د خوږې خاورې ارمان

شاجان هاجره حرکت

251

خوږې خاورې ارمان مې هميش ځوان دی راسره دی

د ژونــد پــه اډانــه کــې مــې روان دی راســـره دی

يـادونــه يې تــاويــږي دوه لـيمــو کـې مـرغــلــرې

دانـه دانـه رالـويـږې لونـد ګـريوان  دی راسـره دی

ښوونځـي تـه جــيـنکو د ورتګ ټـولې تـلـلې لارې

له هر خـوا تـړل شـوي دا فــرمان دی راســره دی

جګړه وه تياره وه د ځــوان نسـل زده کړه شـنــډه

پر ښوونه مو اوس هم د غم باران دی راسـره دی

ســـړک هــم پـر بـنــدونـــو ودانــيــو رغــــولـــو

څه ګـټـه چې مـو ځـوان انپړ  نادان دی  راسره دی

څـراغ بـل په ټولنه کې عالـمې مـور پر مـټ شـی

پر کور کلـي د پـوهې څلې وران  دی  راســره دی

څلويښت کاله جګړې کې تیارې وې  راخـورې وې

اوس سـوله کې د جهل تور طوفان دی راسره دی

غـاټـولـو ګل کڅونـه مـو سـاړه سپـيـره پـراتـه دي

د لور د زده کـړې غـم د درد کاروان دی راسـره دی

هېواد کې ولس پـه يـو خوله سره ټول همدغه وايې

طالب مـشر له روغ عـقـلـه ناتـوان دی راســره دی

پـيـمـخـې لـټـوي ان په بـاګـرام کـې خـوښوی دوي

چې ګورې دريم واده د طالب جـان دی راسـره دی

راپورتـه مې په  زړه کې شی دا ویـره  او سیـوا شی

کږو  چارو کې ګواښ د جنګ روان دی  راسـره دی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.