زموږ په کلي کې د پيغلو ميره

شاجان هاجره حرکت

142

نن د خپل کلي پر کورونو ګرځم

له مودو وروسته اوس راغلې يمه

زه مې همزولې لټوم غواړم دیدن يې وکړم

د خپل مالت تر ټولو ښکلې پيغلې کورته ورځم

دې ته به به ټولو ويل

دا ده د پيغلو ميره

او په ګودر کې به مدام زلیده

د دې ښکلاو ماسندرې

د لیدو ارمان يې

ما سره ډير چې بيا يې ووينمه

د دې د کور پر دروازه چې وردننه شومه

پر یو زوړ کت مخامخ ناسته د هډوکو ډانچه

تر تور پوړنې لاندې دواړه سترګې

راته له ورایه بلیدلې ښکاری

د خولې غاښونه يې و کنډو کپر

زه په شکمنو سترګو څنګ ته يې لاړم

هلته څو تنه وې ولاړې ښځې

ترینه تپوس مې وکړ دا څوک ده؟

له دوي دوه پيغلو راته غبرګ وويل:

تا چې غوښتل له نږدې وې ګورې همدا ده کنه!

ما کړه چې دا ګل خندانه نه ده

هغوي ويل ګلې همدا ده کنه!

ما ويل چې دا ورباندې څه شوي دي؟

زموږ د کلي سپوږمۍ مخې څه بلا وهلې؟

هغوي کړه پلار او څلور ورونه يې جګړو وخوړل

  خو د دې د کوژده شوي زلمې ژوند لڼد و

لاړ د ماينونو ښکار شو

موريې له ډيره غمه

سر په کفن تاو کړ

او دا په دې کور کې يوازي اوسې

په خپلو ښو بدو خبره نه ده

که له ګاونډه يو څوک

څه د خوړو له پاره ورکړی خو ښه

که چا تپوس د حال يې ونه کړ

دا وی همداسې بيا نهره مدام

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.