!سپين سترګې

نصرت ارمان

287
نوې لنډه کیسه
چې څنګه مې دروازه خلاصه کړه؛ حاجي ميرداد راغاړېوت، هغه زما د پلار ترورزی و، يو بل سپين ږيری هم ورسره و، را ويې پېژنده چې باجا يې دی او همدلته ښار کې اوسي. حجره کې مې چې يوه دروازه يې انګړ او بله د کوټو مخ دهلېز ته وتې وه، کېنول او کور ته لاړم چې د چايو ورته ووايم.
مېرمن مې پخلنځي کې د ماښامي لپاره په دېګ پخولو لګيا وه، ورته مې وويل چې ژر چای تيار کړي، چې مېلمانه مې ور وپېژندل نو په خندا شوه، ويل زه پويه شوم چې څه ته راغلي؟
د حاجي ميرداد ناڅاپي راتګ او د ښځې دې خبرې راته اندېښنه پيدا کړه چې څه کيسه ده؟ ورته مې وويل چې ما هم پوی کړه، هغې ويل: تېره مياشت چې زه او هسکه کلي ته د خرما ترور د لمسي واده ته تللي وو، نو د ميرداد ښځه ګرده له هسکې تاوېده او څو ځل يې راته وويل چې دا لور به دې درنه زه زوی ته کوم.
د ښځې خبرې خوند رانکړ خو ځان مې په دې ډاډه کړ چې کېدای شي داسې نه وي، بېرته حجرې ته ورغلم. له حاجي ميرداد نه مې د هغه د بچيانو او نورو کليوالو حال احوال واخېست، باجا يې موبايل کې په ګوتو وهلو شو، ميرداد په خندا راته وويل: بيا و نه وايي ګوره موږ خپلوان نه هيروو، کور مې دې په پوښتنه، پوښتنه پيدا کړ، دا شکر چې سخي جان راسره و.
باجا يې چې سخي جان نومېده، د هغه د خبرې تاييد وکړ چې ډېر ستړي شوو.
ما ويل چې اوس ژر په اصلي خبره او د راتګ په هدف يې پوی شم او ميرداد چې څنګه وويل: د مرګ او ژوند پته نه لګي، ما ويل چې دا د کشري زوی خوښي په خپل ژوند وګورم.
زما يقين وشو چې د ښځې خبره مې رښتيا ده، خو ځان مې داسې وښوده چې پوی نه شوم، ورته مې وويل: بس چې خوښۍ کې يې موږ درنه هېر نه شوو حاجي صاحب.
هغه وخندل: خوښي خو به زموږ او ستاسې شريکه وي، مور يې راته ويل چې ټولو زامنو ته دې تا ښځې کړي، دې يو ته به يې زما په خوښه کوې.
زه ورته موسکی شوم: دومره حق خو د هغې هم شته.
ميرداد پښه وغځوله: د هماغې په خوله خو تا کره راغلی يم کنه، ستا لور يې خوښه شوې.
له دې خبرې سره چوپ شو، دواړه زما ځواب ته منتظر شو، خو زه هم غلی وم، هېڅ نه پوهېدم چې څه ورته ووايم او څنګه يې ورته ووایم؟
همدا وخت د حجرې دروازه راوټکېده، پوی شوم چې چای تیار شوی، ورجيګ شوم، هسکه پتنوس په لاس ولاړه وه، ورته مې وويل: راځه، پردي نه دي.
هسکه راننوته، دواړو ته يې سلام وکړ. ميرداد ورته په وازو سترګو ښکته پورته وکتل، ما پيالې ډکې کړې او بيا مې هسکې ته مخ کړ: حاجي صاحب ستا غوښتو ته راغلی، خپله ورسره خبرې وکړه.
هسکې يوه شېبه ميرداد ته وکتل: حاجي صاحب ځان ته مې غواړې؟
زه او د ميرداد باجا په خندا شوو، ميرداد اوتر شو: ځان ته دې نه غواړم بچۍ، زوی ته دې غواړم.
– خو زوی به دې راوستی وی کنه، چې يو ځل خو ما ليدلی وی چې ژوند مې ورسره کېږي که نه؟
ميرداد له چايو غړپ وکړ، بيا يې باجا ته ورمخ کړ: سخي جانه ته يې ورته عکسونه وښايه چې ويې ګوري.
سخي جان ژر موبايل کې د عکسونو په را اړولو شو، خو هسکې ورته وويل چې تېر شه ترې.
ميرداد له سره پګړۍ راکوزه کړه، په بې ويښتو سر يې له لاس تېرولو سره وويل: زوی مې شکر نه شل دی او نه کوم بل عیب لري.
ما د ميرداد تشه شوې پياله ډکه کړه: هو؛ ما ليدلی، په وجود روغ جوړ دی.
هسکې وويل: خو چې فکر يې جوړ دی او که نه؟
ميرداد ته يې خبرې خوند ورنکړ: نو ته څه وايي چې لېونی دی؟ زما د زوی غوندې ځوان شکر دی ټول کلي که نه شته.
هسکې ورته وموسل: زما مطلب دا نه و حاجي صاحب، ښه رښتيا زوی دې څه کار کوي؟ که درس وايي؟
ميرداد په ځای رانېغ شو: هېڅ کار نه کوي، مکتب يې دولسم پورې ویلی.
هسکې ما ته راوکتل: نو بېکاره سړي سره کله ژوند کېږي؟
ميرداد وخندل: ته لکه چې ما نه پېژنې؛ پلار ته دې پته ده، زما دومره ځمکه ده چې د لمسيانو مې هم بس ده.
هسکه جګه شوه: هغه ستا ځمکه ده، زوی دې چې کله خپله څه پيدا کړل بيا ورته د ښځې غم کوه.
ميرداد او باجا يې ما ته حيران حيران راکتل چې څنګه لور ته په داسې خبرو هېڅ نه وايم؟ هسکه لاړه.
ما ميرداد ته مخ کړ: دا دی حاجي صاحب لور مې درته خپله خبره وکړه، ما نه خفه نه شې، دا واک د هغې دی، خوښه يې نه ده!
ميرداد پګړۍ په سر کړه: لور دې ډېره سپين سترګې غټه کړې، پوی يې کړه، ګنې په کور به درته زړه شي.
ما ورته وخندل: په کور زړېدل يې له هغه چا سره له ژونده ښه دي چې خوښ يې نه وي.
دواړو پيالې ډکې پرېښودې او بې مخه ښې له حجرې ووتل….

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.