د ژبې مړینه څه ده؟

ژباړه: تمهید سیلاني

189

د « ژبې مړینه»، دا ترکیب د هر بل ترکیب په شان چې په هغۀ کې د « مرګ » کلمه موجوده ده، د خپگان او پای نښه ده. یاده کلمه له ځان سره منفي تاثیرات او ضمني معناوې وړاندې کوي. کله چې وایو یوه ژبه مړه ده، دې ته ورته ده چې وایو یو انسان مړ دی. تر دې بل څه نه دي، ځکه چې ژبه پرته له ویونکو وجود ونلري.
ژبه هغه مهال مري چې هېڅوک پرې خبرې ونکړي. د دې کتاب د لوستونکو لپاره چې مورنۍ ژبه یې انګلیسي یا کومه بله پرمختللې ژبه وي ممکن د داسې یوه څه تصور ستونزمن وي، مګر کولی شو په آسانۍ سره هغوی ته دا حقیقت څرګند کړو ، د بېلګې په توګه، بروس کونیل د انګلستان د ختمیدونکو ژبو د انجمن په خبرپاڼه کې د (( Obituaries)) یا د مړینې د خبرداري تر سرلیک لاندې په یوه مقاله کې داسي لیکلي:« د ۱۹۹۴ -۱۹۹۵ کلونو تر منځ د یوې ساحوي څېړنې په ترڅ کې چې د مامبیلا په سیمه کې چې د اداماوای کامرون په ولایت کې موقعیت لري، له ځينو هغو ژبو سره مخامخ شوم چې د مړینې په حالت کې وې.
له دغو ژبو څخه چې یوه یې کاسابه نومېده چې ما پخپل تېر را پور کې د هغې ژبې په هکله معلومات وړاندې کړي دي. د نوموړې ژبې د کاونډو ژبو د ویونکو په قول کاسابه د لونو په نوم یاده شوې ده. ما ددغې ژبې یوازې یو ویونکی (بوګون) پيدا کړ چې هغۀ ددې ژبې کوم بل ویونکی نه پېژانده.
د ۱۹۹۶ م کال د نوامبر په میاشت کې د کاسابې ژبې په اړه د لا زیاتو معلوماتو د را ټولو په موخه مامبیلا ته لاړم، مګر د یادې ژبې همدا یو ویونکی بوګون د ۱۹۹۵ م کال د نوامبر په ۵ نېټه له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې وې او کاسابه ژبه یې له ځان سره ګور ته وړې وه.
د بوګون خور په کاسابې ژبې پوهېده، مګر هغې نشول کولی چې پرې خبرې وکړي. هېره دې نه وي چې د بوګون زامن او لمسي لا ژوندي و، اما په دوی کې هېڅوک په نوموړې ژبې نه پوهېدل.
د یوې ژبې دمړینې خبر په همدې ساده ګۍ وکول کيږي. هو، لکه څنګه مو چې په را پور کې د مړینې یو عادی خبر واورېده. اما دا يو واضح واقعیت دی چې د ۱۹۹۵ کال د نوامبر په ۴ نېټه د کاسابې ژبه ژوندۍ وه، مګر د نوامبر په ۵ نېټه د پخوا په شان نه وه.
اوله استیګ اندرسن د همدې انجمن په دویم نندارتون چې په ۱۹۹۸ م کال په ادینبرو کې تر سره شو یوه بله واقعه بیانوي. دا ځل پېښه د اکتوبر په ۱۸ نېټه پېښه شوې وه:«د غربي قفقاز ژبه ( اوبوه) د ۱۹۹۲ کال د اکتوبر په ۱۸ نېټه سهار مهال له خپل یوازیني ویونکي توفیق اسنچ سره مړه شوه. زه تصادفآ هماغه ورځ پرته له دې چې مخکې له مخکې د لیدنې وخت ور سره وټاکم د توفیق اسنچ کلي ته ورغلی وم تر څو د نوموړې ژبې له وروستي ویونکي سره خبرې وکړم، مګر خبر شوم چې یاد ویونکی زما له رسېدو څو ساعته وړاندې مړ شوی و او له لږ ځند وروسته یې په هماغه ورځ جسد خارو ته وسپاره».
واقعیت دادی چې دواړه ژبې یعنې کاسابه او اوبوه د بوګون او توفیق اسنچ له مړینې مخکې مړې شوې وې. که چېرې تاسو د یوې ژبې وروستی ویونکی یاست، نو ستاسو ژبه د اړیکو ساتلو یا افهام و تفهیم له مخې ستاسو په ژوندينې د مړو ژبو په کتار کې شمېرل کيږي، ځکه ژبه هغه وخت ژوندۍ حسابیږي چې یو له بل سره پرې خبرې وشي.
که چېرې د یوې ژبې لیکنی آرشیف ساتل شوی نه وي، نو د ویونکي خبرې یوازینی سند دی چې د خزانې په توګه ترې پاتې کيږي. مګر کله که له یوې ژبې لیکنی آرشیف پاتې وي نو له مرګ وروسته تر ډېره موده د هماغې ژبې د سند په توګه ترې ګټه اخیستل کيږي، اما بر خلاف ددې که چېرې له یوې ژبې لیکنی آرشیف هم نه وي پاتې شوی، د وروستي ویونکي په مړينې سره شفاهي او لیکني آرشیف د تل لپاره له منځه ځي.
کله چې یوه ژه په هېڅ ډول نه وي ثبت شوي او له منځه ځي، دا دې ته ورته دی چې هېڅکله نوموړې ژبې خارجي وجود نه درلوده.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.