د زوی په هیله

سپوږمۍ وردګ

246

زرینه او ګل میر په یوه لرې پرته سیمه یوه ښکلي کلي کې اوسېدل ، زرینه ډیره کمزوریی او ډنګره میرمن وه ،هغې د کلي د ښځو جامې ګنډلې ټولو پیژندله . زرینې د خپلوانو ،ګاونډایانو او کلیوالو سره ډیره ښه راشه درشه او اخلاص درلودل نو ځکه ټولو به د زرینې صفتونه کول خو کله بدې چې ولیده ددې کمزوري د دې په څیره کې له ورایه ښکارېده او داسې ښکارېده چې ګواکي وینه یی وجود کې نه وي او دا ځکه چې دې د خپل واده نه چې لس کاله کېدل پر له پسې ۵ اولادونه چې ټولې یی لوڼې وې زیږولې وې . هر ځل به د زوی د زیږولو په تمه وه خو خدای ورته ټولې لوڼې ورکړیی وې.
ددې میړه ګل میر چې د اکا زوی یی هم وو یو جګ او قوي ځوان وو ، یوه لویه کرونده او یوه ښکلې باغچه یی درلودله او هلته په کار او زیار بوخت وو. د دوی ډیر خوشحاله او نظر د کلي ډیرو خلکو ته یی بسیا ژوند درلود خو کله به چې هر ځل ورکره لور پیدا شوه میرمن ته به یی مخ ور واړاوه او وبه یی ویل بیا دې لور وزیږوله ، نو زه مجبور یم چې بل واده درباندې وکړم او زرینې به بیا په ورځو او شپو ژړل.
د دوی ۵ لوڼې ټولې ډیرې ښکلې او هوښیارې نجونې وې ، خو هغه څه چې ددوی مور او پلار ډیر ورته خپګان کاوه د نارینه اولاد نه درلودل وو، کله به چې زرینې پدې اړه تشویش کاوه نو ددې مشره لورکۍ چې ۹کلنه او ډیره هوښیاره وه ډیره خپه کېده یو خو یی خپله هم زړه غوښتل چې ورور ولري او بل ددې په فکر کې به ورغلل چې نو ولې زما مور او پلار زموږ د زیږدلو نه دومره خپه دي ، ګواکي موږ ورته ارزښت نلرو ، بیا به په فکر کې ډوبه شوه چې نه موږ ټولې په پلار جان او مور جانې ګرانې یو خو بیا به یی هم فکر خراب شو.
یوه ورځ د کلي یوه مشره ښځه چې بس بی بی نومیده ددوی کورته راغه او یوه ټوټه رخت یی د ګنډلو لپاره زرینې ته راوړی وه ، خبرو خبرو کې بس بی بی ورته وویل نام خدا دا څنګه ښایسته لورانې دې دی الله دې درته وساتي ، خو زرینې سوړ هوسیلی ویوست او ویی ویل هو شکر دی د خدای داد دی خو ما به دومره نجونه څه کولې خدای یو دوه زامن هم راکړي وی نو څه غم مې درلود ، بس بی بی ورته وویل شکر وباسه داسې خلک شته چې کلونه کلونه د یوه اولاد په تمه دي لوڼې هم د خدای داد دی. بیا یی د خپلې مور کیسه ورته وکړه چې هغې هم دا هیله درلوده او دا د خپلې کورنۍ شپږمه لور وه ځکه یی نوم بس بی بی پرې ایښۍ وو چې نورې د لوڼو زیږول بس شي خو الله تر اتو لوڼو ورکړې او بیا یی مورته له ډیر تشویش او خپګان نه داسې یوه ناروغي پیدا شوه چې د همغې ناروغۍ له وجې مړه شوه .خو زرینه نه صبرېده او ویل یی نه بس بی بی ترور زوی خو ژوند کې ډیر مهم وي کله چې زه مړه شم زما د کټ پښې به دوی نیسي ته خو پوهیږې زه یو ورور لرم هغه هم مسافر، نو ما خو ډیر تاویزونه او ټوټکې وکړې ، زیارتونو ته ولاړم الله مهربان دی چې دا ځل الله یو زوی راکړي. بس بی بی چې مشره او هوښیاره میرمن وه ورته یی وویل ، ګوره لورکۍ ته اوس هم ډیره کمزورې او ناروغه معلومیږې لږ صبر کوه لږ ځان تکړه کړه سره ممیز ځانته خیشته کړه اوبه یی چښه لږ وینه دې وجود کې پیدا شی کشره لورکۍ دی هم لا وړه ده بیا به الله زوی هم درکړي ، زرینې سر ښکته اچولی وو خو زړه کې یی نه منله او تر ټولو ډیر تشویش یی دا وو چې ګل میر بل واده یادوي که زه زوی ونه زیږوم ژوند به مې تباه شي هغه به بله ښځه راباندې بن راولي. لنډه دا چې زرینه بیا هم امیدواره شوه او هر شیبه به یی الله ته د زوی د ورکولو دعاګانې کولې خو ددې بڼه ورځ تر ورځې سپینېده او کمزورې کېده د مور او ماشوم د روغتیا کلینیک هم ددوی کلي کې نه وو خو میړه یی دوه ځلې د معاینې لپاره بل کلي ته بوتله او ډاکټرې به همدا ورته ویل چې ګوره چې د ماشوم د زیږېدلو په مهال ځان کلینیک یا کومې شفاخانې ته ورسوې ځکه ستا کمزورتیا د تشویش وړ ده . نه میاشتې تیرې شوې او د ماشوم د زیږون وخت راورسید میړه یی مخکې د یوه ګاونډي سره چې موټر درلود غږیدلی وو چې مرسته ورسره وکړي ، نیمه شپه زرینه په اولاد ناروغه شوه ګاونډی یی راخبر کړ او دا یی موټر کې دهغه بل کلي کلینیک ته ولېږدوله خو له بده مرغه چې هغه کلینیک د شپې نوکریوله ډاکټره نه درلوده نو تر سهاره یی په ډیر بد وضعیت شیبې تیرې کړې کله چې سهار ډاکټره راغله ډیره وارخطا شوه او میړه ته یی وویل چې نو ولې موښارته شفاخانې ته نه بیوله ستا میرمن ډیره کمزورې ده که وینې ته ضرورت شي زه څه کولای شم ، پدې وخت کې د زرینې حالت ډیر خرابیده ، ډاکټر بیرته ورغله څو شیبې ورسته یی یو ښکلی زوی پیدا شو زرینې سر پورته کړ چې پوښتنه وکړي چې زوی دی که لور ډاکټرې په خندا ورته وویل زوی دی زوی مبارک دې شه دا مسکۍ شوه خو سترګې یی له همغې مسکا سره پټې شوې، ډاکټره ورنژدې شوه معاینه یی کړه خو زرینه نوره دې نړۍ کې نه وه ، کلي کې غوغا جوړه شوه ټول پرې خپه وو. خوکله یی چې ددې کټ غوښتل د کلي هدیرې ته راپورته کړي، نوي زیږیدلي ماشوم د نورو خپلوانو د ژړاوو سره سم ډیر ژړل ځکه وږی وو او شیدو ته یی ضرورت وو نو ددې دریمه لورکۍ چې وړه وه د مور د خولې خبره یی ذهن کې وه د ژړا په حالت کې بلې خور ته وویل اوس خو زما د لالا لاسونه واړه دي نو د مور کټ څنګه ونیسې نو ځکه ډیر ژاړي …….

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.