ملالې پرېږدئ

غلام نبی ګل

261

د تراجمیر واورینی څوکې ته ختل په مخکې

د بې حسابه پرهرونو دي ګنډل پـــــه مخکې

په بوسه نه کیږي چې تنده مې پرې ماته کړمه

دا د شډل بډل افــــغان تندی څټل پـــــه مخکې

ملالې، پرېږدئ چې کولالې شي منګي درجوړ کړي

دا د مریخ چینې، نه یې دي اوبه راوړل په مخکې

لــــــه طوفانونو سره روږدیه مجاهده آشنا

اوس د ساحل د وږو تږو مړول په مخکې

د څڼو غوړ ته د شړشمو کرل یوه غواړي

د یوغ او سپارې او مالې دي رغول په مخکې

وچو سبو د سهار چای کې مو وښکي داغلي

که چیرې کوچ خورو د مستو مو دي شاربل په مخکې

په عقل ندي برابرې زموږ فتحې بـــــار بـــار

سجدې د شکر ته د شپې زړه کې ورتلل په مخکې

که چیرې غواړو تخت او بخت مو برقرار پاتې شي

د ځمکې تل کې د خولو دي تویول په مخکې

چې هم آمام یې هم مؤذن یې پدې نه جوړېږي

د دغه هسکو منارونو رنګول پـــه مخکې

چې څڼې ونه څنډې کار خپل تمام ونه ګڼې

د کونډو رونډو، یتیمانو نازول په مخکې

۳۰ /سرطان/ ۱۴۰۱

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.