یو شمېر خلک وايي چې په دې وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د رمضاني دود پيکه شوی دی

144

یو شمېر خلک وايي چې په دې وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د رمضاني دود پيکه شوی دی.

په افغانستان کې د رمضاني دود له پخوا راهیسې او تر ډېره په بېلابېلو ولایتونو کې د ځوانانو او تنکيو له لوري ترسره کېده.

د روژې له ماتولو وروسته ډلې ډلې ځوانان او تنکي زلميان د روژې په اړه د سندرو او شعرونو په ویلو سره د کورونو دروازې ټکوي او کورنۍ ورته ډالۍ پیسې او خوراکي توکي ورکوي.

له دغو شعرونو څخه به چې خلکو زمزمه کوله دا وه چې: “رمضان یارب، یارب رمضان، اسلام علیک ماه رمضان.”

دا شعر په افغانستان کې د بدلې په بڼه خلکو وایه او یو شمېر افغانان ترې ډېرې خاطرې هم لري.

مريم او همزولو یې په کوچنيوالي کې په روژه کې زمزمه کوله او رمضاني به يې اخيسته.

مريم وايي، تېر کال او سږ کال د روژې په مياشتو کې د دې دود شاهده نه وه.

هغې وویل: “معمولا ماشومان، ځوانان او تنکي ځوانان چې د روژې په مياشت کې به راتلل، او کورنيو به تر ډېره خواږه ورکول، کلچي، خرما، هغه خواږه وو چې ډېر ويشل کېده ښايي اوس هم د افغانستان په ځينو کليو او ښارونو کې دغه دود پاتې وي، خو له بده مرغه په عمومي توګه د پخوا په پرتله ډېر رونق نه لري، د بیلګې په توګه، تیر کال موږ په افغانستان کې د دې دود ترسره کېدل ونه لیدل.”

د رمضاني دود تفریحي بڼه هم لري، ځینې وخت د کورونو له کړکيو پر هغوی چې دا بدلې او شعرونه اوبه هم شيندي.

د کابل یوې بلې اوسېدونکې فهیمې هم په دې اړه ازادي راډيو ته وویل چې په تېرو دوو کلونو کې د دوى په سيمه کې د رمضاني دود نه دى تر سره شوى.

هغه وویل: “کومې سيمو کې چې پخوا زه اوسېدم رمضاني ته خلک راتللو خو اوس مې په تېر او سږکال کې داسې څوک نه دي لیدلي چې راغلي وي او له مونږ يې رمضاني غوښتى وي.”

د کابل يوه بله اوسېدونکې کريمه هم په پخواني کابل کې د رمضاني د دود نمانځلو په اړه داسې وايي: “له دوی سره به يو زېربغلي يا طبله (ډول) وو يو به مخکې وو نور ورپسې او رمضاني سندره به يې ډېره ښه زمزمه کوله او نورو هم مینه ورکوله، دوى ته به يې له خپلو کورونو چې هر څه وو را وېستل، نغدې پيسې، پيرکي يا بل هر څه به چې تيار وو ورکول.”

نوموړې اوس په تېرو دوو کلونو کې د ډېرو دودونو او رواجونو لکه رمضاني، نوروز او اخترونو د نه نمانځلو له امله د افغانستان د کلتوري بډاینې د کمزورې کېدو په اړه اندېښمن ده.

شاعر او ليکوال جاوېد فرهاد هم له دې دود خاطرې لري او وايي: “د روژې له ١٥ نه وروسته سندرغاړي د خرابات کوڅې شاوخوا او په نورو ولايتونو کې هم سره راټولېدل او د خلکو د دروازو شاته به ورتلل او رمضاني بدلې يا ترانې به یې ويلې.”

د کابل دغه اوسېدونکي په افغانستان کې د طالبانو بيا واکمني او د بېوزلۍ زياتېدل هغه لاملونه ګڼي چې د دوی په ټکو د رمضاني پر دود يې اغېز کړى دى.

د یادونې ده چې د روژې یا رمضاني بدلې او شعرونه په شفاهي او فلکلوريکه بڼه له يوه نسل څخه بل نسل ته لیږدول شوي.

ازادي رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.