د لنډیو پر ټـټـر باندې د کډوالۍ انځور/۴۸مه‌ برخه

آصف بهاند

278

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

۲۶۸مه برخه

 

خامنهٔ بل‌لاس دې وچ شه

چې فیصلې دې ټول عالم تباه‌کوینه

 

د پنجابي یاري به نه کړې

چې زور پرې راشي، نو یوازې دې پرېـږینه

 

د ایراني مزدوري سخته

یوکال مې وکړه، رنگ مې ځای ته نه راځینه

 

د نوي نسل حال به څه وي

زموږ مغزو کې یې خښ‌کړي دي ماینونه

دا هم د دې برخې له‌پاره څونوې غوره شوې لنډۍ:

پُل‌صراط به ورته نیسم

تورمشرف به ورنه لاندې غورځومه

 

یاره درځه چې ځو وطن ته

چې راته جوړ نه‌شي تردې ډېرپېغورونه

 

بارانه هېڅ مه‌راورېـږه

کډوال پرلار دي، بېرته خپل وطن ته ځینه

 

خامنهٔ بل‌لاس دې وچ شه

چې فیصلې دې ټول عالم تباه‌کوینه

 

تاوان به وکړې پاکستانه

په بې‌رحمۍ د کدوال ماخله ازارونه

 

زموږ د کډوالو دې خدای مل‌شي

دا ملیشه ترینه په چل وهي جیبونه

 

همدااوس تورسیرلی حلال کړئ

ستاسو خپلوان له پاکستان بېرته راځینه

 

د پنجابي یاري به نه کړې

چې زور پرې راشي، نو یوازې دې پرېـږینه

 

له تورپنجاب نه مې زړه تور دی

ټول‌عمر چل کې وي، کوي تور ــ تور کارونه

 

حال مې تردې نه بدتر ښه دی

ما په پردي پورې زړگی تړلی‌ونه

 

هلکه بیا وطن ته راشه

چې روپۍ نه‌وي، خیر دی زه یې درکومه

 

جُرم خو ما نه شوی نه و

پاکستاني پولیس راوتړل تورونه

 

له تورپنجابه مې زړه‌تور دی

هم سوی‌سکور دی، هم مې نه‌مني عذرونه

 

د پنجابي لاس کې ليـپـټاپ دی

زما لاسونو کې پراته دي ځنځیرونه

 

د ایراني مزدوري سخته

یوکال مې وکړه، رنگ مې ځای ته نه راځینه

 

د پنجابي مزدوري پرېـږده

خواره دې مورشه چې دې هلته بیا لېـږینه

 

او که زما په دوعا کېـږي

مسافریار دې خدای په‌ځای کړي په کورونه

 

د مسافرو کډې راغلې

زما د یار کډه وروستۍ ده، رابه‌شینه

 

ښه شو چې بیا وطن ته راغلې

له ایراني پېغور دې ځان بې‌غمه کنه

 

د نوي نسل حال به څه وي

زموږ مغزو کې یې خښ‌کړي دي ماینونه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.