غزل

سید شاه سعود

186


بس یې کړه مزدوره څوک له قامه پورته مه پریږده 
نور دا پردی بام له خپله بامه پورته مه پریږده

ګوره دلته ژوند قلندرۍ سره عادت نه دی 
عشقه بی باکي تر احترامه پورته مه پریږده

بیا به دغه سروه د چنار غوندې مغروره وي 
ګوره د دې قد دې تر ګلفامه پورته مه پریږده

ستره شاعرۍ کې امر شوی دی سروشې ته 
څوک په رباعۍ کې تر خیامه پورته مه پریږده

پربږده چې جلال پکې جمال سره مشغول وسي 
درده افسانه دې تر انجامه پورته مه پریږده

ووایه جانان ته چې دنیا بی لمره شوې ده 
سترګې یې سعوده تر ماښامه پورته مه پریږده 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.