!د کړکېچ حل د حالاتو عیني تحلیل غواړي 

داکتر صلاح الدین سعیدی 

188

د ډاکټر فاروق اعظم وړاندې شوای  اکادمیک تحلیل مې د کابل د حکومت نقش د امریکې د ماتې برخه کې واورېده.

تاسې په دغه برخه ګې تر ډېره حده په عالم اسباب کې نسبتاً فرعي او ېو دوه مهم لاملونه بیان کړي خو داسې وینم چې تاسې د طالبانو د حرکت جهادي او د اعلای کلمه الله جذبه په دې تحلیل له سره له یاده ایستلې ده. اصلي خو د کفري عسکرو او تسلط پر اسلامی ملک او د افغانستان آزادول او د طالبانو جهادي هلې ځلې طالبانو ته مطرحې وې، چې تاسې له دغه اړه هسې تېز تېر شوي یاشت! دغه برخې ته تاسې  تقریباً هیڅ تماس نه دی نیولای.
په تحلیل کې مو هغه بنیادي او بسنټیز، مؤثر  او تجربه کار لامل ته چې پاکستاني استابلشمنت شي، ډېر سطحي او ډېر فرعي او حتی له سره پام نه دی  کړای چې دا راته د امریکې په پاتې راتلو کې په افغانستان کۍ او د طالبانو د بریا او پر افغانستان د تسلط موجب په عالم اسباب کې له سره ستاسې په تحلیل کې له پامه غورځېدلاس دی!
پوهیږم چې د افغانستان په سیاست کې د ای اس ای له توافقه سیاست کول ګران او حتی عالم اسباب کې ناممکن برېښي او دا سفارشونه کېږي چې که افغانستان سیاست کول غواړئ، نو دغه برخه کې باید لار ونیسئ او اغماض وکړئ. خو ستاسې دغه تأریخي او أکادمیکه ارزونه چې امریکایان څنګه افغانستان کې پاتې راغلل، د پاکستاني لامل له ذکره، د سخت تنقید سره مواجه او نیګړې کوي. داچې ددې اغماض لامل به څه وي، هغه به تاسې ته مالومه وي، خو دا لامل له یاده ایستل او یا سرسري ترې تېرېدل انسان نا آراموي او بې انصافي ده. ددې لامل ذکر د راتلونکي حل او دې بحران نه د وتلو په لاره کې ستره اړتیا ده!
مګر دا پاکستان نه وه چې د طالبانو مختلفې ډلې یې سره ېوې کړې، ېو شمېر یې شهیدان  او دا ستر قوت یې عالم اسباب کې داسې تیوریکي ، فزیکي او استخباراتی ځواک باندې سمبال کړل، چې په نتیجه او پایله که د امریکې ملیاردی دالرې او پراشوتي واکمنان ناکام او … کړي؟
د اوکراین د جګړې اولویت او د امریکې هوایی حضور او د امریکې د جمهوري ریاست ټاکنې هم په دغه تړاو مهم بحثونه دي!
مګر همدا پاکستان نه وه چې د جمهوریت د شل کلن امنیتي ځواکو مهم غړو ته یې چې اکثر د شمال ډلو پورې تړاو درلوده، معلومات ورکړل چې د افغانستان پر سر د دوی او امریکې او بیا د امریکې او د طالبانو توافق شوای او جنرال اسد درانی او عمران خان او … په خپلو مصاحبو او تبلیغاتو کې په ډاګه وویل چې انتقال صورت مومي، خو چې مسالمت آمیزه وي ( داکتر عبدالله عبدالله  او صدر عمران خان ناسته د جمهوریت د سقوط په درشل او د جنرال أسد درانی او نورو پاکستاني مراجعه تبلیغات او تأکیدات. د ع عبدالله د معاون ۸ میاشتې مخکې تاویزیونی مصاحبه او …).
مګر همدا  پاکستان نه وه چې د جمهوریت د سقوط په درشل کې د افغان د جمهوریت په حاکمیت کې وویلې او وعده ورکړه چې د افغانستان د سیاسی ستیج آینده د شمال  او طالب تر مېنځ د قدرت تقسیم دی… او کله چې د جمهوریت د سقوط په درشل کې ېوه ستره سیاسي!؟ ګله طیاره کې سپاره او پاکستان ورغلل چې د ستر ائیتلافی حاکمیت بندو بست وشي، پاکستان پرې ملنډې ووهلې او حد اکثر یې فرصت ورکړ چې غرب فرار وکړي.
مګر همدا خلیل زاد او امریکه نه وه چې د دوحې د سولې د توافقاتو په برخه کې تأکید کاوه او ویل یې, یا توافق پرټولې اجندا او یا په هېڅ ( ۲۰۲۱م) او په پایله کې د جناب خلیل زاد د خپلې مور سره کړای تعهد له یاده وویست او دافغانستان د خلکو پر سر معامله وشوه. د داکتر غني بقا د کمپیوتر کار تر امنیتی چتره او د افغانستان پر شوې امریکایی او پاکستاني معاملې، حد اکثر حد اکثر همدومره کولای شول  او وکړو چې امریکې او داکتر غني خپل سره ژوندی وویست، د افغان سرباز او د ملي ګټو مدافع د پنجاب ترحم ته تنها پریښودل شول او د جمهوریت د سقوط د شپې د قندهار ، د اڅکزو او … قتل عام چې د ای اس ای په لاس وشو، ستر تأریخي جنایت او  د امریکې بې عزتي او غېر معتمد متفق ثابت کړ. جناب غنی او هېڅ خیاط دا بېشرمۍ او مجبوریت  ته پرتوګ نه شي ګنډلای.
پاکستان د پردي پرملک آباد، نه تأریخ او نه جغرافیا او نه ملت لري! له آمو تر اباسینه پراته خلک، ېوه خاوره، ېوه وینه او ګډې سترې کارنامې لري.
پاکستاني استابلشمنت د افغانستان او افغانانو دښمن وه، دی او تأریخ ثابته کړې، د سیاست علم وايي چې دښمن به پاتې شي.
دا زه په دې صراحت په دې هم لیکم چې د افغانستان سیاست کې د کوم طمعې توقع کس نه یېم!
ستاسې صوتي  تأکیدات نور هم تفاصیل لري چې که کله فرصت شو، مخامخ به تاسې ته خپل تکمیلي بحثونه هم پیشکش کړم.
ستاسې د درایت او لازم احتیاط او د خېر د پاره هوښیار، مهم، هڅوونکی تحلیلونه په پوره دقت اورم او اولس یې اوري!
هو افغانستان اسلامي مشروع حاکمیت او مدرنو اصولو ولاړ حاکمیت چې په متداول ډول مېنځ ته راشي، پوره پوره اړتیا لري او هلته نباید ملاشاهی او نه د طالب د نفې خبره مطرح وي! دا افغان مجاهد ملت دی چې د خپل قیادت او رهبرۍ په ټاکلو کې د بشري اوسني امکاناتو په چوکاټ کې د انتخاب حق  لري، کوم کې چې زمونږ اسلامی منل شوو اصولو کې کومه لوبه ونه شي او الهی اصولو انتخابات نه شته!
دغه برخه کې د قوم او ژبې مشئله، لکه جمهوریت په دور کې د افغانانو د شقاق او نفاق لپاره وپړسول شي او ددې وطن موقعیت او خلک د نړۍ د اتصال او تقاطع څلور لارې جوړولو پر څای د شرارت سیمه ګرځول د منلو نه دي!
داسې مشروع  سیستم باید فعال شي چې ددغو موخو د تحقق لپاره سیستماتیک او پړاو په پړاو  کار وکړي. دا ېوه ستره، ممکنه، اسلامي، انساني پروسه ده او دغو اموخو ته د رسېدو لارې شته ( ان شاء الله تعالی).
مخکې له دې چې نور هم ناوخته شي، باید تمام ملي او وطنپال عناصر سره لاس ورکړي او همغږي شي او په ګډه کار وکړي! دا د واحد حزب او ریاست جوړولو خوب نه دی! افغانستان کې زخمونه تازه دي او دغه کار ته په څو پړاوو او سطحو کار کول وجیبه ده!
و من الله التوفیق
داکتر صلاح الدین سعیدی
۲۴/۰۳/۲۰۲۴

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.