په افغانستان کې د سړې هوا سخته څپه؛ ملګري ملتونه: ډېرې کورنۍ سختو ستونزو سره مخ شوې دي

174
تصویر له ارشیفه

په افغانستان کې د سړې هوا سخته څپه؛ ملګري ملتونه: ډېرې کورنۍ سختو ستونزو سره مخ شوې دي

د ملګرو ملتونو یوه اداره وايي، د ژمي سړه هوا د دې سبب شوي چې د افغانستان په زیاتو برخو کې بېځایه شوي او نوي راستانه شوي کسان له ډېرو ستونزو سره مخامخ شي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري یا (UNHCR) وايي، سږکال د افغانستان په ځینو برخو کې د هوا درجه منفي ۲۵ ته هم ټیټه شوې ده.

په افغانستان کې د دې ادارې مرستیال ویاند فرامرز برزین له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل:

” په افغانستان کې د ژمي پر مهال د هوا سوړوالی منفي ۲۵ درجو ته هم رسېږي او په ځینو سیمو کې تر دې هم ټیټېږي. په دغسې شرایطو کې زیاتې بېځایه شوې او له جګړو اغېزمنې شوې کورنۍ له زیاتو ستونزو سره مخامخې دي. دوی د ژمي له سړې هوا د خوندیتوب او تاوده پاتې کېدو ستونزې لري. دا مهال په افغانستان کې څه باندې ۲۳ ملیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او دغو کورنیو ته ژمی تر ټولو سخت مهال دی. زیاتې داسې کورنۍ هم شته چې بېخي زیاتې پوروړې دي او د ورځنیو کارونو او مزدوري د پیدا کولو هڅه کوي.”

خلک وایي د یخنۍ له شدت سره سره، نړیوالې بشري مرستې کمې شوي؛ خو د دوی ستونزې زیاتې شوې دي
خلک وایي د یخنۍ له شدت سره سره، نړیوالې بشري مرستې کمې شوي؛ خو د دوی ستونزې زیاتې شوې دي

که څه هم د ژمي وروستۍ ورځې دي، خو سږکال د افغانستان په زیاتو برخو کې بارانونه او واوره اورېدلې او په ځینو ولایتونو کې توفانونه راغلي یا هم سخت سېلابونه بهېدلي دي.

د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې لپاره د طالبانو د دولت وزارت وايي، په تېره یوه میاشت کې د بېلابېلو طبیعي پېښو له کبله لږ تر لږه ۶۰ کسان مړه شوي دي، خو ګومان کېږي چې واقعي شمېر ښايي تر دې زیات وي.

ګڼ راستانه شوي او بېځایه شوي کسان وايي، په افغانستان کې لا هم د کارونو په پیدا کولو او د ځانونو د تاوده ساتلو په برخه کې ستونزې لري.

احمد الله چې د کندهار اوسېدونکی دی، وايي په وروستیو کې له پاکستانه راستانه شوي او ګڼو ستونزو سره مخ دي:

” دلته په کندهار کې له تور کوتل سره پراته یو، په ډېر بد حالت کې یو. له نړیوالو غوښتنه کوو چې زموږ سره مرسته وکړي، موږ دې د نورو خلکو په ګناه نه نیسي، افغانانو سره دې پراخې مرستې وکړي، موږ په بد ژمي کې دلته راغلي یو، پاکستان ډېر بد راسره وکړل چې په داسې شرایطو کې یې دلته راواړولو.”

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمشنري وايي ګڼ راستانه شوي کسان په لومړي ځل افغانستان ته ستانه شوي چې نه پوهېږي چېرې لاړ شي او حتی د ځانونو تودولو ته حیران دي.

په افغانستان کې د دې ادارې مرستیال ویاند فرامرز برزین وايي، دوی د ګڼو زیانګالو کورنیو د ملاتړ لپاره بېلابېل پروګرامونه لري:

” د همدغو کورنیو د ملاتړ لپاره UNHCR په افغانستان کې اضافي مرستې کوي، په دغو مرستو کې څه باندې ۷۳۰۰ بخارۍ او د هغو کورنیو لپاره د سړو ضد خیمې شاملې دي، چې په هرات کې د اکتوبر میاشتې زلزلې ځپلي او لا هم په سختو شرایطو کې ژوند کوي. تېر کال زموږ په ملاتړ څه باندې ۱۹۵۰۰ کورونه جوړ شوي، چې کورنۍ په بهتره شرایطو کې ژوند په کې وکړي. د ژمي پر مهال مو تر ټولو د زیانګالو کورنیو د لاسنیوي لپاره د نقدو پیسو مرستې هم کړې دي.”

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمشنرۍ د معلوماتو له مخې، دا مهال په افغانستان کې درې ملیونه او دوه نیم لکه وګړي داخلي بېځایه شوي دي او پنځه ملیونه او درې لکه نور افغانان په ګاونډیو هېوادونو کې د پناه غوښتونکو په توګه ثبت شوي دي.

د پاکستان تر څنګ له ایران او نورو هېوادونو د بې اسناده افغانانو د ډله ییز اخراج لړۍ روانه ده.

ازادی رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.