حافظ قاري برکت الله سلیم د ورپېښې ناروغۍ له کبله په کابل کې وفات شو

262

نور سعید

بي بي سي

د افغانستان مشهور حافظ قاري برکت الله سلیم د ورپېښې ناروغۍ له کبله په کابل کې وفات شوی دی.

د طالبانو حکومت د حج او اوقافو وزارت ویاند فضل محمد حسیني له بي بي سي پښتو وېبپاڼې سره خبرو کې تائید کړه، چې قاري برکت الله سلیم د کابل په یوه روغتون کې وفات شوی دی.

نوموړی زیاتوي قاري برکت الله سلیم له یوې اوونۍ راهیسې د کابل په یوه خصوصي روغتون کې بستري و او نن (شنبه جنوري-۲۷) وفات شو.

ښاغلی حسیني وايي، د جنازې مراسم به سبا ترسره کېږي.

د معلوماتو له مخې قاري برکت الله سلیم د ننګرهار په ده بالا (هسکه مېنه) کې زېږېدلی و، په افغانستان او مصر کې یې د قرائت زدکړې کړې وې او نه یوازې د افغانستان بلکې د سیمې او نړۍ په کچه له خورا مشهورو حفاظ القران کسانو یو بلل کېده.

قاري برکت الله سلیم پنځلس کلن و، چې د قران کریم قرائت یې پیل کړ او پنځه کاله یې په مصر کې د شیخ محمود الحصری او ابوالعینین په څېر مشهورو استادانو سره د قرائت زدکړې وکړې.

نوموړي په کابل کې یوه دیني مدرسه درلوده، چې سلګونو زدکونکو پکې دیني زدکړې کړې.

قاري برکت الله سلیم چې د شيخ القراء په نامه هم یادیده، د حسن القرات په ګڼ شمېر سیالیو کې لومړی مقام خپل کړی و.

قاري برکت الله سلیم په کابل پوهنتون کې د اسلامي ثقافت استاد په توګه هم دنده ترسره کړې او د افغانستان له ملي راډیو-تلویزیونه یې د قران کریم تجوید درس هم ورکاوه.

استاد سلیم د ادبیاتو په برخه کې هم فعال و او د (ناکامه مینه) په نامه یې یوه شعري ټولګه هم چاپ شوې ده. د دې تر څنګ یې د افغانستان په معتبرو ادبي جریدو کې هم بېلابېل اشعار چاپ شوي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.