Browsing Tag

لعل پاچا ازمون

سګرټ

نری نری لوګی دده غریب له سره خېږي ددې لوګي په بوی کې د یوه زړه سوی آهونه ژاړي له خپله کوره رابېل شوي اندامونه ژاړي نازکې ګوتې را ته هم وسېزي خو په دې خوښ یمه چې یوازې نه مې پرېږدي د خپل لوګي کړۍ کې را ته داستا تصویر هر وخت د سر په…

د ازادۍ شپېلۍ

زخم ته شنه مرۍ مې جب نه واخله توره سره شنه پټۍ مې جب نه واخله چې ستوماني د هجر ودې باسي یو څو خوږې لنډۍ مې جب نه واخله که زما سترګې شوې بچیه پټې د آزادۍ شپېلۍ مې جب نه واخله زه در نه ځم او ته دې خپل امانت سپینه هغه خولګۍ مې جب نه…

ایجادي ادبیات د شعور او لا شعور زېږنده دي

پر ایجادي ادبیاتو بحث تحلیلي او څېړنیز ادبیات دي چې شعور پکې لاس لري. دلته لیکوال په شعوري توګه هڅه کوي چې د ایجادي یا تخلیقي ( تخییلي ـ تصویري) ادب بېلابېلې خواووې را وسپړي او ویې شني. دلته د شعور پر موادو عقل کار کوي، لیکوال د خپلو…

د ګندمک شرمېدلي تړون ځمکه ۱۴۴کلنه شوه

د ۱۸۷۹زېږدیز کال د مۍ ۲۶مه او د پسرلي وروستۍ میاشت وه، د وړانګو تود شور د ځمکې په شنو فصلونو پسې د غرمو لرونه رااخستي وو، کلیوالو د شنو دنګو چینارونو سیورو پسې کټونه ګرځول، د چینارونو ډډونو ته چاټۍ او ګړي له سړو اوبو شړپېدل. د سبناري تاو…

استاد لعل پاچا ازمون

نوم: لعل پاچا ازمون د پلار نوم: وطن خیل زوکړه: ۱۳۵۰لمریز ـ هسکه مېنه، ننګرهار زده کړې : ۱۳۵۶ـ ۱۳۵۹ محراب الدین ښوونځی، کابل ۱۳۶۰ـ ۱۳۶۲ خوشال خان لېسه، کابل ۱۳۶۳ ـ ۱۳۶۴ تجربوي ښوونځی، ننګرهار لېسه ـ جلال اباد ۱۳۶۵ ـ ۱۳۶۷ خوشال خان…

“رنګونه او اغېز یې”دویمه برخه

۲ ـ رنګ د اسطوريي ارزښت په توګه اسطوره یا سوچه افسانه د لومړنیو یا پخوانیو انسانانو لومړني فکرونه یا کیسې وې چې د یو شي په باب یې څرګندولې او عقیده یې پرې لرله او په طبیعي بڼه یې رامنځته کړې وې. ((... دلته تر ټولو مهمه خبره د انسان عقیده…

رنګونه او اغېز یې

سریزه رنګ ښکلاییز او رواني اغېز دی چې د بشر او طبیعت تر منځ اړیکه ټینګوي، ذوق خړوبوي، روح خوشحالوي او د رنځونو درملنه کوي. رنګونه د ژوند د رنګینۍ بېلابېل مخونه دي. ښکلاییز اغېز یې د شاعرانو او لیکوالو په لیکنو کې ښکاري، سیاستوال او…

د استاد شپون یاد

یو خوږ استاد، معنوي پلار، خوږ انسان او یو مهربان دوست را سره وروستۍ خدای پاماني وکړه. نن مې د خپلو اوښکو په بدرګه د مانا کوه طور او دخپل خواخوږي استاد پر خوماري سترګو تورې خاورې واړولې. د استاد څېره ډېره ښکلې وه، نورانی وه، زه بدبخته وم…

کلاسيزم او کلاسیک شعر

د کلاسیزم کلمه د لاتین له کلاسیکوس(Classicus) څخه مشتق شوې ده. د کلاسیکوس لغت په لاتین کې د لومړۍ درجې او د لومړۍ طبقې په معنا راځي، اما په اصطلاح کې د کلاسیک کلمه نورې معناوې هم افاده کوي: ۱. کلاسیک په مفرد شکل معمولاً هغه ادبي اثر ته ویل…

د ادبي اثارو عمر او ژوند

دا ډېره ګرانه ده چې د یو ادبي اثر عمر او ژوند وټاکو. د ادبي اثر عمر او ژوند د اثر په افاقیت کې دی. افاقیت په دې معنا چې ادبي اثار د ادبي ارزښتونو له مخې په هر مهال لوستونکي او د درناوي وړ ځای ولري، له خپل لیده یې وارزوي او په بار بار…