سګرټ

لعل پاچا ازمون

205

نری نری لوګی دده غریب له سره خېږي
ددې لوګي په بوی کې
د یوه زړه سوی آهونه ژاړي
له خپله کوره رابېل شوي اندامونه ژاړي
نازکې ګوتې را ته هم وسېزي
خو په دې خوښ یمه چې
یوازې نه مې پرېږدي
د خپل لوګي کړۍ کې
را ته داستا تصویر هر وخت د سر په بام ودروي
له ما نه هېرې کړي پنجرې او زولنې د زندان
دا زړه ځیګر مې ترېنه زار شه واړه
سګرټ د تورو تمبو شا ته
زما یو داسې بې احسانه مل دی
چې یې پر سپینه پاڼه
د زړه دردونه په آهونو لیکم
آه نه مې تورې تورې تورې کمڅۍ
را ته له تورو تمبو
د وتو لاره ښيي
لکه د شعر را سره مینه کوي
لکه د لمر بوزغلی
را ته په سترګو کې ږدي
پام چې کوټوال چېرته خبر نه کاندئ
چې دی سګرټ د سپین کاغذ په خاطر
تورو تمبو ته غواړي
دلته په هېڅ بدرنګه شي باندې بندیز نه شته دی
بې د کمڅیو تورو تورو سیوري
تور ټکي لیکل او لوستل
لویه ګناه ده او سزا یې هم مرګ
ما ته سګرټ په لاس کې پرېږدئ
زه یې پر سپین کاغذ
تورو لوګیو باندې
په تورو تورو ټکو
تورې کمڅۍ لکه د شعر مسرې
د چا د شونډو ښورېدو ته لیکم
په غړېدولو سترګو
د خپل مرګي داستان کې ساه د یوه چا وینمه
ما له دې شعره سره پرېږدئ
او سګرټ تورو تمبو ته را وړئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.