د روغتیا نړیوال سازمان شمېرې ښيي چې د روان ۲۰۲۴ کال په لومړیو دوو میاشتو کې د دې ناروغۍ ۷۱۷۹ شکمنې پېښې ثبت شوي چې له امله یې د ۲۹ تنو د مړینې خبر هم ورکړل شوی دی.
“ډبلیوایچاو” پرون خپل نوي راپور کې لیکلي، یوازې تېره اوونۍ د شري ۱۱۹۰ شکمنې پېښې ثبت شوي او د دې ناروغۍ له امله ۵ تنه مړه شوي.
د دې راپور پر بنسټ، له دې ۵ تنو یې ۳ په هلمند، ۲ په کندهار او ۱ په سمنګان کې دى چې ۲ یې ښځې او پاتې ۳ یې له پنځو کلونو کمعمره ماشومان دي.
د روغتیا نړیوال سازمان راپور ښيي چې د فبروري میاشتې په درېیمه اوونۍ کې بیا د شري ناروغۍ ۱۱۱۸ شکمنې پېښې ثبت وې او د دې ناروغۍ له امله د ۶ تنو د مړینې راپور ورکړل شوی و، داسې مهال چې تېر کال تر همدې نېټې دا پېښې یوازې ۱۵۷۴ ښودل شوې وې.
“ډبلیوایچاو” زیاتوي، د روان میلادي په لومړیو دوو میاشتو د شري شکمنو پېښو کې ۸۰،۵ سلنه یې له پنځه کلونو کم عمره ماشومان او پاتې یې ښځې دي.
دا راپور داسې مهال خپرېږي چې د ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې د بشري حقونو څار سازمان په یوه راپور کې وویل، د افغانستان روغتیايي سکتور سره د بهرنیو مرستو کمېدو او په نجونو او ښځو د طالبانو جدي محدودیتونو، د میلیونونو افغانانو روغتیا له خطر سره مخ کړې ده.
د طالبانو حکومت د عامې روغتيا وزارت بيا په وار وار افغانسان کې د روغتيايي سکتور د ښه کېدو ادعا کړې، خو تازه يې د شري ناروغۍ د زياتېدو او پرې اخته کسانو ته د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په اړه څه نه دي ويلي.
په دې راپور کې راغلي وو، روغتیايي ناورین په پراخه کچه د خوارځواکۍ او سختو ناروغیو په برخه کې خلک اغېزمن کړي دي.
په ورته وخت کې یو شمېر کورنۍ چې ماشومان یې شري نیولي د خپلو کوچنیانو د بد وضعیت په اړه اندېښمنې دي.
د کندهار اوسېدونکې شریفه چې درې ماشومان یې شري نیولي او یو یې په روغتون کې بستر دی ازادي راډیو ته وویل:
“ماښام یې تبې کولې، له کټ یې ځان را وغورځاوه، زړه یې بدېده او کانګې یې کولې. له همدې امله یې زړه ټکان پیدا کړی دی. ”
الماس چې لور یې شري نیولي وايي، دې ناروغۍ یې کوچنۍ لور تر بستر رسولې ده.
” لومړی استفراغ او اسهال وه. بیا مو بستر کړه، خېټه یې هم وپړسېدله. بیا بېرته کور ته لاړو، خو چې اوس دلته راغلو وايي، شري نیولې ده. ”
له شري سربېره، تنفسي، کویډ۱۹ او کانګو هغه نورې ناروغۍ دي چې د روغتیا نړیوال سازمان یې په وروستیو کې په افغانستان کې د زیاتېدو په اړه راپورونه ورکړي دي.
ازادی رادیو
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.