وچه لمن

عبدالوکیل متین

204
دا زړه راځنې واخلۍ دې ګوګل کې نه ځاېېږي
حباب غوندې به وچوي سمندر کې نه ډوبېږي
د کوم يو ګل په مخ باندې مې زړه ته تسل ورکړم
ته يو ېې دوی بې شمېره په ګلشن کې زرغونېږي
تنها مې پرېږدۍ خلکو چې د هجر لار کړم لنډه
د يار له کوڅې ځم خو زړه مې بېرته راستنېږي
لوټمارو د پېړۍ مې کړه د ستوني لاره بنده
که چېغې د مظلوم زړه مې اسمان ته نه رسېږي
ګرېوان کې مې رود جوړ شو خو لمن مې ده لا وچه
باران زما د ورېځ دی خو د بل په بڼ ورېږي
له ژونده د متين سره روان دی لکه سيوری
کميس نه دی چې زوړ شي ياره! غم دې نه زړېږي
—————- اګسټ – ۲۰۰۴
سنټرال ويلې – کليفورنيا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.