غزل

نقیب احمد قریشي

184
زړه مي در سوځي چي ته هر ګړی بدحاله یې!
پاچا صاحبه خالي سوئ، له جلاله یې!!
تا خو باید د ژوند له بدو پېښو خوند اخیستای!
نقیبه! ولي په زاړه درد کي پایماله یې؟!
تا د کوم چا پوښتنه وکړه او تا کوم غر مات کړ؟!
او ته خبر د کوم غریب د کور له حاله یې؟!
خدایه! قربان دي، در واری سم، صدقه دي سمه!
سرکښي نه کوم نور خلاص زما له جنجاله یې!
حدِاقل! چي ته مي باید پُخلا کړې وای!!
خپه په دې یم چي زه مرم ته به خوشحاله یې!
ښار دي لمبه کړ، کلي ستا ښایست ته ځان لوګی کړ!!
چي ته د کوم خالق، د کوم نوُر له کماله یې؟!
نوره را ړنګه سه بې رنګ ژوند مي رنګین کړه په ځان
خو چي تر کومه به تور سترګي مینه واله یې؟!
نقیبه یاره! ولي چوپ یې مخکي داسي نه وې؟!
کلونه کیږي بې ځوابه یې بې سواله یې!!
ــــــــــــــــــــــ
نقیب احمد قریشي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.