دده د ژوند تجربه وه ځکه په هره برخه کې چې ده څه لیکلي وو هغه ده لیدلي وو داسې نه وو لکه یو شاعر چې سترګې له شهلا او نرګس سره تشبه کوي خو په خصوصیت یې نه پوهېږي لکه څرنګه مو چې مخکې یادونه وکړه د دې دواړو نومیالیو هدف او موخه یوه وه خو د ورتګ لارې یې بیلې وې په همدې کتاب کې لیکل شوي چې اقبال مومن ننګیال وو خو خوشحال بیا د یو مومن تر څنګ پښتون ننګیال هم وو یعنې یو پشتون نشنالیست او بل یو مذهبي کرکټر وو خوشحال خان له حق څخه بې برخې شوی وو نو له دې کبله یی نه غوښتل چې نور پښتانه هم بې برخې پاتې شي او د پشتنو د را ویښولو هڅې یې کولې خو اقبال لاهوري بیا غوښتل چې ټول انسانان او پښتانه را ویښ کړي او د خپل حق د غوښتلو له پاره اواز جګ کړي.
د خوشحال خټک او علامه اقبال لاهوري مفکوره تر ډېره بریده سره ورته وه نو ځکه هم خپله علامه اقبال لاهوري ور باندې لیکنې کړې دي چې په انګریزي ژبه یې یوه لیکنه هم پرې کړې چې دا لیکنه په اسلامیک کلچر حیدر آباد دکن کې په ۱۹۲۸ م کې چاپ شوې ده. نوموړی دومره د ده د مفکورې او اشعارو تر اغیز لاندې راغلی وو چې خپل ځینې شعرونه یې په پرتله یز ډول د خوشحال له شعرونو سره راوړي دي او په رسالو کې یې چاپ ته رسولي دي. لکه په لاندې شعر کې:
نه به ځما غوندې بل جنګیالی راشي
نه به ځما غوندې بل ننګیالی راشي
خټک له پریږده په درست افغان کې
عجب که هسې فرهنګیالی راشي
اقبال وایی:
سرودې رفته باز اید که نا ید
نسیمې از حجاز آید که ناید
سر آمد روزګارې این فقیري
دګر دانا یې راز آید که ناید
د کلا لایق خو باز دی یا شاهین دی په دا څه چې د کلاغ په سر کلاه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.