ماته بېړۍ

عبدالوکیل متین

273
تصوير د تصور کې دې اسمان پورې رسېږم
چې شمېرم دې خالونه کهکشان پورې رسېږم
کاسه په لاس ځنځير د ميخانې په در وهمه
وزرو د خمار کې مې جانان پورې رسېږم
رقيبه! څيروم دې نن ګرېوان او لمن دواړه
بيا خدای خبر چې کله ستا ګرېوان پورې رسېږم
د وينو ډک زړګی به درته ځوړند په دېوال کړم
يو ځل خو به درشل ستا د مکان پورې رسېږم
سراب مې ستا د سترګو سمندر ځان سره واخلي
په دې ماته بېړۍ مې تر ارمان پورې رسېږم
کاروان د خواږه عمر ما پرېږدي او بې صبري کړي
کړه منډو مې سا تنګه خو څاروان پورې رسېږم
قطرو د زړه د وينو مې کړه لار راپسې جوړه
صياد هم راپسې دی څو درمان پورې رسېږم
د نن پنجرې به پاتې شي د نن په افسانو کې
له ماتو دروازو مې ارغوان پورې رسېږم
فطرت د سپېڅلتيا به مې په خاورو کې پټ نه شي
يو نور د يوسف مخي يم کنعان پورې رسېږم
اټک نه تر آمو پورې يو شور د اباسين يم
متينه! له هراته تر واخان پورې رسېږم
—————-
جنوري – ۲۰۰۳
کليفورنيا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.