په شا نه ځي مو لښکرې

غلام نبی ګل

282

په شا نه ځي مو لښکرې

دا چې ګورې تورې لړۍ

د لوړ غره په څوکو بری

خاموشي کې شور نغښتی

سپین او تور کې پور نغښتی

د ایرو تل کې اور نغښتی

د سیلاب تر مخ ککرې

***

د تور غار تر غولۍ لاندې

ملاست شپانه دي لاندې باندې

مېږې پندي کنډر لاندې

د لیوانو شپې اخترې

***

په سکون کې واویلا ده

له مجنون خفه لیلا ده

له کېږدو ډکه صحرا ده

کوچۍ جنې مرغلرې

***

کوو لوبې پاڼ تر غاړې

د بهبود لټوو چارې

ګاونډیانو وکړې مارې

شي جرګې ملک نه بهرې

***

نوی کهوله ویښوم دې

ښایسته پیغلې تخنوم دې

ماته ګرانې ښکلوم دې

د غلو لار څاری کیکرې

***

د میزان په تله تول شې

چې عالم یو ځای راټول شي

متقیانو ته پسول شې

د سرکشو دوسۍ جړې

***

خلکو سوزم خوږلن اور کې

د خوږې مینې په تور کې

ساه مې اخلې په خپل کور کې

جنازې دي لرې برې

***

د بحرونو سلطان مړ شو

د خشکۍ پهلوان پړ شو

د نبرد په میدان خړ شو

اوس شیطان سره ډغرې

***

پاس د زاڼو قطارونه

ځمکې لاندې سره لالونه

په ابحارو کې موجونه

په شا نه ځي مو لښکرې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.