د نيمې پېړۍ درد

عبدالوکیل متین

149
را به شې اختره! خو راټول به کوم ګرېوان کړې او که نه؟
راخلاص به مو د جهل له زندانه کوم افغان کړې او که نه؟
زما د قلم ژبه په پوښتنو عادت شوې خفه نه شې!
جواب به مې د “نيمې پېړۍ درد” په نوم عنوان کړې او که نه؟
زه نه وايم چې سيمې د رقيب ته مې ور نه شې چې رقيب دی
خو وايه! زما سيمه به ازاده له خزان کړې او که نه؟
زخمونه او دردونه دي بې حده او بې حده ناسور شوي
طبيب ېې او که نه ېې؟ کوم يو زخم به درمان کړې او که نه؟
مونږ اوس هم دمېږيانو په شان سوړه کې غنم دانو ته ناست يو
ډېر نه خو لږ به پوهه دا خوب وړي رهبران کړې او که نه؟
پېړۍ ده يوويشتمه خو د عصر له تعليم نه نجونې پاتې
وران فکر د دې بندو دروازو به نور ودان کړې او که نه؟
وطن کې مې د لوږې او د تندې افسانه لا پخوانۍ ده
رالنډه دا قصه به د عمران په يو باران کړې او که نه؟
نسلونه بې پښو او بې لاسونو ټول معيوب شو راته پاتې
د نيمې پېړۍ نسل به خاوند د دسترخوان کړې او که نه؟
رابه شې اختره! خو مغزو کې مو د پوهې يو شپېلی د اغجاز پوف کړه
قلم او له کتاب سره اشنا به هر يو ځوان کړې او که نه؟
د نيمې پېړۍ درد او جنګ جګړو نه د ملت زړونه تور شوي
سمسور به “سوله زار” کې زما ګران افغانستان کړې او که نه؟
کړه پاکه د پردو او کوربنيو له باروتو نه زما سپېڅلې خاوره
متين ته رشتيا ووايه! پوره به مې: د عمر دا ارمان کړې او که نه؟
——————– اپرېل – ۸ – ۲۰۲۴
منټيکا – کليفورنيا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.