مونږ اطرافیان د اصیلو کابلیانو پوروړې یو

نجیب الله توره کی

325

که رښتیا او د حق خبره وکړو نو مونږ اطرافیانو ټولو په ګډه د اصیلو کابلیانو ټول حقوق تر پښتو لاندې کړل تر هغه چې اوس د اصیلو کابلیانو د سترګو کېدل په کابل ښار کې سخته شوې ده.

مونږ اطرافیانو د کابلیانو څخه د عصري ژوند کولو دود او دستور زده کړ، د هغوی څخه مو د ښکلو، پاکو او موډرنه لباسونو اغوستل زده کړ، د هغوی څخه مو رسمونه، رواجونه، میلې زده کړې، د هغوی څخه مو دا زده کړل چې څنګه ښه پخلی وکړو، منتو، قابلي پلو، آشک، بولاني او داسې نور خواړه څنګه ښه پاخه کړو، د دوی څخه مو نظافت، نظم او دسپلین زده کړ.

د دوی څخه مو ډېر څه زده کړ، د دوی په څېر مو ځان بدل کړ، د دوی په څېر په ټولنه کې ورګد شو، ژبه، دستور، دودونه، لباس، خواړه، ناسته ولاړه حتی د دري ژبې لهجه یا د ویلو طریقه مو د دوی په څېر شوه زمونږ او د اصیلو کابلیانو توپیر ورک شو.

په لڼده توګه باید ووایم چې د کابلیانو غېږه او سینه دومره پراخه ده چې ۳۳ ولایاتو خلک یې خپل کور کې داسې وزغمل لکه خپل وجود، خو بیا مونږ څه وکړل؟؟؟

په لومړی سر کې مو د دوی څخه جایدادونه، ځمکې، کورونه، کاروبار او هرڅومره چې مو وس وشو د دوی څخه مو په زور هرڅه واخیستل او خپل مو کړل.

بیا مو د دوی څخه کابل راخپل کړ، د کابلیانو ښایسته کور مو بدرنګه کړ، غلاګانې مو پیل کړې، لنډغریزم مو رواج کړ، نظافت مو له منځه یوړ، رواجونه مو سره ګډوډ کړ، د یو ښه ښاري ژوند کولو طریقه مو بدله کړه، تر هغې مو هرڅه سره ګډوډ کړ تر څو چې اوس یو اصیل کابلی په سمه پېژندلی نه شي.
مونږ به اصیل کابلیان څنګه پېژندل؟ د اصیل کابليانو لباس به ډېر پاک او نظیف ؤ، د مشر پرغاړه به یې چپن او قره قلي وه، ستړې مشي به یې ډېر په ادب او احترام وه، تګ او راتګ به یې منظم ؤ، ودونه کې به دوی د واده بلنه استوله، د دوی پېژنده ډېره آسانه او ساده وه، ځکه چې د دوی ملمستیاګانې او نور محفلونه به یې ډېر په ترتیب او نظم سره ؤ، اخترونه، نوی کال، برات، روژه، روژه ماتی، رمضاني، برفی، په ژمی کې وچه غوښه او داسې نور شیانو د دوی پېژندګلوی کوله.

اصیلو کابلیانو په هڅ چا تېری او زیاتی نه کو، د حکومت ډېری مامورین همدوی ؤ خلکو سره یې چلند خورا ښه او په مودبه توګه ؤ، په کومه کوڅه کې چې کابلیان اوسېدل هلته به نور خلک خوشحاله ؤ ځکه کابلیان نرم او خوش اخلاقه خلک ؤ.

کابلیانو تر بل هر قوم او قبیلې په ټاکنو کې ډېر ګډون درلود، ځکه د کابل خلکو هم نارینه او هم ښځینو په ټاکنو کې ګډون کاوه حال دا چې د اطرافو یا ولایاتو اوسېدونکو به دا د شرم خبره ګڼله چې د هغوی ښځینه تذکره ولري او د کور څخه باهر لاړه شي او بیا داخویې بیخي شرم ګڼه چې ټاکنو او یا دولتي دندو کې ګډون وکړي.

که هرڅومره ولیکم لږه به وي، خو په پای کې به دا ووایم چې مونږ د تېرو څلویښت کلونو راپه دېخوا د اصیلو کابلیانو ډېری حقوق تر پښو لاندې کړي دي، بس چې څومره مو وس رسېدلی دی همغومره مو دوی سره تېری او زیاتی کړیدی.

مونږ اطرافیانو حتی د کابل ولایت والي یو کابلی ونه ټاکه حال دا چې په ۳۳ ولایتونو کې به مو د همهغې ولایت وګړی ټاکه خو هیڅ کله مو یو کابلی د دې مستحق ونه ګڼه چې هغه هم د کابل والي شي. د وزارت خانو څخه نیولې بیا د ۱ رتبې څخه تر ۱۰مې رتبې پورې دندې مو خپل ځانونو او خپلو خپلوانو ته ووېشلې.
کابل مو ټوټه کړ، د کابل ښکلا مو بدرنګه کړه، د کابل کوڅې او کورونه مو ویجاړ کړ، کابل مو په راکټونو سوری سوری کړ، هغه کابل چې پخوا به پکې مېلې، خوشحالیګانې کېدې او چېرې چې خلک په آرامه، آسوده او امن کې اوسېدل په تېرو ۴۰ کلونو کې مو په سرو وینو ولمبو، ۶۰ زره کابلیان مو ووژل، د کابل څخه مو وشړل، د کابل هر لوری شرق، غرب، شمال او جنوب مو سره په قومونو وویشه، د دوی په ښکلې دري ژبه مو جګړه ده څوک یې ایراني فارسي او څوک یې دري بولي.

د پای ټګي په توګه به دا ووایم راځئ چئ دغه ولسواکې یو وارې کوم اصیل کابلي ته وروسپارو هم په پښتنو ته یوه دمه شي او هم به دا نورو قومونو ګیله له منځه لاړه شي او وبه ګورو چې کابلیان څنګه حکومت کوئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.