ملګري ملتونه: افغانستان کې یو میلیون او دوه سوه زره ښځې په خوارځواکۍ اخته دي

64

ملګري ملتونه: افغانستان کې یو میلیون او دوه سوه زره ښځې په خوارځواکۍ اخته دي

د ملګروملتو د خوړو د نړیوال پروګرام یوه چارواکې وايي، په افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته ښځو شمېر یو میلیون او ۲۰۰ زرو ته رسېدلی دی.

په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام د تغذیې د څانګې مسوولې مونا شیخ په یوه ویدیو کې چې د پنجشنبې په ورځ یې پر خپله ایکسپاڼه کې خپره کړه، وویل: په سوتغذیه د مبتلا ښځو شمېر په زیاتېدو دی.

دې همداراز د ماشومانو یادونه کړې او ویلي چې په افغانستان کې به سږ کال په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر درې میلیونو ته ورسیږي.

” تېر کال مو اټکل کاوه چې په دې هېواد کې به شاوخوا ۸۰۰ زره اومیندوارې او شیدې ورکوونکې مېرمنې له خوارځواکۍ سره مخامخ وي؛ خو د دې ښځو شمېر تر دې زیات شو او ۱۲ سوه میلیونو ته ورسېد، له بده مرغه باور کېږي چې سږ کال دا شمېر نور هم زیات شي. اټکل کېږي چې سږ کال ۳ میلیونه ماشومان په افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته شي خو موږ به له یو میلیون او ۶ لکو سره مرسته وکړای شو.”

ګڼ افغان ماشومان هم د اقتصادي ستونزو له امله په خوارځواکۍ اخته شوي دي
ګڼ افغان ماشومان هم د اقتصادي ستونزو له امله په خوارځواکۍ اخته شوي دي

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، په افغانستان کې کلینیکونو ته د درملنې لپاره په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو مراجعه زیاته شوې ده.

د خوړو د نړیوال پروګرام د تغذیې د مسوولې په وینا، ډبلیو ایف پي په افغانستان کې د دې ډول ماشومانو لپاره ۲۷۰۰ کلینیکونه جوړ کړي دي.

له بلې خوا د مهاجرت نړیواله اداره وايي چې له ۲۰۲۱ څخه را په دې خوا د افغانانو عاید کم شوی دی.

د دې ادارې پر اساس، زلزلو او له پاکستان څخه د لکونو کډوالو په زوره ایستلو د افغانستان اقتصادي وضعیت نور هم خراب کړی دی.

د ملګروملتو د مرستو د تنظیم د ادارې، اوچا پر اساس اوس ۲۳ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

ازادی رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.