غزل

ډاکټر ملیکه

285
پـرهــــــــــــــر دي پـۀ ازغـي چـرتـه ګنـډلـې دې کـه نـه دي
د اُور د پـاســــــــــــــــــــه اُور دې لګـولـې دې که نـه دي
کـــــــــــراره نيمـه شپـه ده او پـۀ شـور پسـې روان يـم
دي پـورې غـــــــــر نـه ګـورمـه چـې کلـې دې کـه نـه دي
شـکـي دې کـــــړم چـې عشـق تـه دي ګنـاه اووي نـو شیخـه
پـوئ نـه يمـه چـې خــــــــداې دې هـم منـلـې دې کـه نـه دي
راځـۍ چـې کـور تـه ځـو ګنـي پـۀ مـور بـه مـې قيـامـت وي
کـوټـې تـه بـه مــــــــــې ګـوري چـې راغـلـې دې کـه نـه دي
قـامـت لکـــــــــــــــــــه چنـار شـرابـي ستـرګـې دنګـه غـاړه
زاهـده پـۀ ايمــــــــــــــــــــان اووايـه ښـکلـې دې کـه نـه دي
پښتــــــــــون پـۀ خپلـو وينـو کښـې ډوبیـږي او مسـکـې دي
اوس تـه اووايـه وختــــــــــــه چـې ښـاغـلـې دې کـه نـه دي
مــــرم زه او شهيـد تـه ئـي پـۀ کـوم چـل دي استعمـال کـړم
جنـت دي پـۀ خپـــــــــــل سـر چـرتـه ګټـلـې دې کـه نـه دي
اُوړو تـه دي اټـک کښــــــــې نـاکـې جـوړې کـړې منـم دي
خــــــــــو ټـرک دي د وسـلـې نـه ډک نيـولـې دې کـه نـه دي
تـه اوګــــــــــــــــــــوره لـږ سـر مـې د سينـې د پـاسـه کيـده
پهٔ زړۀ کښې مـې طـوفـان وو چـې اوس غـلـې دې کـه نـه دي
انصـــــــــاف پـۀ تـا کـه خـاؤره حقيقـت کښـې زمـا مـور ده
پښتـــــــــــــــون بیـا ددي مـور ازار وهلۍ دې کـه نـه دي
د لاس نـه کاڼـــــــــــــــــي اوغـورځـوه مـړې پـۀ کرار شـه
پـۀ ستـرګـو دي منظـــــــــــر چـرتـه ليـدلـې دې کـه نـه دي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.