د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۵۵مه ناسته کې د نړۍ د ګڼو نورو هېوادونو په کتار کې چې د ملګرو ملتونو په باور، پکې بشري حقونه تر پښو لاندې شوي یوه برخه افغانستان ته ځانګړې شوې وه.
د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر ولکر ترک په خپله وینا کې وویل:
“زه په افغانستان کې د بشري حقونو پرله پسې او سیستماتیک سرغړونې، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو هراړخیز نقض، چې هغوی یې له ټولنیز ژوند، متوسطه او عالي زده کړو،کار او ازادانه تګ راتګ محرومې کړي د ډېر تاسف وړبولم. د ښځو او نجونو د حقونو
پرمختګ باید د ټولو هغو کسانو لپاره چې په افغانستان کې دننه یا د دغه هېواد لپاره کار کوي لومړیتوب وي.”
وُلکر تُرک همداراز د مدني فعالانو او خبریالانو په وړاندې هم د محدودیتونو یادونه وکړه او دا چې د هغه په خبره د ښځو د بشري حقونو ګڼې مدافعانې او خبریالان له خپلسروو زندانونو کړېږي.
طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته رسېدلي.
له هغه وخت راهیسې افغان نجونې له شپږم ټولګي پورته له ښوونځیو منع شوي او ورسره د نجونو پر مخ د پوهنتون دروازې هم تړلې دي.
طالبانو په دې سربېره په نادولتي موسسو کې د ښځو د کار مخه نیولې.
له دې ټولو سره سره طالبان ادعا لري چې د چا حق یې نه دی تر پښو لاندې کړی او د ښځو حقونه د دوی په خبره د شریعت په چوکاټ کې تامینوي.
اخوا د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر ریچارډ بېنېټ هم د بشري حقونو د عالي کمیشنر ولکر ترک له پرونیو څرګندونو کلک ملاتړ ښودلی.
ښاغلي بنېټ په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د افغان ښځو او نجونو د حقونو پرمختګ باید د ټولو لپاره مهم وي او لومړیتوب یې وګرځوي.
رادیو ازادی
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.