نوکارې

لعل پاچا ازمون

706

زړه که مې ژاړي او که نه له دې ناچارې ژاړي
ورته پر مخ راښکلې ستا په لاس نوکارې ژاړي

زه په هماغو میرو بیا د ژوند لپاره راغلم
چې ورکو پلو پسې یې نن د کلي لارې ژاړي

ددې فضا هوا زړه سوی پسې بې هېڅه نه دی
د ژوند لمبې کږې وږې چې لکه مارې ژاړي

خدایه! چې څه شو د رحمان بابا په سترګو ښکلي
نن ورپسې د بڼو سیوري او هندارې ژاړي

چېرته یې؟ راشه! ارغوان تبې نیولی پروت دی
د اشنا خیاله! ستا په رنګ پسې نن ګارې ژاړي

د ژوند دا مسته نشه پرېږده غځونې وکړي
سبا به بیا په خپل پرون پسې خومارې ژاړي

ښایي لوېدلی له مستۍ نه وي ټټر د بلۍ
چې ورپسې د زمانې کلمه دارې ژاړي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.