د لنډیو پر ټـټـر باندې د کډوالۍ انځور/۴۰مه‌ برخه

آصف بهاند

233

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

۲۶۰مه برخه

 

زه اوس هغه پخوانی نه یم

زما زور ــ زر، ټول پنجابي لوټلي دینه

 

نه مو دا خپل وطن روزي شو

نه مو پردي مُلک کې ارام ته څوک پرېـږدینه

 

ټول دې په اور کې لولپه شي

د ایـران ظلـم پـرمـوږ اور ولگاونـه

 

په داسې جنگ خو دې اور بل شي

توره به زه کړم، عیش به نور خلک کوینه

د لنډیو په دې برخه کې مې دا لاندې لنډۍ برابرې کړي دي او تاسو درنو لوستونکو ته یې وړاندې کوم:

ته پرې د کاڼو باران وکړې

چې د تهران غرور نور دړې‌وړې شینه

 

باران د کاڼو به پرې اوري

ایران زموږ وطن ته سپک کتلي دینه

 

خلک وطن ته خپل هرڅه وړي

زما یې چور کړل، زه جامو سره ورځمه

 

زه اوس هغه پخوانی نه یم

زما زور ــ زر، ټول پنجابي لوټلي دینه

 

رنگ مې هغه شېبه راتور شو

چې پنجابي ټولو ته وې، موږ مو شړونه

 

نه مو دا خپل وطن روزي شو

نه مو پردي مُلک کې ارام ته څوک پرېـږدینه

 

شپه‌ورځ مور ـ پلار سترگې پرلارې

ژڼي د بــل چـــا مـــزدوران دي، رابـشـیـنـه

 

موږه اختر نه لرو یاره

نه خپل‌وطن او نه پردي کې ځای لرونه

 

هرچېرې ځم، ووزه غږ اورم

زه د وطن په تمه گرځم، مړ به شمه

 

جلاوطن کې عمر تېر شو

تللي عمرونه کله بېرته نه راځینه

 

پر ما به هغه ورځ اختر وي

سوله وي ټینگه، وطنوال بېرته راځینه

 

د دسایسو وستا‌کاره

د تباهۍ بار به دا ستا په غاړه وینه

 

زموږه بخت به کوټه نه وي

کوټه مغزو سره هرڅوک ټکرې خورینه

 

ایران د زړه په رنځ اخته کړې

چې نور روان وي تنها دوی ټکرې خورینه

 

بې‌اوره وسوځې ستي شې

پنجابه زرځلې دې موږ سېځلي‌یونه

 

ټول دې په اور کې لولپه شي

د ایـران ظلـم پـرمـوږ اور ولگاونـه

 

پردي وطن کې بیا رنځور شوم

پردي وطن کې به مې څوک دوا کوینه

 

پردي په هېڅ نه رضا کېـږي

نه په خوارئ ـ مزدورئ او نه رشوتونه

 

په داسې جنگ خو دې اور بل شي

توره به زه کړم، عیش به نور خلک کوینه

 

د مسافرو لویه خدایه

چې دا شړل وي، موږ به کوم پلو ته ځونه

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.