د تشو بولو ځنډول خطرناکې پایلې لري

366

1 – ژوند کې ځینې داسې لوازمات شتون لري چې پر وخت ترسره کولو سره د ژوند معاملات په سمه توګه روان وي ، چې له برخې یې د تشو بولو پر وخت کول دي ، که چیرې پر خپل وخت ترسره نشي بدن د یو شمېر ستونزو ښکار کوي . ځینې مهال د تشو بولو راتلو پر مهال انسان د بوختیا یا مناسب ځای نه موندلو له کبله تشې بولې ځنډوي چې د انسان پر بدن خطرناکې پایلې لري او په معده ، ځیګر او پښتورګو سخت اثر پریوزي ، او په سمدستي ډول مثانه هم کمزورې کوي .

 2 – د روغتیا پوهانو د وینا سره سم د تشو بولو ځنډول د مثانې شاوخوا د بدن پلې هم کمزورې کوي چې له کبله یې انسان ته د تشو بولو ( څاڅکو څاڅکو ) تلو ناروغي رامنځته کیږي او د پښتورګو او معدې سربېره د بدن نور غړي هم اغیزمنوي . پوهان زیاتوي که چیرې انسان په تکراري ډول تشې بولي ایساروي او تشناب ته زیات تګ نه کوي دوی د یو شمېر ناروغیو ترڅنګ د قبضیت ناروغي ، په خيټه کې درد ، د مثانې او پښتورګو شاوخوا کې درد د معدې سوزش او ځینې وختونه د پښتورګو د له منځه تلو لامل هم کیږي .

 3 – د پوهانو په وینا د تشو بولو ځنډول انسان د کولو پر مهال ددې کمښت سره مخ کوي چې دا یوه ناروغي ګڼل کیږي ، ددې لپاه په کار دي چې تشې بولې په خپل وخت کولو سربېره باید ډیرې اوبه هم وڅښل شي . له دې وړاندې د جاپان څیړونکو ښودلې وه چې د شپې لخوا زیاتې تشې بولې راتلل هم یوه ناروغي ده ، دوی وایي چې د شپې لخوا زیاتې بولې کول د انسان لوړ فشار ۴۰ سلنه زیاتوي او انسان د دماغي سکتې او زړه حملې ښکار کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.